چتى(يو ووړ مارغه) د باچا په لور مين شو. باچا ورته وويل، چې لور هله درکوم، چې داسې يو ښاخ راته راوړې، چې نه سىيده وي، نه کوږ. چتى تراوسه په خپلې ورکې پسې ورک دى. په هر ښاخ ټوپونه ووهي، چې که دا ښاخ هغه وي، چې باچا رانه غوښتى؛ خو و دې مه شه.
دا حکايت د خپلې زمانې له غوښتنو سره سم راته وايي، چې يا ستا خبره سمه ده يا زما؛ خو که متوجه شو، نه ستا خبره ټوله سمه ده، نه زما؛ نو په اصل کې د ټولنيز واقعيت ښاخ نه کوږ دى، نه سيده. بلکې سيده کوږ دى. ”سيده کوږ” پاراډوکس دى.
پاراډوکس په ماناپوهنه کې هغه ترکيب ته وايي، چې د مانا له پلوه له دوو متقابلو ژبنيو توکيو رغېدلى وي، چې يو بل نقض کوي؛ خو که ورته متوجه شو، يو واقعيت ښيي، مثلا د ”ملنګ باچا” ترکيب په ظاهره ځکه متناقض دى، چې باچا خزانه لري او ملنګ هېڅ؛ خو ښايي يو باچا خزانه و نه لري او سياسي واک ولري يا د انګلستان د ملکې غوندې يوازې د احترام وړ وي، بيا هم ملکه/ پاچا دى؛ نو د ”ملنګ پاچا” ترکيب راته وايي، چې په دوه قطبي کولو کې واقعيت نشته.
تاريخ ښودلې، چې د سم او ناسم، د ښه او بد او ښکلي او بدرنګ ترمنځ پولې دومره څرګندې نه دي، لکه موږ چې فکر کوو، بلکې د دواړو ترمنځ انعطاف دى. يو وخت ارستو ويلي وو، چې د انسان په ذهن کې چې د شيانو کومې ټولۍ جوړېږي، يو څيز يا د هغې غړى وي يا نه وي، مثلا د مېوې په مفهوم کې مڼه راولو؛ خو پياز نه راولو؛ خو وروستيو څېړنو وښوده، چې مفهومي ټولۍ نسبي دي او په دې نسبيت کې د يوې ټولنې فرهنګ، کارونه، عواطف، فردي روزنه او داسې نور لاس لري. موږ چې کاځره خامه خورو او سلاد ترې جوړوو يا يې وريجو کې اچوو، څرنګه يوازې د سبو په ټولۍ کې راولو، سره له دې چې دا د مېوې په تولۍ کې هم راځي.
د سموالي يا ناسموالي مفهوم د ونې د ښاخ په اړه سم دى؛ خو د ټولنيزو واقعيتونو په اړه هم همغسې کار ورکوي؟ موږ مطلقا ويلاى شو، چې د پښتنو د مېلمه پالنې فرهنګ سم دى، که ناسم؟ د دې ټولنيز واقعيت په اړه دقيقې خبرې هلته کولاى شو، چې د مېلمه پالنې ټولو اړخونو ته پاملرنه وکړو؛ نو بيا وايو، چې سم دى؛ خو …. يا ناسم دى؛ خو …. دا ”خو” هغه ژبنى توک دى، چې د ټولنيزو واقعيتونو په اړه راته نسبتا دقيقې خبرې کولاى شي، ځکه شننې ته مو هڅوي، چې د علمي تفکر مهمه برخه ده.
د واقعيتونو په لړ کې زموږ پر تفکر حاکم اړخ عواطف دي، له هر هغه څه سره چې موږ دلچسپي او عاطفي تړاو لرو، هغه راته يوازنى واقعيت ښکاري؛ خو په عمل کې دا ډول نه وي. موږ په خواله رسنيو کې، چې د يو قطبي کولو کار کوي، د خپلې خوښې په شيانو پسې ګرځو او دا مو لا په خپل فکر و ايډيالوژۍ باوري کوي. موږ په خپلو تاريخي شخصيتونو کې هم يو قطبيت لټوو.
سم او ناسم قضاوت په اصل کې ساينسي اساس لري؛ خو موږ دا دواړه د ټولنيزو مسايلو د تول لپاره هم کارولي دي. ښه او ناښه خو لا اخلاقي قضاوتونه دي او ښايسته او بدرنګ د انسان له عواطفو سره اړيکه لري؛ خو دا درې ډوله قضاوتونه د بشر په تاريخ کې دومره سره ګډ شوي، چې موږ له ښه سره د سم او ښکلي او له بد سره د ناسم او بدرنګ توپيرونه ورک کړي دي. هر هغه څه چې زموږ احساسات يې راته ښکلي ښيي، هغه راته سم او ښه ښکاري؛ خو مار که ښه نه دى؛ نو مطلب دا نه، چې ښکلى هم نه دى او سم هم نه دى، بلکې مار بشر ته ګټه هم لري.
ښه انسان هغه دى، چې د بل چا او د بل فکر په اړه تر جزمي قضاوت مخکې يو ځل پر خپل قضاوت فکر وکړي، ښايي، د ده معيارونه سم نه وي يا د ده لوښى ووړ وي او بيا د بل په اړه قضاوت وکړي. که له دې زاويې وګورو، زموږ قضاوتونه زياتره د تفکر پر ځاى له احساساتو خړوبېږي. که د استاد بل نه وي خوښ، بېسواده يې بولي؛ خو د سواد او بېسوادۍ ترمنځ بېلندوى پولې نشته. که يو سړى په يوه برخه کې مهارت و نه لري، په بله برخه کې به تکړه وي؛ نو څوک چې ستا په تخصصي حوزه کې کم معلومات لري، مطلب يې دا نه دى، چې بېسواده دى. که يو څوک ستا غوندې جامې نه اغوندي يا ستا غوندې بوټونه نه په پښو کوي، بې فرهنګه نه دى. دا د بې فرهنګۍ مفاهيم د ماډرنيزم زېږنده دي.
همداسې که يو څوک ستا غوندې فکر نه کوي، نو ناسم نه دى، بلکې څرنګه چې د هغه رنګ و څېره جلا دي، داسې خداى هغه ته د فکر کولو جلا ذهن ورکړى.