ژباړه: استاد ګل رحمن رحماني
یو کس سقراط ته راغی او وویل:
ته پوهېږې چې دې وروستیو کې مې ستا له یوه شاګرد څخه څه واورېدل؟
سقراط یې د خبرو له اورېدو وړاندې ورته وویل: مخکې له دې چې خبره دې وکړې، اجازه ده چې یو درې پوښتنیزه کوچنۍ ازموینه درنه واخلم؟
شخص په حیرانیتا وپوښتل:
عجیبه ده، دا څنګه ازموینه ده؟
سقراط وویل: دا پوښتنه ستا د خبرو د چاڼ لپاره ده. لومړۍ پوښتنه مې د حقیقت په اړه ده، ایا ته ډاډمن یې چې څه وايې هغه حقیقت لري؟
شخص وویل، نه ډاډمن نه یم، اورېدلې خبره ده.
سقراط وویل: ښه نو چې ډاډمن نه یې، دویمه پوښتنه راته ځواب کړه، دا د خیر په اړه ده، ته چې څه راته وایې د خیر خبره ده؟
شخص وویل: نه، د دې برعکس ده.
سقراط زیاته کړه: ایا غواړې یو داسې بد خبر راته واوروې چې حتی له صحت او رښتیا والي یې هم ډاډه نه یې؟
خپلې درېیمې پوښتنې ته راغی او وویل: د درېیمه پوښتنه د ګټې په اړه ده، ایا څه چې راته وایې زما لپاره کومه ګټه هم لري؟
شخص په خجالت سره وویل: نه ګټه هم نه لري.
سقراط په دې وخت کې خپلې خبرې په دې وینا سره راونغاړلې: په دې صورت کې چې ته کومه خبره ماته کوې او ډاډمن هم نه یې، نه حقیقت لري، نه په کې خیر او ګټه شته؛ نو بیا ولې ما د داسې شیانو اورېدو ته را بولې؟