د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په «تختهپل» ولسوالۍ کې د اوبو د یو کوچني بند د جوړېدو خبر ورکړی.
د یاد ریاست د مسوولینو په وینا چې د دې بند په جوړېدو شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانۍ مصرف شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دغه بند ۱۰۴ متره اوږدوالی او پنځه نیم متره لوړوالي لري، او چارې یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
ویل کېږي چې دغه بند د تخته پُل ولسوالۍ اړوند د اکا خیلو په سیمه کې د حکومت له بودیجې څخه جوړ شوی دی.
په ورته وخت کې د سیمې خلکو د دې بند پر جوړېدو خوښي ښودلې او له حکومت څخه یې د دا ډول نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د ورته کوچنیو بندونو د جوړېدو راپورونه ورکړل شوي وو.