ژباړه: حامد بهیر
د لویو لیکوالانو د لیکلو له سبک څخه تقلید او نمونه اخیستل، د لیکوالۍ د کار په پیل کې یو بدیهي امر دی؛ خو وروسته ورسته کله چې زموږ تجربې د لیکوالۍ په پروسه کې پوخوالي ته ورسیږي، هر لیکوال د خپلې سلیقي او ذوق له مخې د لوستونکو د استقبال له پاره، دا هڅه کوي چې د لیکوالۍ په برخه کې یو نو ې لاره وڅاري، تر څو یې همغه روش د لوستونکي په ذهن کې کیني.
د دې له پاره چې په راتلونکې کې د یوه ځانګړي سبک درلودنکي لیکوالان شو، باید لاندې موردونه د یوې ذهنې فرضیې په ډول باندې په نظر کې ولرو:
هڅه به مو دا وي چې خپلې ذهني لاسته راوړنې ولیکو؛ یانې هغه څه چې په ذهن کې لرو او د خپل ذهن پیداوار مو دي، ولیکو.
د اړتیا پرته د نورو د نظریو او خبرو له لیکلو نه ډډه وکړو؛ یانې خپل تصور او اخیستنه مو په خپلو لیکنو کې وړاندې کړو.
لومړی د لیکلو له پاره باید په ذهن کې یو چوکاټ جوړ کړو؛ یانې دا چې له کوم ځایه لیکل پیل کړو، په کومه نقطه کې پراخوالي ورکړو او په کوم ځای کې یې پای ته ورسوو.
د لیکوالۍ په پروسه کې سبک په دوو لارو باندې جوړیږي:
ځينې لیکوالان د یوه ځانګړي سبک څارونکي وي چې تر دوی مخکې د لویو لیکوالانو له خوا منځ ته راغلی وي. په حقیقت کې د همغه سبک پلویان شمېرل کېږي.
تکړه لیکوالان لکه: بالزاک، ګې دو مو پاسان، داستایفسکي، صادق هدایت، جلال ال احمد، ره نورد زریاب، اکرام عثمان او … د لیکوالۍ په پروسه کې د خپل ځانګړي سبک درلودنکې بلل کېږي.
په ادبیاتو کې د سبک او مکتب توپیر:
ډېر ادبپوهان، د سبک او مکتب ترمنځ کوم بنسټز توپیر نه ږدي او دواړه ( سبک او مکتب) په یو مانا باندې کاروي؛ خو ځیني ادیبان، تر یو ځایه پورې د سبک او مکتب ترمنځ یو نسبي توپیر ته قایل دي او په دې باور دي چې سبک، په ادبي جوړښت کې د لویو روشونو ټولګه چې د لید زاویه، د لید لوري ډول او د محتوا تولید په کې شامل دي. مکتب بیا د دې روشونو یوه برخه ده.
په هر حال د دې له پاره چې وکولای شو په لیکلو کې یو ځانګړی سبک ولرو، باید لو مړی له ځانګړو سبکونو او روشونو سره د لیکوالۍ په برخه کې اشنا وو او دا اشناوالی د ادبي متونو له پرله پسې مطالعې نه لاسته راځي. کولای شو د لیکلو په برخه کې، د لیکوال آزادي په ژبه د مسلط والي اصل ته په کتو، رامنځ ته کړو.























































