لیکنه: ولي الهام
په داسې حال کې چې نړۍ د سولې، ثبات او نړیوالو قوانینو د درناوي ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري، خو بیا هم د زورواکو قدرتونو پوځي اقدامات د نړیوالو اندېښنو سبب ګرځېدلي دي. په دې وروستیو کې د امریکا له لوري د ایران پر ځینو ملکي او اقتصادي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د نفتو د تولید پر مرکزونو بریدونه د نړیوال سیاست یو له هغو مسایلو څخه دي چې پراخ بحثونه یې راپورته کړي دي. دا تاسیسات یوازې اقتصادي بنسټونه نه دي، بلکې د میلیونونو خلکو د ژوند له امنیت، د چاپېریال له سلامتۍ او د سیمې له اقتصادي ثبات سره مستقیم تړاو لري. کله چې پر داسې ځایونو بریدونه کېږي هغه هم له معقول دلیل پرته، اغېزې یې یوازې پوځي نه وي؛ بلکې د چاپېریال، اقتصاد او بشري ژوند پر ټولو اړخونو ژور اغېز کوي. د نفتو د تولید تاسیسات د انرژۍ له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي، خو کله چې دا مرکزونه د جګړې هدف وګرځي، د تیلو سوځېدل، د کیمیاوي موادو خپرېدل او د صنعتي تاسیساتو ویجاړېدل د هوا، اوبو او خاورې د ککړتیا لامل ګرځي. دا ککړتیا یوازې لنډمهاله نه وي، بلکې کلونه او حتی لسیزې دوام کولی شي. د نفتو د سوځېدو له امله زهرجن ګازونه فضا ته خپرېږي چې د تنفسي ناروغیو، د اقلیم د بدلون او د خلکو د روغتیا د خرابېدو لامل ګرځي. کله چې د نفتو زیرمې زیانمنې شي، د ځمکې لاندې اوبه هم ککړېږي او دا د هغو خلکو لپاره جدي خطر رامنځته کوي چې د څښاک اوبو لپاره پر همدې سرچینو تکیه کوي. سربېره پر دې، د نفتو تویېدل د کرنیزو ځمکو حاصلخېزي له منځه وړي، نباتات زیانمنوي او د خوړو د تولید سیستم له ستونزو سره مخ کوي. د چاپېریال دا ډول تخریب یوازې د یوې سیمې ستونزه نه ده؛ بلکې د سیمې او حتی د نړۍ پر اقلیم بده اغېزه کوي. د دې تر څنګ، د داسې بریدونو اقتصادي اغېزې هم پراخې وي. د نفتو د تولید د مرکزونو زیانمنېدل د یو هېواد اقتصادي عایدات کموي، د کارګرو د کار فرصتونه له منځه وړي او د انرژۍ نړیوال بازار له بېثباتۍ سره مخ کوي. د دې وضعیت قربانیان یوازې دولتونه نه وي، بلکې عادي خلک وي چې د بېکارۍ، د ژوند د لګښتونو د لوړوالي او اقتصادي فشارونو سره مخ کېږي. له همدې امله د ملکي او اقتصادي تاسیساتو پر وړاندې پوځي اقدامات نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف بلل کېږي، بلکې د بشري ارزښتونو پر وړاندې هم جدي پوښتنې راپورته کوي.
کله چې د جګړو او پوځي مداخلو خبره کېږي، افغانستان د معاصر تاریخ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د لویو قدرتونو د سیالیو او جګړهییزو سیاستونو تر ټولو دروند بار یې پر اوږو وړی دی. د امریکا شل کلن پوځي حضور په افغانستان کې د هغو پېښو او واقعیتونو اوږد تاریخ پرېښی چې لا هم د افغانانو په حافظه کې ژوندی دی. دا دوره نه یوازې دا چې د ترهګرۍ پر ضد نه وه، بلکې د ګڼو هغو عملیاتو، بمباریو او پوځي اقداماتو شاهد هم وه چې د ملکي خلکو ژوند یې سخت اغېزمن کړ. د دې شلو کلونو په اوږدو کې ګڼ شمېر بمبارۍ ترسره شوې چې په ځینو مواردو کې یې د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم رامنځته کړه. د بېپیلوټه الوتکو بریدونه، هوايي عملیات او د شپنیو چاپو لړۍ هغه واقعیتونه وو چې ډېری افغانان یې د خپلو سترګو شاهدان وو. د جګړې په دې چاپېریال کې ډېر داسې موارد ثبت شوي چې کورونه ویجاړ شوي، کورنۍ بېسرپرسته شوې او ماشومان یتیمان شوي دي. د نړیوالو راپورونو له مخې، د جګړې په اوږدو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د افغانانو لپاره تر ټولو دردناک اړخ و. د جګړې په نوم ترسره کېدونکي عملیات ډېر ځله په هغو سیمو کې ترسره کېدل چې هلته عادي خلک ژوند کاوه. د شپنیو چاپو پر مهال د خلکو کورونو ته ننوتل، د کورنۍ د غړو نیول او د خلکو وېره هغه تجربې وې چې د جګړې په دې اوږده موده کې تکرار شوې. دا حالت نه یوازې د خلکو فزیکي امنیت ته ګواښ و، بلکې د ټولنې رواني فضا یې هم اغېزمنه کړه. کله چې یو ماشوم د جګړې، بمبارۍ او د شپې د ډزو په فضا کې لویېږي، د هغه د ذهن پر جوړښت ژور منفي اغېز پرېږدي. د همدې لپاره د جګړې رواني ټپونه ډېر وخت د فزیکي ټپونو په پرتله ژور او اوږدمهاله وي.
په افغانستان کې د جګړې پر مهال د مختلفو وسلو کارول هم د جدي بحث موضوع وه. د هوايي بمباریو ترڅنګ داسې وسلې هم وکارول شوې چې اغېزې یې ډېرې پراخې وې. په ۲۰۱۷ کال کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې هغه ستر بم وکارول شو چې د نړۍ له سترو غیراتومي بمونو څخه شمېرل کېږي او په عامه اصطلاح د “مور د بمونو” په نوم پېژندل کېږي. د دې بم چاودنې پراخه سیمه ولړزوله او د جګړې د شدت یو نوی تصویر یې وړاندې کړ. دا ډول وسلې چې د پراخو ویجاړیو وړتیا لري، نه یوازې پوځي هدفونه اغېزمنوي، بلکې د چاپېریال او خلکو پر ژوند هم ژور اغېز کوي. د بمونو چاودنې د خاورې جوړښت بدلوي، د ځمکې لاندې اوبه اغېزمنوي او د چاپېریال توازن ګډوډوي. سربېره پر دې، د جګړې په اوږدو کې د مختلفو درنو وسلو کارول د سیمو د زیربناوو د ویجاړېدو لامل شول. ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او د خلکو کورونه د جګړې په ډګر بدل شول. دا ویجاړۍ یوازې د جګړې پر مهال نه، بلکې تر جګړې وروسته هم د خلکو پر ژوند اغېزه کوي. کله چې یو هېواد خپلې بنسټیزې زیربناوې له لاسه ورکړي، د پرمختګ بهیر یې کلونه وروسته پاتې کېږي. افغانستان د همدې حالت یوه بېلګه ده. د جګړې اوږدې مودې د هېواد اقتصاد، کرنه او ټولنیز جوړښت له سختو ستونزو سره مخ کړل. د جګړې په دې فضا کې میلیونونه افغانان بېځایه شول او ګڼ شمېر کورنۍ د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې. دا کډوالي یوازې د جغرافیې بدلون نه و؛ بلکې د خلکو د هویت، ټولنیزو اړیکو او اقتصادي ثبات پر وړاندې لوی ګوزار و.
د جګړو تر ټولو مهم اړخ د هغوی اخلاقي او انساني اغېزې دي. کله چې جګړه د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، کورونه ویجاړوي او چاپېریال تخریبوي، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دا ډول اقدامات د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سره سمون لري که نه. نړیوال قوانین د دې لپاره رامنځته شوي چې د جګړو پر مهال د ملکي خلکو خوندیتوب تضمین کړي او د جګړې حدود مشخص کړي. خو د معاصر تاریخ تجربې ښيي چې ډېر ځله دا اصول تر پښو لاندې کېږي. افغانستان د دې حقیقت یوه روښانه بېلګه ده. په افغانستان کې د امریکا د جګړې شل کلنه دوره د زرګونو هغو کورنیو لپاره د غم، بېوسۍ او درد تاریخ دی چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړل. د یوه افغان په توګه، د دې ټولو پېښو یادول یوازې د تاریخ بیان نه دی، بلکې د عدالت غوښتنې غږ هم دی. هغه بمونه چې زموږ پر خاوره وازمویل شول، هغه عملیات چې زموږ کورونه یې ولړزول او هغه سیاستونه چې زموږ هېواد یې د جګړې په ډګر بدل کړ، د هېڅ انساني ارزښت له مخې د توجیه وړ نه دي. که نړۍ رښتیا هم د عدالت، بشري حقونو او نړیوال قانون خبره کوي، نو باید د دې ډول کړنو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي. د یوه افغان په توګه، زه دا ټول هغه اقدامات چې د ملکي خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی، چاپېریال یې زیانمن کړی او زموږ هېواد یې د جګړې په ډګر بدل کړی، په کلکه غندم. جګړه هېڅکله د ستونزو حل نه دی. د زور سیاست یوازې ویجاړۍ زېږوي او قرباني یې تل بېګناه خلک وي. نړۍ هغه وخت رښتینې سولې ته رسېدای شي چې د ځواک پر ځای عدالت ته درناوی وشي، د جګړې پر ځای د خبرو لاره غوره شي او د ملتونو حقونه د زورواکو د ګټو قرباني نه شي. د نړیوالو ټولنو، بشري سازمانونو او حکومتونو لپاره اړینه ده چې د جګړې د زیانونو څارنه وکړي، د بشري حقونو او چاپېریال ساتنې لپاره اقدامات پراخ کړي، او د ملکي خلکو د خونديتوب او رواني روغتیا د ساتنې لپاره عاجلې هڅې وکړي. یوازې په دې صورت کې کولای شو د جګړې اوږدمهاله او ژورې اغېزې تر یوه بریده کمې کړو او د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي چاپېریال او ټولنیز ژوند تضمین کړو.

























































