ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په فراه ولایت کې د فراه – فراهرود ۶۱٫۲ کیلومتره سړک د قیر کولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس ویلي چې د یاد سړک د اساسي بیارغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک شوې دي؟
دغه سړک د فراه ولایت له ریګي سیمې څخه پیل او د همدې ولایت د فراه رود ولسوالۍ تر دوراهي پورې غځېدلی او په اوږدو کې یې د ۱۲۴ پلګوټو او یو شمېر واشونو د اساسي بیارغونې چارې هم شاملې دي.
محمد اشرف حقشناس همداراز لیکلي چې د یاد سړک په بیارغونې سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې او سوداګریز فعالیتونه پیاوړي شي.

























































