ژباړه: حامد بهیر
هنر؛ یانې د فنونو مجموعه چې ذهن ته سپارل کېږي.
فن؛ یانې د کار د سرته رسولو لاره، هېڅ هنر د فن نه پرته سرته نه رسیږي؛ ولې پیل نه لري چې پای ته ورسیږي.
زما کلي تفسیر د فن او هنر نه دادی چې؛ هنر او فن د زړه او وینې په شان دي، چې د هنرمند په وجود کې ریښه غځوي.
د هنر او فن توپیر
هنر دی چې فن بیانوي، فن د هنر له درک نه عاجز دی.
هنر ذات دی او فن ظاهر، هنر باقي دی او فن پاني.
هنر د اثر روح دی، فن یې ظاهر.
هنر اکتسابي نه دی، خو د پوهېدو وړ دی، فن اکتسابي او زده کړیز دی.
هنر ته له عرشه ورکول کېږي، فن ته له فرشه.
توپیر له عرشه تر فرشه دی، هنر ته الهام کېږي، خو په فن کې تر سره کېږي.
هنر د کتاب څخه نه تر لاسه کېږي؛ ځکه کتاب نه دی، خو فن کتاب دی د بشر خام، پوخ شوی دانش دی.
هنر یې هنرمند ته رسیږي او خپل جلال په اثر او د هنرمند په کار کې ښکاره کوي، له هغه کس نه پرته بل چا ته نه رسیږي. بې کلامه عشق بې خطه او نښه ده د هنر او هنرمند تر منځ.
دا هنر چې د هر کس لپاره وي، خو د ګوتو په شمار دي چې د خپل وجودي هنر په لټه کې وي.
فن داسې یو څه دي چې تر ډېره د خبرو ارزښت نه لري؛ ځکه دهنر تر مجموعې لاندې دی او هغه خلک چې په لټه کې یې وي، یا به یې د پلار شاګرد وو او یا هم په یوه واسطه د هغه په لټه کې شوي وي او موږ ټول ښه پوهیږو چې دا ټولې ښکلاوې د هنرمند او هنر له عشقبارۍ څخه دي.
هنر د روح له خوا دی، او فن د منطق
هغه هنر چې د هنرمند په زړه کیني د هغه کور دی او هنرمند د فن په وسیله هغه ته روح ورکوي، تجلا ورکوي او هنر روح دی، فن د هغه روح جسم او داسې جسم نه شته چې پرته له روح نه ژوندی وي.
فن تل د راحت په خوا دی، خو هنر تل د کمال په خوا او هغه چې د کمال په خوا دی هنرمند دی.
هر څوک د یوه کار هنرمند دي او هنر په زړه کې لري. او هغه وخت چې موخه یې یوازې د خدای خلقت ته خدمت وي، متجلي کېږي.
هغه وخت چې موخه یې ځان ته ګټه وي، یا مادي موخه، یانې د شخصي او مادې موخې په لټه کې وي، د فن په دایره کې دی د هنر په زړه کې نه.
خو د اهل فن زړه په مادیاتو پورې تړلی وی او عشق په کې صفر وي.
فن، هنر جوړوي. هنر فن ته روح او ژوند ورکوي. فن وسیله ده، بس.