ژباړه: اقبال مسعود
خدای تعالی ﷻ پر ځمکه د انساني نظام د برقرارولو لپاره په بېلابېلو وختونو کې استازي راليږلي چې د لومړني خلافت د مسوليت واګي یې ادم علیه السلام ته ورکړه؛ خو د تاريخ په اوږدو کې انسان له دې اصله چې اشرف المخلوق او اختیاري موجود پیدا شوی، ناکاره ګټه پورته کړې او لا هم په مختلفو طریقو د لوی رب له اوامرو د انحراف او افراط لور ته مخه کوي چې غوره بېلګه یې همدا د اوسیرس افسانه ده.
په لرغوني مصر کې د بودايي عباداتو فلسفه ډېره ژوره او اوږده مخينه لري، هغه له دې امله چې پخوانیو مصري وګړو خپل نیکونه او پلرونه د بېساري درنښت له امله راتلونکو نسلونو ته داسې ور وپېژندل چې تر اوږدې زمانې یې ورته په عبادت کولو مجبور کړل.
په دې لړ کې د اوسیرس افسانه ده چې د لرغوني مصر د عباداتو فلسفه څرګندوي.
اوسیرس په لرغوني مصري بودايي مذهب کې د زرغونتیا، کرنې، د بیا ژوندي کېدو، مړو، قیامت، ژوند، او نباتاتو خدای بلل کېده.د اوسیرس مجسمه په داسې شکل جوړه شوې وه چې د مخ – لاسونو رنګ یې شین او یو ځانګړی تاج یې ور په سر کړی و چې په سیمبولیک ډول یې د مصر زراعت ته ایشاره وه. دا ځکه چې د نیل سیند شاوخوا سیمې په زراعتي توګه ښې حاصلخیزې وې؛ نو د مصریانو په عقیده داسې ګڼل کېده چې دا زرغونتیا د اوسیرس د خدایۍ له برکته دي.
اوسیرس د خپل ورور سيټ لخوا ووژل شو او هره ټوټه یې د مصر بېلابېلو سیمو ته یووړل شوه؛ د اوسیرس ښځې اسیس او خور یې نیفتیس بېلابېلې سیمې وپلټلې، تر څو د هغه پرې شوې ټوټې ومومي چې باالاخره د هغه د وجود ټولې برخې یې راټولې کړې.
هغې بیا د هغه بدن بېرته ترمیم کړ او د ژوند کولو توان يې ورکړ.
د مصریانو لخوا اوسیرس ته تر هغه مهاله چې په رومي امپراطورۍ کې عیسویت ظهور وکړي، په پراخه کچه عبادت وشو.
د اوسیرس تر څنګ ګیب د ځمکې خدای او د اسمانونو خدای نټ هم د مصري لرغوني تمدن هغه خدایان ول چې مصریان د بودايي مذهب په لړ کې په لوی احترام ورته قایل و
اوسیرس د ځمکې خدای(ګیب) زوی ، د ځمکې لاندې د ژوند مالکیت او قاضیتوب دنده هم پر مخ وړله چې له دې وجې هم مصري وګړو ورته ژور عقیدت درلود.
اوسیرس له مرګ وروسته د دویم ژوند له پیل سره د طبیعي ذخایرو د ودې او پراختیا لپاره ستر بدلېدونکی عامل وګڼل شو، په خاص ډول د زراعتي محصولاتو او همدا ډول د نیل سیند د اوبو زیاتونې په برخه کې یې مهمه ونډه درلوده
هغه د نوی ځوان خدای په توګه د لرغوني مصري وګړو په عقیده د تل لپاره د خلکو د ژوند خوښ ساتنې اصلي لامل وګڼل شو.
د اوسیرس د عبادت لومړی ثبوت د مصري وګړو پنځمې کورنۍ(25 ق.م پیړۍ) څخه راپیليږي.
د اوسیرس اړوند ډيری مالومات د لرغوني مصري تمدن پنځمې کورنۍ له میخي خط،شبکا ډبرې او د پخواني يوناني تمدن اړوند د پلوټارک او ډيوډوروس سیکلوس له لیکنو څخه لاس ته راغلي
ځېنې مصریان په دې عقیده دي چې د اوسیرس افسانه ممکن د یو ريښتوني واکمن کیسه وي چې په لرغوني مصري تمدن کې یې ژوند کاوه او دوی دا کیسه هغه کس ته منسوبوي چې په ۳۱۰۰-۵۵۰۰ ق م کې یې د نیل دیلتا سیمه کې اوسېده. دا چې هغه په خپله واکمنۍ کې غوره کارونه ترسره کول، نو له دې امله د خدای په توګه وپېژندل شو.
سرچينه: Wikipidia(Encyclopidia)