ژباړه: احمد شاه پاڅون
هغه مهال چي پیلوټ له مځکي ۵۱۸۱ متره لوړ په هوا کي ځړیدی.
دا کومه فلمي کیسه نه ده، بلکي یو حقیقت دی.
دا د کال ۱۹۹۰ کیسه ده چي د جون پر لسمه نېټه د بریټیش ایرویز الوتکي له مځکي څخه ۵۱۸۱ زره متره لوړ پرواز کوی، لمر ځلیدی، اسمان تک شین و، لنډه دا چي هر څه نورمال وه. مګر لږ وروسته داسي یوه حادثه را منځ ته سوه چي ټوله الوتکه یې و لړزول.
ناڅاپه د قوي چاودني ږغ واوریدل سو، د پیلوټ مخامخ هنداره ماته سوه، د هوا تیزو او تاویدونکو څپو پیلوټ له کاک پیټ (هغه ځای چي پیلوټاڼ پکي کښېني) څخه کش کړ او له هنداري یې بهر کړ، د پیلوټ ټوله وجود له الوتکي بهر ځړیدی.
په دې خبره باور کول ډیر سخت دی، مګر دا یو حقیقت و، د پیلوټ یوازي پښې په کاک پیټ کي دننه وې، نور یې ټول وجود له الوتکي بهر نهایت یخي او تیزي هوا یوې خوا او بل خوا اړوی را اړوی.
هره ثانیه مرګ او هره لحظه یو قیامت و.
دلته کیسې یوه ډراماټیکه بڼه واخسته، د الوتکي نوري عملې د معمول خلاف د وار خطايي پرځای له چټک فکره کار واخیست، د الوتکي دوو کارکوونکو د پیلوټ پښې ټینګي و نیولې چي هغه له الوتکي بهر و نه لویږي.
په دې وخت کي همکار پیلوټ انډي پیترسن د بیړنۍ ناستي پریکړه وکړه، داسي پریکړه چي په ثانیو کي باید تصمیم و نیول سي او دا یوه ژوند ژغورونکې پریکړه وه.
پوره ۲۰ دقیقې پیلوټ له الوتکي بهر ځړیدی، هوش او سد یې له لاسه ورکړي وه، خو بیا یې هم د واوریني یخي هوا سره مقابله کوله.
اخر هم د ټولو هڅو او کوښښونو رنګ راوړ، الوتکي بریالۍ بیړنۍ ناسته وکړه او د پیلوټ ژوند ژغورل یوه معجزه و ګڼل سوه.
وروسته وروسته معلومه سوه چي د الوتکي د مخکنۍ هنداري نټونه یې سم نه وه ټینګ کړي. یوې ډیري وړې بې غورۍ د سلګونه کسانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړ.
پیلوټ له دې پرته چي یخ وهلی، واره زخمونه او کسرونه یې لرل نو جوړ تیار و، مګر هغه صحنه، هغه شل دقیقې او په هوا کي ځنګیدونکي انسان د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کي نقش سو.
پر دې پیښي یوه تلویزوني ډاکومنټري هم جوړه سوې ده.
یوه نه باور کیدونکې، مګر رښتنی کیسه، چي نړۍ یې حیرانه کړه.