د «ډونالډ ټرمپ» ادارې لخوا په امریکا کې د افغانستان اتباعو ته د ایستلو تر خبرداري وروسته، فاکس نیوز خبر ورکړی چې امریکا به د افغانستان هغه سلګونه اتباع هم راوباسي چې په وروستیو کې «عیسویان» شوي دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې چې په دغو سلګونه کسانو کې ډېری یې له ۲۰۲۱ کال وروسته عیسویت ته اوښتي، او اوس له امریکا څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې چې د ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه به هلته د هغو شاوخوا ۹ زرو افغانانو پر ژوند هم اغېز ولري چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي او د کډوالۍ د ځانګړو وېزو او دوسیو څېړلکېدو ته په تمه دي.
بلخوا د امریکا مذهبي مشرانو د ټرمپ له ادارې څخه پر دې تازه پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته هلته د کډوالو نیول او له ایستلکېدل پیل شوي چې افغانان هم پکې شامل دي.