د کابل ښاروالي وایي چې په ۱۲ ناحیه کې د ۲۰۰۹ مترو په اوږدوالي د یو سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
دې ادارې په ایکس پاڼه لیکلي چې دا سړک د ښار اړوند له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان پورې غځېدلی چې ۲۰۰۹ متره اوږدوالی، ۲۴، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري.
د کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې د دې سړک د جوړولو چارې د هوا د سړښت له امله ځنډېدلې وې، او اوس بیا پیل شوې دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د سړک جوړولو د دې پروژې چارې ۳۷ سلنه پرمخ تللې او په راتلونکو ۴ میاشتو کې به بشپړه شي.
کابل ښاروالۍ تر دې مخکې هم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو د جوړېدو او رغېدو راپورونه ورکړي وو.