د غوټۍ کوچنی ټولګی د CGTN پښتو څانګې د خبريالې، اغلې غوټۍ له خوا ليکل شوی کتاب دی، چې له علمي، انساني او کلتوري ارزښتونو ډک دی. دا اثر د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره د ساينسي او فکري پوهاوي یوه نوې کړکۍ پرانیزي.
یاد کتاب په ښکلي صحافت او روانه پښتو سره تدوین شوی چې د کتاب په نړیواله ورځ لوستونکو ته وېشل شوی هم دی.
ټول کتاب کې د اوبو او چاپېریال ساتنې اړوند په مهمو مسایلو هر اړخیز او خلص بحث شوی چې ځوانانو ته په اسانۍ سره د پوهاوي او درک وړ دی.
په دې کتاب کې هڅه شوې، چې د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او متقابل درناوي روحيه لا پیاوړې شي. دا اثر نه یوازې یوه لوستپوهه ده، بلکې د دوو ګاونډیو ملتونو ترمنځ د کلتوري پیوستون یوه ژبه هم ده.
دا کتاب ولولئ او د يوې روښانه راتلونکې لپاره يو بل ګام واخلئ!