د يوه مارغه کيسه مې لوستې وه، چې ډېر وخت يې په پنجره کې تېر کړى و، يوه ورځ پرې څښتن مهربانه شوى و، د پنجرې ور يې ورپرانيستى و، مارغه الوتى و؛ خو دې ازادۍ له مارغه د زړه ارام اخيستى و، له ازاد طبيعته يې خوند نشو اخيستلاى، لکه څه چې ترې ورک وي، لکه ژوند چې ورته بې مانا شوى وي.
مارغه په پنجره کې عمرونه تېر کړي وو، له بند چاپېريال سره عادت شوى و او په اصطلاح اروا يې پکې بندۍ وئ؛ نو ازادي ورته زړه خوړينوونکې وه.
ليکوال د همدې مارغه مثال لري، په ليکلو عادت، بلکې معتاد. په ليکلو کې يې هوساينه وي. که دا نشه ور ونه رسي، په اروايي مړايتوب اخته شي، هر څومره امکانات ورته زړه خوړينوونکي وي او ژوند ورته بې مانا غوندې شي.
دا حالت چې ليکل د ليکوال په شديده اروايي اړتيا واوړي؛ خو ليکلو ته څه و نه لري، قبض ته ورته دى، البته د تصوف قبض ته. په دې حالت کې ليکوال ته نه طبيعت خوند ورکوي، نه ټولنيز ژوند او نه تفريح، ماښام ورته د تورې بلا غوندې شي او سهار ورته خپګان ته پرانيستى ور.
خو چې څه وليکي او زړه يې پرې اوبه وڅښي؛ نو ارام شي، څېره يې رڼه شي، د شپې ورته ستوري سترګکونه ووهي او سهار ورته د خواږه ملګري غوندې په تمه وي. دې ته د بسط حالت وايي.
که د خپلو کارونو لپاره پلان و نه لرو، د قبض له حالت سره مخېږو. د يوه او بل ليک ترمنځ اوږدې دمې مو که د پلان برخه نه وي؛ ارامۍ ته نه پرېږدي.
کله له ليکوال سره پلان او موضوع دواړه وي؛ خو يوې دروني اندېښنې يې له ذهنه تمرکز تروړلى وي، کار ته يې زړه نه ورځي، يوه جمله وليکي، بېرته يې ورانه کړي؛ خو کله چې د ليکلو شديد خواهش ورپيدا شي، بيا يې هېڅ اندېښنه مخه نشي نيولاى.
ليکوالي په اصل کې د ځواک سرچينه ده. څرنګه چې سياسي رهبر پر خپلو پلويانو اغېز لري، داسي ليکوال هم له ځواکه برخمن وي او حاکم پوړ ورته متوجه وي، چې دا خپل ځواک څه ډول او په مخالفت که موافقت کې کاروي. د حاکم پوړ دا پاملرنه د ليکوال زړه خوري، ځکه په ازاد ډول خپل ځواک نشي اعمالولاى.حاکم پوړ د ليکوال ځواک ته په خپله ګټه لورى ورکوي؛ خو ليکوال د بې اغېزې کېدو له وېرې سر غړوي.
دا ذهني کړکېچ(کشمکش) چې څه وليکم، څنګه يې وليکم، چې په اصطلاح ځواک مې کم نشي، ليکوال د قبض له حالت سره مخ کوي او کله د بديل په توګه خالص علمي او ناسياسي کار ته مخه کړي؛ خو د علم و سياست اړيکه دومره ژوره ده، چې خالص علمي کار هم ناسياسي نه وي. په دې به بله ورځ خبرې وکړو؛ خو ليکوالي يو ازادمنشه کار دى، له بندېزونو سره يې نالګي ده او چې بندېزونه پرې ولګي، اغېز يې ختم شي او ليکوال يې له مسلکي پلوه ومري.
د ليکوال ذهن د چينې غوندې دى، هله وچېږي، چې يا ورته ليکوالي بې اهميته شي يا د ژوند په نورو چارو بوخت شي؛ خو تر څو چې مطالعه کوي، په علمي چاپېريال کې اوسي او پلان، خبرې او انرژي لري، ليکوال دى. کله پکې څو کلن ځنډ راشي؛ خو ښايي بل ځل ليکوال له نويو خبرو سره راپاڅي.
ليکوالي يوازې ليکل نه دي، بلکې نوي او خوندور ليکل دي. که يو څوک هره ورځ سله مخه توروي؛ خو نوښت او افاديت نه لري، ليکوالي ورته نشو ويلاى، مازې د ليکوال د ځان د ژوندي ساتلو ناکامه هڅه ده. کله دا بې مانا ليکل د ليکوال زړه ووهي او د قبض حالت يې لا شديد کړي، چې له دې حالت يې يوازې ښه ليکل راايستلاى شي؛ خو د ښو ليکلو ټولمنلى تعريف به څنګه کوو؟ د خواله رسنيو په اوسنۍ نړۍ کې ځينې خلک په دوه پاراګرافه سطحي ليکلو هم تسکينېږي؛ نو د ښو او ناښو ليکلو تعريف لا سخت شوى؛ خو ناشونى شوى نه دى.
د ښو ليکلو د جاج دوه سرچينې دي، يو لوستونکى او بل پخپله ليکل. پخوانو دويم ته اهميت ورکاوه، هر هغه کلام به چې په علمي او ادبي معيارونو برابر و، ښه يې باله. اوس خواله رسنيو د قضاوت منبع بدله کړه او د جمهوري اصولو په رڼا کې يې دا واک مخاطب ته ورکړ. هر هغه څه چې ډېر خلک يې خوښ کړي، هغه ښه او معياري دي؛ نو دې کار د پاپولسيت سياستوال غوندې پاپولسيت ليکوال راپيدا کړل. د ډېرو لايکونو او کمنټونو په هوس کې اوس زياتره ليکوال هغه څه ليکي، چې خلک ترې هيله لري. په يوه ډول يې د ليکوال د رهبرۍ دريځ د لوستونکو توقع ته راټيټ شو. مخکې به له ليکوال نه د خلکو هيله دا وه، چې د خلکو عمل ته لورى ورکړي او د دوى انرژي د وطن په ګټه وکاروي؛ خو اوس دا ده، چې د دوى له فکر سره سم ليکل وکړي.
دا به انصاف نه وي، چې ليکوال د خپلو لوستونکو مسلکي او عامې اړتيا ته و نه ګوري؛ خو دا بيا سمه نه ده، چې ليکوال د لوستونکي ذهني ظرفيت او ايډيالوژيکي غوښتنو ته په علمي معيار لومړيتوب ورکړي. دا د پاپولسيت ليکوال خوى دى او پاپولسيت ليکوال په لوستونکي کې ذهني وسعت نه راولي، بلکې علمي سوچ يې وژني او لا يې ډوګما کوي.
ليکوال دوه ډوله ليکل کوي، يو خاص او بل عام. په افغانستان کې د دويم ډول ليکوالو بازار تود دى، ځکه دوى د ټولو مسلکونو او د هر ډول علمي کچ خلک لولي. د دې ليکوالو د اغېز ساحه پراخه وي او ليکنې يې ارزښتي بار لري؛ خو د خاصو ليکوالو ساحه چې يوازې د همسلکو لپاره وي، د اغېز ساحه تنګه او ليکنې يې څه نا څه خالصه علمي جنبه لري. په پښتو کې په اسانه دا دوه ټولۍ ليکوال سره بېلولاى شو.
که په ټولنه تخصصي رنګ غالب وي، خاصه ليکوالي موثره وي. د مسلکي ليکوالۍ ګټه دا ده، چې ټولنه تخصصي کوي؛ خو که د ټولنې د شعوره سطحه ټيټه وي، بيا ورته عامه ليکوال ډېره ګټه رسوي، مثلا يو نيمسواده لوستونکى به د استاد زيار له سختو ژبنيو بحثونو دومره زده کړه و نه کړي لکه له عامو ليکنو يې چې کوي.
دا ليکنه هم کږې کرښې ته ورته شوه، له کومه پيل شوه او په کوم ځاى پايته ته ورسېده، ما ته په عامو ليکنو کې سيال ذهني بهير تر هغو چوکاټي ليکلو خوند راکوي، چې سريزه، منځ او پايله لري. هغه ستاسو خوښه چې پلمه يې بولۍ او که هر څه؛ خو زړه مې وايي، چې کاش زړه مې په ليکنه کې ايښودى شواى او چې څه مې ذهن ته راتلاى، هغه مې ليکلى شواى، کله د استاد شپون غوندې طنز، کله جديت او د استاد او ليکوال درانه القاب مې مخې ته د دېوالونو غوندې نه درېداى، اى کاش.























































