د لیکلو په مهال باید دغه څلور نکتې له یاده ونه باسوو.
لومړی – د سختو کلمو له کارولو څخه ډډه: ښه لیکوالي، سختو، متروکو او له ذهن څخه لرې لغاتو ته اړتیا نلري او لیکوال هم باید چې د دې ډول لغتونو د کارولو څخه ډډه وکړي.
دوه – د لغتونو سمه لیکنه (د کلمو املا): په لیکوالۍ کې باید کلمې په سمه بڼه باندې ولیکو، چې یو له هغه ډلې نه (فاصله او نیمه فاصله) دي، چې ډېره پاملرنه باید ورته وکړو.
په یاد مو وي، هره یوه کلمه چې د هغه په سمه بڼه او مانا باندې نپوهېږو، ونه کاروو؛ ځکه چې دا کړنه د لیکوالۍ د موثریت محور کښته راولي او د لیکوالي پوهه تر پوښتنې لاندې راولي.
درې – ګرامري اړخ ته پاملرنه: ګرامري اړخونو ته پاملرنه، د لیکوالۍ د اصلي پایو څخه یوه پایه ده، چې په هغه باندې محتوا ولاړه ده او د لیکنې حیثیت او د لیکوال وړتیا مالوموي.
څلور – د لیکنښو سمه کارونه: د لیکنښو په ځای او سمه کارونه، د لیکوالي د پروسې له نورو پایو څخه ګڼل کېږي؛ ځکه چې د لیکنښو سمه کارونه د لیکوال د پوهې کچه مالوموي او همدارنګه له لوستونکي سره مرسته کوي، چې لیکنه سمه اصولي او ارامه ولولي.
لیکونکي اوسئ!
ژباړه: حامد بهیر

























































