محمدنظیم سمون
د طرحې پر تخنیکي اړخ نه غږېږم؛ ځکه دا پروژه خپلې پېچلتیاوې لري او په دې اړه ډېر دلایل شته چې پاکستان به په لنډ وخت کې یاده طرحه عملي نه شي کړای. زه به یوازې دغه موضوع له حقوقي اړخه وڅېړم.
لومړی د دې یادونه اړینه بولم، چې موږ له بده مرغه په پښتو ژبه کې د پوله تېرېدونکو یا فرامرزي اوبو Transboundary water)) لپاره متفق علیه تخصصي اصطلاحات نه لرو. د بېلګې په توګه؛ د اوبو په نړیوالو حقوقو کې یو سیند چې مختلفې څانګې یا مرستیالان ولري او دغه اوبو یوه واحده مجرا جوړه کړي، د watercourse]] په نامه یادېږي. دغه اصطلاح په ځانګړې توګه د بېړۍ چلونې لپاره د نه کارېدونکو نړیوالو سیندونو د اوبو د تنظیم په تړاو د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۷ کال په میثاق یا کنوانسیون کې راغلې؛ یا زموږ په ساده ټکو واټرکورس هغه روان سیندونه دي چې یخچالي سرچینې لري.
په نوموړي کنوانسیون کې واټرکورس داسې تعریف شوی:«د سطحي او د ځمکې لاندې اوبو هغه سیستم ته ویل کېږي چې د خپلمنځي فزیکي تړاو له مخې یو واحد سیند جوړوي او په نورمال ډول یوې مشترکې انتها ته بهیږي.» که چېرې په همدې ځانګړنو سره یو سیند/واټرکورس یوازې د یوه هېواد تر قلمرو او خاورې پورې محدود پاتې شي، یعنې «انتها» یې یوه نړیواله پوله کراس نه کړي، نو سیند داخلي دی؛ خو که له پولې تېر شي، نو دغه تعریف هم اتومات بدلېږي. په دې صورت کې، اوس اړتیا ده چې د watercourse له اصطلاح سره د نړیوال یا international مختاړی وراضافه کړو. په کنوانسیون کې د [انټرنشنل واټرکورس] تعریف داسې راغلی:
«یو نړیوال واټرکورس/سیند هغه واټرکورس ته ویل کېږي چې د هغه څانګې یا برخې په مختلفو هېوادونو کې موقعیت ولري.» دلته ده چې موږ د سیندونو په اړه یو جامع تعریف ته رسېږو او اوس کولی شو چې د همدې تعریف په رڼا کې د کابل سیندیزې حوزې د اوبو د استفادې او پراختیا په برخه کې د سیند د شریکو هېوادونو کړنې تحلیل او حقوقي تبعات یې وڅېړو.
کابل سیندیزه حوزه یوه نړیوال واټرکورس دی او په دې توګه په افغانستان کې یو فرا-مرزي یا پوله تېرېدونکی سیند ګڼل کېږي. زموږ لپاره د دې سیند د فرا مرزي والي معیار د ډیورنډ د فرضي کرښې کراس کول نه دي، بلکې د ۱۹۹۷ کال کنوانسیون او نور عرفي قوانین دي؛ ځکه چې کابل سیند په افغانستان، پاکستان او هند کې د لویو، منځنیو او کوچنیو سیندونو یوه ټولګه جوړوي چې سرچینه یې د کابل غرونه دي او انتها یې په عرب سمندر کې د اندوس وروستی تمځی دی. یعنې د کابل سیند په ننګرهار کې له فرضي کرښې هاخوا د خیبر پښتونخوا په اټک سیمه کې نه تمېږي؛ بلکې مخ په وړاندې ځي او د اندوس سیند سره په یو ځای کېدو بین المللي حیثیت پیدا کوي او درې هېوادونه (افغانستان، پاکستان او هند) پکې شریکېږي.
د پاکستان تر ولکې لاندې چترال سیند، د کونړ له سیند سره یو ځای کېږي او کونړ سیند له نورو وړو او لویو سیندونو سره یو ځای په ننګرهار کې د کابل سیند له اصلي مجرا سره ګډېږي. په دې توګه، د نړیوال واټرکورس د تعریف له مخې چې وايي (یو نړیوال واټرکورس/سیند هغه واټرکورس ته ویل کېږي چې د هغه څانګې یا برخې په مختلفو هېوادونو کې موقعیت ولري)، د چترال سیند یا د اندوس سیستم د بل هر سیند د اوبو جریان اړول او پرې کول، د اوبو د نړیوالو قوانینو- که هغه عرفي دي یا قراردادي- ښکاره نقض دی.
ما یو وخت د اوبو او انرژۍ وزارت کې د دندې پرمهال یو سند وکوت چې د هند حکومت غالباً په ۲۰۱۳ کال کې په راجستان ایالت کې د اندوس سیند پر یوې څانګې د اوبو د یوې پروژې د تمویل لپاره د نړیوال بانک مالي مرسته غوښتې وه، خو نړیوال بانک پر نړیوالو مشترکو سیندونو د بندونو او پروژو د تمویل په تړاو د هغې عملیاتي پالیسۍ له مخې چې لري یې، له هند څخه غوښتنه کړې وه چې د یوې رسمي خبرتیا د استولو له لارې د افغانستان هوکړه ترلاسه کړي. هند دا غوښتنه د بهرنیو چارو وزارت له لارې افغانستان ته رالېږلې وه چې بیا افغانستان ورسره هوکړه کړې وه.
لنډه دا چې له نړیوالو سیندونو څخه د ګټې اخیستنې حق محدود دی او ټول هېوادونه مکلف دي چې د اوبو په مصرف کې د نړیوالو حقوقو د [عادلانه او معقولانه ګټې اخیستنې] او د [پام وړ ضرر د مخنیوي] اصلونه رعایت کړي.