د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د اسلامي امارت ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند سره کتلي دي.
اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې په دې کتنه کې د سیمې پر وضعیت، افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او زیربناوو اړوند ترسرهشویو پرمختګونو او د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې شوې دي.
په دې کتنه کې خلیلزاد ویلي چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه د افغانستان د نفت او ګازو په اکتشاف او استخراج کې پانګونې ته لېواله دي.
په ورته مهال ښاغلي برادر ویلي چې اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو له لېوالتیا هرکلی کوي.


























































