اریانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی چې یوې بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې له ترمیم وروسته نن بریالۍ ازمایښتي الوتنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا الوتکه شاوخوا دوه کاله مخکې د خوست نړیوال هوايي ډګر کې د الوتنې پرمهال زیانمنه شوې وه، او د شرکت د تخنیکي او انجینري ټیم له لوري یې تر ترمیم او د انجنونو له نصب وروسته نن په کابل کې ازمایښتي الوتنه کړې ده.
د اریانا افغان هوایي شرکت همداراز ویلي چې د ازمایښتي الوتنې موخه د الوتکې د تخنیکي سیسټمونو، انجنونو او نورو مهمو برخو د فعالیت ارزونه او د الوتنې لپاره د هغې د چمتووالي ډاډ ترلاسه کول وو.
د سرچینې په وینا چې د دې الوتکې بېرته فعالېدل به د هوايي سفرونو د اسانتیاوو په زیاتېدو او د الوتنو د پراختیا په برخه کې مثبت رول ولوبوي.


























































