د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د یاد ریاست د مسوولینو په وینا چې د دې شبکې په جوړېدو ۴،۸ میلیون افغانۍ مصرف راځي او چارې یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف په مالي ملاتړ پيل شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۱ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د ویلو ده چې د اوبو دا شبکه د سپین بولدک ولسوالۍ په «لوړ اخترزو» کلي جوړېږي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې پاکو اوبو ته د هېوادوالو د لاسرسي په موخه ورته پروژې عملي شوې چې د لسګونو چارې یې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.