ژباړه: ګلثوم محمدي
رومي بانجانSolanum lycopersicum)) يو مغذي او خوندور غذايي مواد دی، چې په ټوله نړۍ کې کارول کېږي. رومي بانجان کې د گڼو مغذي موادو، ويټامينونو، انتي اکسیدان او معدني موادو درلودونکي ده، چې د بدن لپاره خورا گټور دي.
رومي بانجان په خپل ترکيب کې ۹۵ سلنه اوبه لري او ۵ سلنه يې کربوهيدارت او فايبر تشکيلوي.
رومي بانجان له ډېرې پخوا څخه په سنتي طب کې ځانگړی ځای لري، چې په هر سل گرامه رومي بانجان کې لږ تر لږه:
۹۵ سلنه اوبه، ۱۸ گرامه کالوري، ۰،۹ گرامه پروټين، ۳،۹ گرامه کربوهيدارت، ۲،۶ گرامه شکر، ۱،۲ گرامه فايبر او ۰،۲ گرامه غوړ لري. سربېره پر دې، رومي بانجان د ويټامين C، پوټاشیم، فولاټ او ويټامين K بډايه سرچينه ده.
څېړنې ښيي چې په وينه کې د ليکوپن او بتاکاروتن ټيټه کچه د زړه حملې او د مغزي سکتې خطر زياتوي. په رومي بانجان کې د ليکوپن او بتاکاروتن شتون د زړه د ناروغيو او د مغزي سکتې خطر کموي. په رومي بانجان کې شته ليکوپن د کلسترول LDL په کمول کې هم مرسته کوي.
رومي بانجان د انتي اکسيدان لکه ليکوپن او ويټامين C په لرلو سره د سرطانې ناروغيو مخنيوی کوي، په ځانگړي ډول د پروستات او د سینی سرطان.
د امېندوارۍ پر مهال سالمي غذايي رژیم درلودل، د جنين د ودې (تکامل) لامل کېږي. مېندو بايد په دې ستونزمن پړوا کې سالم غذايي رژیم ولري. رومي بانجان د اوسپنې، کلسيم، مگنيزيم، پوټاشیم، سوديم او ويټامينونو لکه ويټامين B12، B6، او ويټامين A په لرلو سره د مور او ماشوم د روغتيا لامل کېږي.
رومي بانجان د لږو کالوري او لوړ فايبر په لرلو سره د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي. د رومي بانجان ترکيب د کاهو، گازره او بادرنگ سره د هغو کسانو لپاره چې غواړي خپل وزن کم کړي مناسب سالاد دي.
په ټوله کې ويلای شو، چې رومي بانجان د انتي اکسيدان او معدني موادو په لرلو سره بدن لپاره خورا گټور تمامېدای شي. د زړه روغتيا، د التهاب ضد، د وزن کمول، د پوستکي روغتيا د رومي بانجان له مهمو ځانگړتياوو څخه شمېرل کېږي.