د معیار او کیفیت اداره وایي چې په نیمروز بندر کې د معیار او کیفیت امریت تخنیکي پلاوي له ارزونې وروسته شاخوا ۴۲ ټُن کمکیفیته لمریزې تختې (سولر) بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې مسترد شویو لمریزو تختو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او هېواد ته یې د واردېدو مخه نیول شوې ده.
“د یادو دوو محموله ټول وزن ۴۱ زره او ۶۳۰ کیلوګرامه و. د تخنیکي ارزونو پایلو وښودله چې دا لمریزې تختې له اړین کیفیت څخه برخمن نه دي، نو ځکه یې د هېواد بازارونو ته د ننوتلو مخه ونیول شوه او بېرته وګرځول شول.”
د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل کمکیفیته توکي بېرته صادروونکو هېوادونو ته ورګرځولي وو، او له سوداګرو یې غوښتي وو چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.


























































