ژباړه: ګلثوم محمدي
نارنج د خوندورو مېوو په ډله کې راځي، چې د ځانگړي خوند، رنگ او بوی په لرلو سره له مغذي موادو څخه مالامال دي او د بدن د روغتيا لپاره خورا گټور تمامېدای شي. دا مېوه په خپل ترکيب کې په زياته کچه ويټامين C، فلاونوئید او انتي اکسيدان لري، چې نه يوازې په دوديز طب کې، بلکې په عصري ساینسي څېړنو کې هم ځانگړی ځای لري. د التهاب ضد، د وينې شکر تنظيمول، د هاضمي سیستم فعاليت ښه کول او همداسې د ايمني سیستم پياوړتيا دا ټول د نارنج له حېرانونکو گټو څخه شمېرل کېږي.
که تاسو د خپل روغتيا د ښه کولو لپاره د طبیعي لارو په لټه کې ياست د ليکنې مطالعه مه هېروئ.
د نارنج گټې
نارنج په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان، فلاونوئید، ویټامین C او نور گټور مواد لري، چې د ځيگر د روغتيا لپاره گټور تمامېدای شي. همدارنگه دا گټور مواد د سم يا زهر ضد ځانگړتياوې لري، چې له بدن څخه د زهري مواد په لرې کولو کې او د ځيگر د فعالیت په ښه کولو کې مرسته کوي.
په نارنج کې د فلاونوئید، هسپریدین او پوټاشيم شتون د دې لامل کېږي، چې د وينې لوړ فشار تنظيم شي. سربېره پر دې، فلاونوئید د التهاب ضد ځانگړنه لري. دا مېوه همداراز د وينې دوران په ښه کولو کې او د وينې لوړ فشار په کمولو کې مرسته کوي. د نارنج د اوبې کارول په منظمه توگه د هغو کسانو لپاره چې ديابت لري مناسب دي.
د نارنج اوبه يا جوس د التهاب ضد ځانگړتياوې لري. چې د زړه د روغتيا لپاره گټور تمامېدای شي. په دې مېوه کې د ویټامین C، فلاونوئید او پوټاشیم شتون د وينې د منظم جريان لامل کېږي او د وينې د لخته کېدو څخه مخنيوی کوي. په دې مېوه کې د مغذي موادو شتون د کلسټرول کچه تنظيموي او د زړه ناروغيو د اخته کېدو خطر کموي؛ نو په غذايي رژیم کې د نارنج اضافه کول د سالم زړه درلودلو لپاره يو گټور گام دی.
نارنج په خپل ترکيب کې طبیعي اسیدونه، فايبر او فلاونوئید لري، چې د وزن په کمولو کې مرسته کولای شي. دغه مېوه د بدن د متابوليزم په لوړول سره د غوړ د جمع کېدو مخه نيسي. همدارنگه د نارنج د اوبو کارول د اشتها په کمول او د هاضمي سیستم د فعاليت په ښه کول کې مرسته کوي. یعنې په ټول کې نارنج د وزن په کمولو کې مهم رول لوبوي.
زکام (سرماخوردگی) لپاره د نارنج گټې
نارنج د زکام په مخنيوی او ښه کولو له خورا اغېزمنو مېوو څخه شمېرل کېږي. ځکه دا مېوه د ویټامین C، انتیاکسیدان بډايه سرچينه ده او د التهاب ضد ځانگړتياوې لري. په دغه مېوه کې د ویټامین C شتون د بدن معافيتي سیستم پياوړی کوي او د ويروسونو او انتانونو د مبارزې سره د بدن وړتيا زياتوي. همدارنگه د نارنج د التهاب ضد ځانگړتياوې کولای شي د ستوني د درد په کمولو کې مرسته وکړي. د نارنج اوبه ترکيب له شاتو سره د زکام د ښه کېدو لپاره يو ګټور گام دی. دا ترکيب نه يوازې چې بدن تازه کوي، بلکې د توخی په کمولو کې او د تنفسي سیستم لپاره هم گټور دي.
د مخ د پوستکي لپاره د نارنج گټې
نارنج د ویټامین C، انتیاکسیدان او د باکتريا ضد ترکیباتو په لرلو سره د مخ د پوستکي پر روغتيا او ښکلا باندې خورا ښه اغېزه لرلای شي. په دغه مېوه کې د ویټامین C شتون د کلاژن په توليد کې مرسته او د چين او چروک په کمولو کې مرسته کوي. د نارنج د باکتريا ضد ځانگړتياوې د دې لامل کېږي، چې د پوستکي غوړ کم شي، د آکنه يا بخار د درملنې لپاره هم مؤثر تمامېږي. تاسو کولای شئ د نارنج اوبه له عسل سره ترکيب او په پوستکي کې د طبیعي ماسک په توگه وکاروئ.
په دوديز طب کې د نارنج گټې
نارنج له ډېرې پخوا څخه په دوديز طب کې ځانگړی ځای لري او د طبیعي درمل په توگه پېژندل کېږي. نارنج ساره (سرد) او وچ طبع لري. دا مېوه د طبیعي مسکن په توگه د هاضمي سیستم د دردنو لپاره کارول کېږي. د دې مېوې له پوست او گل څخه د تنفسي سیستم د دردنو لکه توخی او د ستوني درد د درملنې لپاره کارول کېږي. همدارنگه د دې مېوه عصاره د سټرس او اضطراب په کمولو کې د طبیعي ارامونکي په توگه کارول کېږي.