نايله عزیزي
آیا کله مو احساس کړی چې د هېڅ چارې د ترسراوي پر وړاندې احساس د مسوولیت نه لرئ؟ آیا ورځنۍ چارې مو درته د غر د کېندنې په څېر درانده تمامېږي؟ آیا خونه، کور، د کار ځای، شاوخوا محیط او حتا ټوله نړۍ درته کوچنۍ په نظر اېسي؟ آیا نه شئ کولای ځاني روغتیا وساتئ او یو سالم رژیم تعقیب کړئ؟
که څه هم خپه یا افسرده نه یاست، خو په ورته مهال د هېڅ کار لپاره هم انگېزه نه لرئ؟ که مو ځواب «هو» وي، نو تم شئ او حللارې یې په دې متن کې ومومئ.
سستي او تنبلي یوې خواته کړئ
باید وپوهېږئ چې هیلو او خوبونو ته د رسېدا لپاره مو یوازینی شخص تاسې یاست، له تاسې پرته هېڅوک به مو تر لوړو مقانونو ونه رسوي، نو بې ځایه پلمو ته پای ورکړئ او د یو نوي سباوون لپاره راپورته شئ. تل د خپلو غلطیو د توجیه کولو څخه لاس واخلئ او مه مو په دې فکر روحیه متضرره کوئ چې ولې تر دې دمه په خپل ژوند کې بریالي نه یاست. تېر تېر دی، مهمه دا ده چې تاسې له نن نه وروسته کومې پرېکړې کوئ تر څو ژوند مو په هغه محور وڅرخېږي چې تاسې یې غواړئ او د نېکمرغۍ پر لور مو بيايي.
نور مه ملامتوئ
شته ځینې خلک چې د خپل ژوند د ناکارو پېښو پړه پر نورو اچوي او تل نور د خپلې بدبختۍ له امله توجیه کوي. دا ډول خلک مور و پلار، کورنۍ، دوستان او په کُل کې د شاوخوا محیط خلک د خپلې بدبختۍ مسؤل ګڼي، ځکه نه غواړي منوونکي واوسي د دې حقیقت چې خپله د خپل ژوند مسؤلین دي.
خو نور نو وخت یې راغلی چې له ځانه پرته د نورو د ملامتولو لټون بس کړئ، او پر ځای یې پر خپلو خامیانو کار وکړئ تر څو ځان مو پر تاسو وویاړي. مسؤلیت پذیره واوسئ، بریا د ځان له درک کولو او منلو پیلېږي، نه له پلمو.
علایق مو تعین کړئ
کوم شیان دي چې په اړه یې د فکر کولو په صورت کې ستاسې په درون کې اورنۍ مینه او لېوالتیا راپاريږي؟
له ځانه وپوښتئ: که مو په لاره کې هېڅ نوعه خنډ و ځنډ او هېڅ نوعه مادي/معنوي محدودیتونه نه وای څه کول مو غوښتل؟ کوم علوم مو باید زده کړي وای؟ کومې صحي درملنې مو باید کړی وای؟ کومې وېرې او محدودیتونه مو باید شاته پرېښي وای؟ کوم مهارتونه مو باید زده کړي وای؟ او…
ستړیاوې فقط د لویو تصمیمونو او لویو سوداګریزو کارونو ثمره نه وي، بلکې ډېری وختونه ګڼې کوچنۍ پرېکړې هم د انسان د ستړیا مسؤلین شي. که د خپلو ورځنيو لویو او کوچنیو انتخابونو په مدیریت کې پاتې راغلئ یاده ستړیا مو په یو لوی دردِ سر درته تمامېدای شي.
پرېکړې مو تر سرو کرښو لاندې راولئ
ډېری او پرلهپسې پرېکړې کول هم یو له هغو عواملو څخه دي چې انسان بې انګېزه کوي. مهمه نه ده چې څومره منطقي یا هوښیار یاست، باید ومنئ چې تل نشئ کولای سمې پرېکړې وکړئ او بیا یې د ناسموالي بیه هم پرې نه کړئ.
ذهني ستړیا له بدني ستړیا سره په توپیر کې قرار لري، ښایي تاسې د ستړیا احساس ونه کړئ مګر په ورته مهال دماغ مو د انرژۍ له کمبود سره لاس و ګرېوان وي. په یاد حالت کې څومره چې د تصمیمونو کچه زیاته وي په هماغه اندازه دماغو ته د سمو تصمیمونو تشخیصول ګران تمامېږي. پایله دا چې کله نا کله ذهن د تېښتې لاره لټوي، تر څو ځان پټ کړي او له ډېر فعالیته دمه شي.
په یاد ولرئ دماغ هم انرژۍ ته اړتیا لري، ماهرانه کارونه یې بریالیتوب دی.
هغه کار انتخاب کړئ چې زړه مو ور مائله وي
کله چې د خونې پاکولو او د ساعتېرۍ د یوې جالبې لوبې کولو په څېر د دوو کارونو ترمنځ بند پاتې وۍ، نو ساعتیري غوره کړئ. پدې توګه لومړی خورا ډېر کوچنی ګام پورته کوئ، په بله ورځ یو څه دشواره اقدام وکړئ او د هرې ورځې په تېرېدو مو چارې سختوالي کې ونغاړئ. هر ځل د یو سخت کار په کولو ځان په پاداش ونازوئ، یاده کړنه مو لا ډېر هڅوي او د کار سره مو لېوالتیا پیدا کوي.
کار پیل کړئ او اندیښنې مو تر پښو کړئ. پیل کول د هر بدلون د دروازې کیلې ده، هر څه له همدغه لومړي پیله پیلېږي.
جسمي او فزیکي اړتیاوې مو په پام کې ونیسئ
په هغو ورځو کې چې ډېر بوخت یاست، ممکن د هېرولو یا د وخت نشتوالي له امله ناشته یا غرمنۍ پرېږدئ. په یاد وخت کې که څه هم اړتیا لرئ چې له بل هر وخت څخه ډېر کار وکړئ، مګر برعکس د وینې د شکر د کچې د کمېدو له امله د معمول په پرتله لږ کار کولی شئ، په سمه توګه فکر نشئ کولای او دماغ مو په څرګند ډول د انرژۍ د نشتوالي/ کمبود خبرداری درکوي.
د جسمي او فزیکي اړتیاوو له پامه غورځولو سره تاسې کې د لویو او اوږد کارونو د نه کولو انګیزه زیاتیږي، د دې ستونزې د سمون لپاره اړ یاست جسمي اړتیاوې مو له پامه ونه غورځوئ چې ورته کړنه مو په بیا بیا تکرار سره د وخت په تېرېدو په یو ناوړه او ناکاره خوی بدلېدای شي.
۷- خوشحاله اوسئ چې لا ډېره خوشحالي جذب کړئ
خوشحاله او مسک واوسئ ځکه خوشحاله خلک تر نورو ډېر له جوش او انګېزې نه برخورداره وي. سربیره پردې، هڅه وکړئ هره ورځ لږ تر لږه یو څه وخت د خپلې روحاني ودې او پالنې لپاره وقف کړئ چې په یاده مسئله کې کتابونه، مجلې، رسنۍ او خپل روڼ آندي ملګري د مرستې په پار رامخته کولای شئ. تر ټولو مهم د مهربان خدای او د نړۍ تر ټولو ښه اورېدونکي سره راز و نیاز دی چې باید هېر نشي. روحانیت د هوساینې د تر لاسه کولو لومړی اصل ده.
انسان لره ښایي چې د خپل ژوند د پېښېدونکو پېښو مسؤلیت په خپله عهده واخلي او د نورو له پړ کولو په شا شي. انسان نشي کولای تل شرایط او حالات ځانته په هغه محور وڅرخوي چې خوښه یې وي، خوشحالي او نېکمرغي یې پکې نغښتې وي، مګرحالاتو سره ځان عیارول، ورته ځان سپر کول او ورسره جنګېدل د انسانیت ځانګړتیا ده.
الله تعالی په قران کې فرمایي: (لَا یُکَلّفُ اللهَ نَفْسًا الاّ وُسْعَهَا)
ترجمه: “الله تعالی هېڅ یو له خپلو بنده ګانو ته د هغه د وس (توان) څخه زیات تکلیف نه ورکوي، یعنې الله تعالی هر چا ته یوازې هغه مسؤلیت، آزمایښت یا مکلفیت ورکوي چې هغه یې د پورته کولو توان ولري.
نوموړې یادونه د سورهٔ البقرې ۲۸۶آیت برخه ده، چې د تسلۍ، آرامتیا او د الله په عدالت د باور ښکلی پیغام لري؛ پدې معنا چې هر انسان د ښه ژوند کولو مستحق او وړ دی.
د ستونزو پر وړاندې غر شئ او ورو ورو مو ورک شوی له سکونه ډک ژوند له ځانه سره د لارې مل کړئ.
پای


























































