هغوی چې نن ستا په هیلو پورې خاندې، کله چې ته خپلې موخې ته ورسېږي؛ دوی به په ویاړ نورو ته وایي، چې زه یې پېژنم.
هېڅکله د هغه څه په اړه، چې خپله یې تر لاسه کولی شې، نورو ته زارۍ مه کوه.
کله چې وایې، چې هېڅ وخت نه وزګارېږې. یا دا چې هېڅ وخت نه لرم. یا هم وایې، چې سبا ته به یې وکړم؛ پوه شه، چې هغه وزګار وخت او سبا به هېڅکله رانشي.
اپلاتون
لومړنۍ او بریالۍ بریا په ځان غلبه ده.
بریالي کسان تل د نورو سره د مرستې کولو د موقع په لټه کې وي. ناکام خلک تل دا پوښتنه کوي، چې دا کار نو ما ته څه ګټه لري.
برایان ټریسي
هر هغه څوک چې یوه څه یې لاسته راوړي او یا یې هم جوړ کړي وي؛ حتمن یې نظم او انظباط درلود.
اندرو هندریکسون
نبوغ څه دی؟
په سلو کې یوه سلنه الهام او نه نوي سلنه خولې تویول.
توماس ادیسون
دوی به تر هغې پورې ستا په هیلو پورې خاندې، تر هغه چې ته د هغې له لارې پیسې لاسته راوړې.
جف بیزوس
د یوې محالې او پوچې هیلې له لاسه ورکولو نه بریا او پرمختګ غوره دی.
شکسپیر
په چارو کې د بریا یوه لاره دا ده، چې خپل افکار د کاغذ پرمخ ولیکې.
برایان تریسي
د هغه څه په اړه پینځه دقیقې هم مه ژاړه، چې پینځه کاله وروسته به هېڅ ارزښت ونه لري.
هغه بریاوې چې د صبر کوونکو په برخه کېږي، همغه دي، چې بیړه کوونکو پرېښې دي.
البرت انشټین
که بدلون ته دې د پای ټکی کېښود؛ نو خپل ژوند ته دې هم کېښود.
فرصتونه خپله منځ ته نه راځي؛ بلکې تاسو یی، چې هغه منځ ته راوړی.
کریس ګروسر
د پیل له پاره باید عالي نه وي؛ خو د عالیتوب له پاره باید پيل وکړې.
خپل زړه او روح مو ارامه په یوه کوچني کار کې مصروفه کړئ. دا په نړۍواله کچه د بریا فورمول دی.
وروستنۍ بریا ته د رسېدلو له پاره درۍ لارې شته؛ لومړۍ مهرباني ده، دویمه هم مهرباني ده او درېیمه یې هم.
راجرز
وخت مو محدود دی؛ نو په هغه ژوند یې مه مصرفوئ، چې په نورو پورې اړه لري.
استیو جابز
ژوند د بایسکېل چلولو مثال لري، د دې له پاره چې خپل تعادل په کې وساتو؛ باید حرکت ته دوام ورکړو.
البرت انشټین
ورځې مه شمارئ؛ په یاد یې ولرئ.
محمد علي کلي
د بریا اصلي کیلي حرکت ده.
پابلو پیکاسو


























































