ژباړه: حامد بهیر
ادبیات هغه رشته ده چې انسانان معمولاً له هغې سره علاقه لري. کله دا علاقه طبعي وي، کله حسي او کله هم د خپلې موخې په اساس خلک ورته مخه کوي. بارګاس یوسا د ۲۰۱۰ کال د ادبیاتو د نوبل د جایزې ګټونکی د ادبیاتو په هکله وایي، چې ادبیات انسانان مست او تر اغېز لاندې راولي او د خپل ځان خواته یې کاږي. یوسا د «ولې ادبیات» په کتاب کې لیکي چې ادبیات د ژوند نظم او یوه داسې رشته ده چې د ډېر خلک یې خوښوي. د هغه په باور، اهل ادبیات تفریح خوښونکي وي، مینه او ادبیات د انسان د ژوند د اړینو فعالیتونو یوه برخه ده؛ په همدې اساس نه شو کولای چې له ادبیاتو نه پرته یو سالم او په زړه پورې ژوند ولرو.
یوسا په خپل کتاب کې وایي، چې ادبیات یوه بشري اړتیا ده او د ژوند یو ضرورت دی، د هغې قدرت او اهمیت یې بیان کړي.
سارتر ټینګار کوی چې ادبیات د خپلې موخې د تر لاسه کولو له پاره اړین دي او د هغې زده کړه موخې ته د رسېدلو له پاره زموږ هڅه او شوق ډېروي.
لیکوالان، ادبیات د اړیکو او سمې تربیې د جوړولو له پاره یوه وسیله بولي. یوسا ادبیاتو ته له ځان نه تېرېدل، ستر ځواک او د انسان اوسېدلو له پاره یوه لاره وايي. نوموړی په دې اند دی چې ادبیات د ژوند اصل دی او پرته له کلمو(ادبیاتو) څخه ژوند کول ګران دي. یا هم ادبیات د یوې ټولنې یو مهم او ضروري عنصر دی او د یوې سالمې ټولنې، سالم تعامل او سالم ژوند جوړول له ادبیاتو نه پرته ګران دي.
ځکه ادبیات نه د وخت تېرول دي او نه هم بې ګټې سینګار؛ ادبیات یوه رېښه ده، اصل دی او د يوه ښه تعامل د منځ ته راوړلو له پاره مهم دي. ادبیات د ټولنې د ودې کلۍ ده.
یوسا وایې چې د ادبیاتو زده کړه د دې لامل کېږي، چې پوه شو څوک یوو، څه یو او څه مسولیت لرو، یا زموږ رشته کومه یوه ده، په کوم تاریخ پورې تړلي يو او له کومه پیل شوي یو. «له ادبیاتو نه ښه، هېڅ څه موږ ته دا نه شي ویلای، چې قومي او فرهنګي توپيرونه د انسان د میراث د غنا نښه ده او دا توپیرونه چې د انسان د قدرت د پیدایښت څو خواوې روښانه کوي، لوی وشمارو. د ادبیاتو مطالعه بې له شکه چې خوندوره ده؛ خو په ورته وخت کې، موږ ته دا راښیي چې څه یو او ځنګه یو، زموږ له انساني وحدت او نقص سره، له خپلو هیلو، کړنو او وهمونو سره، په یوازې توب او یو دبل سره په اړیکو کې چې یو له بل سره یو ځای وو، په ټولنیز انځور کې او د وجدات په خلوت کې.»(یوسا- ولې ادبیات)
ادبیات له هیلو، تخیل او تجملاتو نه مالامال دي. انسان کولای شي د ادبیاتو په تعقیب باندې، خپلې هیلې او خیالونه په رښتیا بدل او په ټولنه کې عملي کړي. هغه ټولنه چې لیکني ادبیات نه لري، له هغې ټولنې څخه چې پرمختللي ادبیات لري، یوه بې وزله ټولنه ده.
د یوسا په خبره؛ هغه ټولنه چې د ادب په هکله بې پروا وي، په ژبنۍ ګډوډۍ باندې مبتلا کېږي. «د ټولنې پرمختګ له ادبیاتو نه پرته، یا هغه ټولنه چې په هغه کې ادبیات د فرد د ټولنیز ژوند او او ټولنې نه شاته اچول شوي وي، مخ په ځوړ روانه ده او داسې یوه ټولنه ده چې خپله معنوي خپلواکي هم په خطر کې اچوي. (ولې ادبیات، یوسا)
ادبیات په یوه ټولنه کې د اړیکو د منځ ته راتګ او یوالي سبب کېږي، همدارنګه د یو بل د منولو روحیه هم پیاوړي کوي. فکر او ټکنالوژي نه شي کولای چې د یوالي رولو لوبوي، خو ادبیات د غه رول په ښه ډول باندې لوبوي. «ادبیات هر چا ته دا وړتیا ورکوي چې له تاریخ نه مخکې لاړ شي، یوازینۍ لاره چې موږ ته انساني ژوند کلۍ په لاس راکوي هغه ادبیات دي، د غه یوالي او کلام نه په فلسفه کې پیدا کېږي او نه هم په تاریخ کې، نه په هنر کې او نه هم په ټولنیزو علومو کې. هغه ادبیات چې د متونو له لارې زموږ تر لا سه را رسېدلي دي، موږ تېر ته وړي او ورسره یوځای کوي مو چې هغه خلکو څه ډول ژوند درلود، زده کړې یې څه ډول وې او هیلې څه ډول وې. همدا اوسنی متون موږ ته دا وړتیا راکوي چې له ژوند څخه خوند واخلو او خپلې هېلې راوسپړو.»(ولې ادبیات، یوسا)
یوسا په دې باور دی چې ادبیات ژوند غوره کوي، د اوسېدلو په طرېقه باندې تاثیر لري او اړیکو ته قوت ورکوي. همدارنګه ادبیات د دې لامل کېږي چې تربریا پورې مو ورسوي او یو د مېنې نه ډک ژوند مو په برخه کړي.
یوسا ادبیات د ژوند اصل بولي او ټینګار کوي چې، که په یوه ټولنه کې ادبیات نه وي، د غه ټولنه ډېر ژر د کمزورۍ او لنډون په لور باندې ځي او د انسانان پام د هغې ټولنې ښکلاوو ته نه ورګرځي.























































