دوکتور اجمل ښکلى
د جملو له رسا کولو مو موخه د جملې داسې جوړښت دى، چې لوستونکى يې په اسانه پر مانا پوه شي، ځکه چې د جملې بنسټي موخه د مفهوم رسول دي او په علمي متونو کې چې له ژبې نه د مفهوم د لېږد لپاره استفاده کېږي، بايد د پوهاوي وړ وي.
۱. فقره په عبارت بدلول: که يو پيغام په څو فقرو کې وړاندې شوى وي او په يوه جمله کې د عبارتونو په توګه راټولې شي، مفهوم ورسره رسا او اسانه کېږي، چې په دې موخه له لاندې لارو استفاده کولاى شو:
۱.۱. کولاى ش: که جمله اوږده نه وه، د “کولاى شو” تواني فقرې پر ځاى خپله موخه په اصلي فعل پسې “شم” مرستيالکړ ته لېږدوو:
۱. الف: روغ انسان کولاى شي، چې د ژوند چارې ښې ترسره کړي.
ب: روغ انسان د ژوند چارې ښې ترسرولاى شي.
د (ا ب) جمله تر (ا الف) هغې د مفهوم په لېږد کې رسا ده. يوازې دلته نه، په زياترو لنډو تواني جملو کې “کولاى ش” فقره اضافي ښکاري، چې موږ د پاسنيو هغو غوندې رالنډولاى شو: افغانان يو بل نشي زغملاى، پښتو ادبياتو وده وکړاى شوه.
تر ليکنې وروسته بايد يو ځل پر خپلو جملو نظر راتېر کړو او داسې نورې جملې هم پکې ومومو، چې فقرې يې عبارتونو ته راساده کېداى شي، مثلا په لاندې جملو کې د (ب) په جزونو کې د “کله چې انسولین د پانقراس له لارې د وینې په جریان کې ترشح کیږي” فقره د “ته د پانقراس له لارې د انسولین ترشح” پر عبارت او د ” هغه څېړنې چې پر بېنډيو ترسره شوې دي” فقره د “پر بېنډيو شوې څېړنې” په عبارت اوښتې:
۲. الف: کله چې انسولین د پانقراس له لارې د وینې په جریان کې ترشح کیږي؛ نو د کاربوهایدریت په میتابولیزم کی مهم رول لوبوي.
ب: د وینې جریان ته د پانقراس له لارې د انسولین ترشح د کاربوهایدریت په میتابولیزم کی مهم نقش لوبوي.
۳. الف: هغه څېړنې چې پر بېنډيو ترسره شوې دي، ښیي چې….:
ب: پر بېنډيو شوې څېړنې ښيي، چې….
۲. عبارت په فقره اړول: کله د عبارتونو ګڼه ګوڼه هم د جملې په مانيز ابهام کې لاس لري، چې په خپلواکو فقرو يې له اړولو سره مانا رسا شي، بېلګه يې په (ب) جز کې ليداى شئ:
۴. الف: بيا ځلي مرکب پروټینونه د ناروغانو د درملنې لپاره د دوی خوندیتوب، د وخت مصرف کوونکې پروسې او د موخن ځای د درملنې لپاره خورا ارزښتناکه درمل دي.
ب: د بيا ځلي مرکبو پروټيني درملو لوی ارزښت دا دی، چې په درملنه کې ناروغان خوندي ساتي، اوږده پروسه يې رالنډوي او د موخن ځای درملنه يې کوي.
په تعريفي پاراګرافونو کې لومړنى بنسټي جز په بېله فقره کې راځي، مثلا په لاندې جمله کې چې د انسولين د تعريف يو مهم جز “هورمون” دى، بايد په بېله فقره کې راوړل شي:
۵. الف: انسولين د پانقرانس په بېټا حجره کې تولېدېدونکی هورمون دی.
ب: انسولین یو هورمون دی، چې د پانقراس په بېټا حجرو کې تولیدېږي.
۳. د معترضه جملو ساده کول: که په ګډلې(مختلطه) جمله کې اصلي فقره په لنډ فعل ختمه وه، بيا پکار ده، چې دويمه فقره د غبرګې جملې غوندې په اصلي جملې پسې وليکو، لکه په لاندې لومړۍ بېلګه کې “مرسته وکړي” او په دويمه کې “اخيستل شوې” فعلي عبارتونه لنډ دي، بايد په منځ کې بله فقره ور وانه چوو:
۶. الف: انتيګرال به له هغو څېړونکو سره، چې د عددي انتیګرالونو په برخه کې کار کوي، مرسته وکړي.
ب: انتيګرال به له هغو څېړونکو سره مرسته وکړي، چې په عددي انتیګرالونو کې کار کوي.
۷. الف: د اړیکې کلمه د عربی ژبې د ارتباط له کلمې، چې ریښه یې ((ر ب ط)) ده، اخیستل شوې.
ب: د اړیکې کلمه د عربی ژبې د ارتباط له کلمې اخيستل شوې، چې ریښه یې ((ر ب ط)) ده.
همداسې که معترضه جمله ډېره اوږده وه او د ټولې جملې د مفهوم په لېږد کې يې ستونزه پيدا کوله، بيا يې په غبرګه جمله يا مرکبه جمله اړوو او که ممکنه وه، يوه نيمه جمله پکې په عبارت اړوو، چې په يو بل پسې راتګ يې لوستونکي ته د مانا اخيستل اسانوي:
۸. الف: تاريخ د مهال، چې ادراک يې ذهني دی او د مکان د استعارو په مټ مفهومسازي کېږي، علم دی.
تاريخ د مهال علم دی. د مهال ادراک ذهني دی او د مکان د استعارو په مټ مفهومسازي کېږي.
۹. الف: افغانستان، چې په وچه کې ايسار هېواد دى او نړۍ ته خپلواکه سوداګري نشي کولاى، ګاونډيانو ته اړ دى او ګاونډيان يې تل له دې خوږې ګوتې نيسي.
ب: افغانستان په وچه کې ايسار هېواد دى، چې له همدې امله د سوداګرۍ لپاره ګاونډيانو ته اړ دى او ګاونډيان يې تل له دې خوږې ګوتې نيسي.
که د ساده جملو ليکلو مو زده وي، لوستونکي به مو له ليکنو خوند او مفهوم واخلي. اوږدې او پېچلې جملې لوستونکى پر ليکوال بدګومانه کوي.