ژباړه: حامد بهیر
اکثریت پښتانه د خپلو مخالفینو د بدو خبرو په وړاندې بې پروا دي، حتې که دوی ته یې زیان هم رسولی وي. هغه متل دی چې وایي « د سپي په خوله اوبه نه مردادرېږي» یا « سپی غاپي خو کاروان تېرېږي » موضوع سطحي نیسي. دا ډول بې پروایۍ ته « تشریفاتي بې پروایي » ویلی شو.
په هېواد باندې د امريکا او شرکیانو له یرغل راپه دې خو تر اوسه پورې، د نظاري قوم محوره شورا لنډغرانو تر دې حده د پښتنو دتاریخ او فرهنګ سره را اخیستې ده چې ملي ارزښتونه لکه: ملي بیرغ ، د ازادۍ د ورځې نمانځل او د پښتنو ملي شخصیتونه لکه: احمد شاه بابا، میرویس نیکه او حتې ددې قدرمنو مورګانې یانې نازو انا او زرغونه انا، وزیر اکبر خان، شاه امان الله خان او همداسې د پښتنو نور نوموتي مشرانو ته توهین کوي. پوهان حبیبي صاحب ته یو فاشیست او درغجن تاریخ لیکونکی وایي. هغوي د پښتنو قوم او په دې هیواد باندې یې د حاکمیت سره دښمني پیدا کوي، په داسې اندازه چې په تاریخ کې یې ساری نه لېدل کېږي.
په هر مقاله وینا او مصاحبه کې د تاجک قوم له لوري په اصلي یا مستعارو نومونو باندې نشرشوې دي، امکان نه لری چې په هغې کې د طالبانو، د فرهنګ د ښمنان، قوم پالونکي، قبیله سالاران، فاشیستان، لویي غوښتونکي، وطن خرڅونکي، خاینان، د انګلیس غلامان، د نورو مزدوران، د خلکو د شتمنیو غله، غاصب حاکمان، جاهل بابا ګان او ناپوهې انا ګانې نه وي لیدل شوي. د ې ټولو کلمو له کارولو موخه یوه ده، پښتون قوم ته سپکاوی.
د پښتنو په منځ کې تکړه لیکوالان د پوهاند، استاد، دکتور، ژورنالیست، کیسه لیکونکي او کره کتونکي شته چې د امریکا په شل کلن شتون کې یې د پښتنو په وړاندې د تاجکو فاشیستانو له خوا دپښتون قوم، ژبې، تاریخ او ویاړنو ته هر ډول سپکاوی لیدلی دی خو هېڅ ډول عکس العمل یې نه دی ښودلی او نه یې ښیي.
هغه وخت چې پښتنو لیکولان تصور کوي چې خپلو د فرهنګ او تاریخ د ښمنانو ته د یوه معقول ځواب په نه ورکولو باندې یې د نظاري قوم محوره شورا او سمتي رهبران یې له ځان نه راضي کړي، باید پوه شي چې هېڅکله هم د نظاري قوم رهبره شورا غړي ورته په ښه سترګه نه ګوري او هر وخت چې موقع مساعده شي نو، هغوی به هم د حامد کرزي او اشرف غني غوندې د تحمتونو ښکار کړي. هغه لیکوال چې د خپل تاریخ او فرهنکي ارزښتونو ته متعهد نه وي، زما په نظر له یو سیایي سوداګر نه چې د خپل نوم او ملي هویت په سر سوداګري کوي کم نه دی.
د حامد کرزي او اشرف غني د حکومت په دوره کې وو، چې حمید خراساني ملي بیرغ ترپښو لاندې کړ او وروسته یې ورته اور ورکړو او د تاجکو ترمنځ د « من افغان نیستم » شعار رواج شو. حاکم دولت یې په وړاندې هېڅ ډول غبرکون ونه ښود. په ټولنیزو رسنیو کې هم هېڅ ډول وینا او مقاله داسې نه وه چې په هغه کې د دپښتون قوم ته سپکاوی او توهین نه وي شوی او همداسې د پښتنو ملي ارزښتونه او ملي شخصیتونو توهین په کې نه وي شوی. خو د پښتنو مشهوره لیکولان په داخل او خارج کې د خیر په غونډۍ ناست وو او هېڅ یوه ددې خبرو ځواب ور نه کړ. نه پوهېږم دوی ددې پښتون قوم په اړه چې په دې وروستیو شلو کلنو کې په خپل وطن کې پاتې شوي دي او له درس او تعلیم نه لرې پاتې شوي دي، له وطن نه مهاجر شوي دي او د خپل هیواد له فرهنکي ارزښتونو او ملي ویاړونو نه بې خبره پاتې شوي، د مسولیت احساس به وکړي کنه؟
زما په اند هغه سیاست چې د افغان او افغانستان له ملي ارزښتونو نه دفاع ونه شي کولای او پریږدي چې د دښمن د ډول ډول کړنو او توهین مورد وګرځي او خپلو اولادونو ته کوم سند او بېلګه ونه ګرځي، د هویت پېژندنې لپاره. مردود سیایت دی او زه یې ناسم بولم.
دا سیاست « تشریفاتي بې پروایي » د راتلونکي نسل او افغان اولادونو لپاره یوازې دا چې ګټور نه دی، بلکې خطرناک هم دی، نو باید څنګ ته یې واچوو ځکه چې ناسم عیب دی.
ظاهراً نجیب مایل لومړنی کس دی چې د ( تاریخ و زبان در افغانستان ) کتاب یې لیکلی او د افغانستان نوم یې په خراسان اړولی او وروسته یې پلویانو په ډله ییزو رسنیو کې انعکاس کړی، وروسته نجیب مایل، ښاغلي عبدالحمید محتاط د ولس مشر نجیب الله معاون، د ( تاریخ تحلیلی افغانستان ) په کتاب کې پښتنو ته توهین کړی او هغو ته یې د وحشي خلکو، د د فرهنګ دښمنانو او د یهودو د کورنۍ د پاتې شونو صفتونه ورکړي وو او ددې دعوه یې په کې کړې وه چې تاجک ددې وطن اصلي خلک دي او فرهنګي مېراثونه هم په هغوی پورې اړه لري او د پښتنو د عالي فرهنګ د جوړېدا غوښتونکی دی. ددې کتاب د چاپ ۲۰ کاله وشول خو تر اوسه د پښتنوهېڅ لیکوال او تاریخ پوه په دې باندې کومه علمي نېوکه نه ده کړې، یوازې ما او استاد بشیر مومن په دې کتاب یو نقد لیکلی او بس.
تمه دا وه چې تر څو ډاکتر حسن کاکړ یا زلمی هېواد مل او یاهم استاد محمد اسماعیل یون چې په داسې مسایلو کې له بل هر چا نه ډېر حساس دي، ښاغلی محتاط یې نقد کړی وای، خو دې ټولو دا خبره سطحي ونېوه او نقد یې ونه کړ. داسې نظر ته رسي چې د علامه حبیبي او علامه رشاد له مړېنې سره سم پښتانه یتیم او بې ولي شوي او داسې څوک نه شته چې له تاریخي هویت نه یې د فاع وکړي.
لطیف پدران ، یو وخت له طلوع تلوېزون سره په مرکه کې دپښنتو په وړاندې له توهین ډکې خبرې وکړې، چې له لېدلو نه یې د پښتنو سواد داره خلک غوسه او خپه شول. د پښتنو ډیر د قلم له خاوندانو نه دا مرکه واورېده او هغه یې وروسته وغورځوله او هېڅ ځواب یې ور نه کړ. ددې تعصب پورته کوونکو او تخریب کوونکو خبرو په وړاندې چوپتیا د ځوانانو دبې لارې کولو او ملي تفرقې لامل کېږي. نو ددې کارونو مخه باید ونیول شي، تو څو هغه ځوانان چې له تاریخ نه بې خبره دي بې لارې نه شي.
لطیف پدران چې د افغانستان له نوم او د پښتنو او د پښتون له نوم سره دښمني لري ځان ته ددې حق ورکوي چې پښتنو ته د خاینانو خطاب وکړي اودا ووایي چې د ارضي او مرضي قرارداد په شلو کې چې پښتنو شاهانو له انګلیس او روسانو سره لاسلیک کړه او دافغانستان خاوره یې د نورو په واک کې ورکړه د هېڅ یوه غیر پښتون امضا نه ده. د پدرام د خبرې موخه داده چې پښتانه وطن پلورونکي دي او دوی د پښتنو په پرتله دې خاورې ته رښتیني دي؟ دا یو تاریخ جوړونکي قوم ته یوه لویه بې عزتي ده.
البته ما ددې سړي خبرې ته په نورو مقالو ځواب ورکړ او ویلي مې دي چې پدرام، د غه معلوم الحال جاسوس، حتې د وطن د ازادۍ لپار لاسلیک هم وطن پلورنه بولي او امان الله خان ته هم وطن پلورنکی وایي. پدرام باید پوه شي چې له اول نه د ۱۸ مې پېړۍ په اوږدو کې او په ۲۰ مه پېړۍ کې هېڅ تاجک، هزاره او یا اوزبک په افغانستان کې نه دی پاچا شوی چې ځواکمن ګاونډي یې داسې لاسلیک ته مجبور کړي او پرې ویې کړي. په هغې کلونو کې پښتنو ددې خاورې پادشاهي او زمام کاوه او د ځواکمنو ګاونډیانو سره لاس او ګرېوان وو.
پدرامیان باید پوه شي چې ددې خاورې دیوې برخې ورکول روس او انګلیس ته دا وو چې اففانستان د نظامي او سیاسي پلوه تر روس او انګلیس کمزری وو، روس او انګلیس دا کمزوري ډېره ښه درک کړې وه. افغان مشران د زیات غصب د مخ نیولو په خاطر مجبوره وو چې د افغانستان د خاورې یو قیمتي ټوټه د دښمن له اشغال نه وژغوري او هغه د تلپاتې ورکوالي نه وساتي.
د شلمې پېړۍ په ۹۰ یمه لسیزه کې چې برهان الدین رباني او مسعود د پاکستان په مرستې په موقتي ډول په افغانستان باندې حاکم شول لومړی کار یې د افغانستان د اردو او نظامي تجهیزاتو انتقال وو پاکستان ته.
دوهم دا چې د پښتنو د شاهانو په منځ کې د امان الله خان په ډول خلک هم وو، چې د افغانستان سیاسي ازادي یې له انګلستان څخه واخیسته، هغه پاچا چې د هېواد نه یې د غلامۍ رسم ورک کړ، هغه پاچا چې په هېواد کې یې د مکتبونو دروازې د ټولو په مخ خلاصې کړې، هغه پاچا چې افغانستان یې د مډرنېزم په لوري روان کړ، د ملت جوړونې په برخه کې یې هڅې وکړې، د ښځو نهضت یې اعلان کړ او د هغوی د پرمختګ زمینه یې مساعده کړه. پدرام حق نه لري چې هغه امان الله خان چې دده د میلیونمې برخې په اندازه یې خیانت نه دی کړی، خاین ورته ووایي.
زه دا نه وایم چې ټول پښتانه د افغانستان لپاره رښتیني خلک وو، خو ایا ښاغلی پدرام کولای شي چې د خپلې ډلې نه موږ ته یوه څېره راوپېژني، چې د پښتنو له بدترین شخصیت نه غوره وي؟ نه، ځکه د دوی په ډله کې کوم داسې شخص نه شته.
په خاوره مین لیکوالان
باید د پښتونو د توهین کوونکو، د ملي هویت دښمنانو، د ملي بیرغ او ملي ورځې د دښمنانو په مقابل کې، جامع، مستدلې او مستندې مقالې ولیکل شي او د لیکلو لپاره یې ډېر وخت او ډېر دقت ته اړتیا ده، د علمي استدلال او منطق په وسله د لیکلو شواهدو سره او د طن پرستۍ او د جنګ نه د کرکې سره هغوی ته وویل شي او پوه کړل شي چې؛ په پنځو وروستیو پېړیو کې پښتنو د ددې هیواد د مبارزې په برخه کې ډېر ارزښت لرونکی نقش لوبولی. د هېواد په شرق کې همدا پښتانه وو چې د مغلو حکومت یې ګډوډ کړ او د شېر شاه سوري او په هند کې د افغان سوریانو د سلطنت بنسټ یې په هند کې کېښود ( ۱۵۳۹-۱۵۵۵م ). نو د پښتنو مبارزو د هند مغلو په وړاندې تر دریو نسلونو یانې تر ۹۰ کاله پورې ادامه درلوده، چې هلته يې ټول پاڅونونه او قیامونه غلي کړل.
د هېواد په غرب کې، بیا هم پښتانه وو، چې له صفویانو نه یې خپله خپلواکي اعلان کړه ( ۱۷۰۹م) او وروسته شاه محمود هوتکي د ایران صفوي دولت د ۲۲۲ کلونو ظلم او مذهبي خوشونت وروسته د ایران او د افغانستان په ځینو برخو له ظلم وروسته د تاریخ کثافان دانۍ ته واچوو (۱۷۲۲م).
د افغانستان د معاصر دولت جوړېدنه
په (۱۷۴۷م) کال، د احمدشاه ابدالي په امپراتورۍ کې هم همداسې د هرات د زړورو پښتنو سرښندنې وې، چې د نادر افشار په مرګ سره یې چې یو نوی ملي او ازاد دولت یې جوړ کړ، دکندهار پښتانه وو. له دې سره سره چې د دښمن په سترګو کې اغزي دي او هغه هر وخت دوی ته په مورچه کې ناست وی، ژوندي دي او له دې وروسته له دې به هم ژوندي وي.
د هغو په ستاینه چې د پردیو د یرغل او تیري په مهال، پښتانه د تجاوز ګرانو د ضربو اصلي هدف او هم د مقاومت د ثقل مرکز وو او بې شميره قربانۍ یې ورکړې، په شجاعت او د ځان نه په تېرېدو یې دښمنان له دې خاورې نه وشړل، خو هېڅکله یې ځان د نورو نه لوړ نه دی حساب کړی او خپلې لاسته راوړنې یې له نورو سره شریکې کړې دي. که څه هم شاه به پښتون وو، خو صدراعضم یا د مقام وکیل او یا هم د دربار منشي به یې تاجک یا قزلباش وو او که به ریس جمهور پښتون و، نو معاونان به یې تاجک یا هزاره وو او که به والي پښتون وو، نو د مستوفیت مقام به هتمن تاجک یا نور قومونه وو.
د لوړو زده کړو د بوورسونو په ویش کې به د تاجکو او فارسي وانو برخه له پښتنو نه ډېره وه او پښتنو هېڅ ډول نېوکه ونه کړه چې هغوی اکثریت دي. باید ددې بورسونو اکثریت پښتانه وای، دا کار له یوه اړخه د پښتنو د یوه یې غوري ده دنورو پښتنو په مقابل کې له بله اړخه د خپلو اولادنو په وړاندې یې یو غفلت دی. خلاصه دا چې دا هېواد په خوښۍ او بدۍ کې پښتانو او تاجکو یو ډول ونډه درلوده او لري یې او نه باید دا ټولې بدۍ او وروسته پاتې والی د يوه په غاړه ور واچوي.
د لیکوالانو په ارشیف کې ( پورتال افغان جرمن انلاین ) کې ۹۳۳ مقاله رساله او کتاب زما په نامه ثبت دی. یوه څلورمه مقاله مې د افغانستاد د ملي هویت، یوالي او د ننه او بهر د ښمنانو لاسوهنې په هیواد کې، لیکل شوې ده، د افراطیونو او پښتنو د توهین په اړه مې په کې خبرې کړې دي. په وار وار مې د خراسان هوا لرونکو ته چې د افغانستا د نوم د بدلولو غوښتونکي دي، لیکلي مې دي چې یو ژوندی اوتاثیر لرونکی قوم په ځانګړي ډول پښتانه ددې هېواد په سرنوشت کې فعاله ونډه درلوده او د دوی له خوښې نه پرته هېڅوک نه د افغانستان نوم خراسان ته بدلولای شي، یا زموږ ملي هویت د افغان د مقدسې کلمې په ځای «افغانستاني» او «خراساني» کولای شي.
پښتانه چې تر څو پورې ژوندي وي ( هماغه ډول چې دری ځله یې انګلیس ته ماتې ورکړه او په همدې ډول باندې شورویان او امریکایان یې له دې خاورې نه وشړل) د افغان د نوم او د خپل ملي هویت لپاره یې قربانۍ ورکړې، بیا به هم هېڅ قدرت او دولت ته د داسې کار اجازه ورنه کړي، تر څو چې د اقوم ددې وطن له جغرافیې نه ورک نه شي، چې دا هم یو خیال، محال او جنون دی.