د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست خبر ورکړی چې پروسږ کال د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د اوبو رسونې ۱۱ شبکې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې او د څلورو نورو شبکو چارې روانې دي.
د دې ادارې یو مسوول، حمید خان مومند رسنیو ته ویلي چې هلته د دغو ۱۱ شبکو په جوړېدو سره له ۷ زرو ډېرو کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې پروسږ کال هلته د ۱۵ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې وې چې په هغو کې د ۱۱ شبکو کارونه بشپړ شوي او پاتې څلور نورې به هم په نږدې راتلونکې کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د مسوولینو په وینا چې د اوبو رسونې د دغو ۱۵ شبکو چارې د «ډاکار» موسسې لخوا د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، او د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست هڅه کوي سږ کال هم د یاد ولایت په لرې پرتو سیمو کې د اوبو رسونې ورته شبکې جوړې شي.
بلخوا د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دغو پروژو پر بشپړېدو خوښي ښودلې، خو له سرپرست حکومته یې غوښتي چې هلته دا ډول نورې شبکې هم جوړې او ګټېاخیستنې ته وسپاري.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د نړیوالو مرستندویه ادارو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو رسونې لسګونه شبکې جوړې شوې وې.