4 °c
Kabul
4 ° سه شنبه
4 ° چهارشنبه
دوشنبه, دسمبر 1, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند بریالیتوب

ځانوژنه؛ د ستونزو حللاره که د ژوند له مسؤولیتونو تېښه؟

POHAWAI Media by POHAWAI Media
جولای 7, 2025
in بریالیتوب, ژوند
0 0
0
ځانوژنه؛ د ستونزو حللاره که د ژوند له مسؤولیتونو تېښه؟
0
خپرول
75
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: بریالی بهیر

«بخښنه به سره کوو د الله په امان!» دا جمله د هغه ځوان پر فسبوک پاڼه وروستۍ خپره شوې جمله ده، چې څو ورځې وړاندې یې په کندهار کې ځانوژنه وکړه. تر دې وړاندې له ننګرهار، ارزګان او پکتیکا څخه هم د دریو کسانو د ځانوژنو خبرونه خپاره شوي وو او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې د تېر په پرتله مخ پر زیاتېدو دي.

کورني تاوتریخوالي، وزګاري، اقتصادي ستونزې او ورته نور مسایل هغه موارد دي، چې ډیری ځوانان خپلې ځانوژنې ورباندې توجیه کوي؛ خو پوهان له شرعي او بشري اړخه دا توجیه نه، بلکې یوه تراژیدي بولي، چې یو انساني ژوند له منځه وړي. په داسې مواردو کې ځانوژنه یوازې له ژونده او د ژوند له مسؤولیتونو تېښه ګڼي.

دا چې ځانوژنه واقعاً د ستونزو حللاره ده؟  دا راز د داسې پېښو تکرار او په رسنیو کې يې په بې‌پروايۍ خپرول به ګنې هغوی چې ورته ستونزې لري، ځانوژنې ته تشویق نه کړي؟ هغه دوه مهمې پوښتنې دي، چې په دې لیکنه کې یې له فلسفي، انساني، رواني او ټولنیزو اړخه د ځواب موندلو هڅه شوې ده.

ځانوژنه د ستونزې حل کېدای شي؟

ستونزې او ناخوالې له ژوند سره تړلې دي او هر انسان یې د خپل ژوند په مختلفو پړاوونو کې تجربه کوي، خو دا ستونزې دایمي نه وي او د وخت په تېرېدو سره پای ته رسېږي. مګر ځانوژنه د موقتي ستونزو د حل لپاره یوه دایمي پرېکړه ده. دا پرېکړه د یادو ستونزو پای نه وي، بلکې د فرصتونو، هیلو او راتلونکي دروازه تړل وي. له بده مرغه، دا عمل نه یوازې یو ژوند له منځه وړي، بلکې د هغه انسان کورنۍ، دوستان، ټولنه او راتلونکی نسل هم له ژور درد، تاوان او ماتې سره مخ کوي او د یوه نه جبرانېدونکي ځور لامل ګرځي.

انسان باید دا درک کړي چې که ستونزه وي، حل‌یې هم شته. که نهیلي وي، امید هم شته او که تیاره وي، رڼا هم شته.

دا موضوع له درېیو اړخونو څخه د پاملرنې وړ ده:

فلسفي او انساني لید: ژوند له ټولو دردونو او ستونزو سره سره یو ارزښتناک نعمت دی. هر انسان د خپل ژوند، استعداد او تجربو له امله ځانګړی ارزښت لري. ستونزې، بې‌عدالتۍ یا دردونه که هر څومره هم درانه وي، خو د ژوند مانا همدا ده چې انسان ورسره مبارزه وکړي. ځانوژنه ستونزې نه ختموي، بلکې دا له هغو ټولو مبارزو لاس پرسرېدل دي چې یو انسان یې کولی شي.

په فلسفي لحاظ، ژوند شېبه په شېبه بدلېدای شي. نهیلي، خپګان، فقر، یا ماتې د تل لپاره نه وي. هېڅ “شپه” پرته له “سهار” نه ده پاتې شوې خو ځانوژنه د دې “سهار” مخه نیسي.

لکه څرنګه مو چې یادونه وکړه، په حقیقت کې ژوند، سره له ټولو ناخوالو، یوه بې‌بدیله موقع ده. انسانان د ستونزو، غمونو او ناکامیو په مټ پیاوړي کېږي. فلسفه دا وایي چې انسان باید د خپل درد لپاره مانا پیدا کړي، نه دا چې ترې وتښتي. ځانوژنه یو ډول تسلیمېدل دي، داسې تسلیمېدل چې پکې نور هېڅ فرصت نه پاتې کېږي.

د انسان ژوند هېڅکله خالص درد نه وي؛ په هره تیاره کې د رڼا چانس شته. ستونزې طبیعي حالتونه دي، خو د ستونزو له امله ځان ختمول، یعنې د امید، مبارزې او بدلون فرصت له منځه وړل دي. ډېر هغه کسان چې له ځانوژنې ژغورل شوي، وروسته يې اعتراف کړی چې ستونزې یې د وخت په تېرېدو سره یا حل او یا یې د زغم وړ شوې دي. له همدې امله ځانوژنه د لنډمهالو ستونزو د حل لپاره یوه دایمي، خو ناسمه پرېکړه ده.

ټولنیز لید: له ټولنیزه لیده،ځانوژنه یوازې یوه فردي او ساده پرېکړه نه ده، بلکې دا پرېکړه ټولنیز اړخونه لري او د ټولنې مختلف اړخونه اغېزمنوي. کله چې یو ځوان ځانوژنه کوي، کورنۍ یې له تلپاتې غم، پښېمانۍ او درد سره مخ کېږي؛ دوستان یې د ګناه احساس، ماتې او تشه احساسوي او حتی راتلونکی نسل له یوه مثبت رول‌ماډل، پلرنۍ مشورې او ملاتړه بې‌برخې کېږي.

د داسې پېښو پیغام دا دی چې: “زما درد ته څوک غوږ نه نیسي”. او دا تر ټولو خطرناک پیغام دی. که چیرې زموږ ټولنه، کورنۍ، ښوونځی، جومات، رسنۍ او ملګري داسې فضا رامنځته نه کړي چې یو ځوان خپل درد، نهیلي او خپګان بیان کړای شي، نو دا ډول پرېکړې به همداسې روانې وي.

رواني لید: ځانوژنه اکثراً د ژور خپګان، رواني فشار، یا اضطراب د لوړ حد له امله منځته راځي. دا یو حالت وي چې انسان فکر کوي هېڅ حل نشته؛ څوک یې نه اوري، یا بې‌ارزښته دی. خو دا احساسات ډېر وخت د درملنې وړ وي. ارواپوهان وایي چې دا ډول فکرونه د دماغي بدلونونو، شدیدو احساساتو، یا تنهايۍ له امله پیدا کېږي، يعنې داسې نه وي چې ګواکي واقعي حل موجود نه وي.

يو غږ، یوه جمله، یا یو دوست یو انسان له مرګه ژغورلای شي. نو د ځانوژنې فکر، که څه هم د هغې شېبې د شدت له امله قوي ښکاري، خو اصلاً د درملنې وړ حالت دی.

د ټولنې پر نورو وګړو د ځانوژنو د پېښو اغېزې

په دې اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده، چې د ځانوژنې پېښې په بې‌پروایۍ خپرول به ګنې هغوی ځانوژنې ته تشويق نه‌کړي، چې ورته ستونزې لرې؟

په معاصرو ټولنو کې، په تېره په هغو کې چې له اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ وي، د ځانوژنې پېښې ورځ تر بلې ډېرېږې او  اندېښنې زياتوي. دا یوازې یوه فردي تراژیدي نه ده، بلکې ټولنیزه، فرهنګي او رسنیزه موضوع هم ده چې باید له هره اړخه وڅېړل شي.

کله چې څوک ځانوژنه وکړي، دا پېښه له طبیعي حالته راووځي او د رسنیز انعکاس له لارې پراخه شي، خلکو ته ورسېږي او د بحث موضوع شي، نو د خپراوي طریقه، الفاظ، بڼه او احساساتي بیان دا پېښه دومره غټه، ژوره او ډراماتیکه کړي، چې نور کسان یې د تقلید وسوسې ونيسي.

د ځانوژنې پېښې که په مسلک کې د ناپوهۍ او يا بې‌پراويۍ امله خپرې شي هغو نورو خلکو ته به د ستونزې د حل په توګه د ځانوژنې فکر ورواچوي، چې همدا اوس له ورته رواني ستونزو، خپګان او فشار سره مخ دي. دا راز د دا ډول پېښو خپرول یوازې “خبري ستونزه” نه ده، بلکې د ژوند او مرګ ترمنځ فکري پرېکون دی، ځکه یو څوک چې د ژوند له مانا سره په کشمکش اخته وي، یو څوک چې د کور، ټولنې، یا خپل ذهن تر فشار لاندې وي، نو که د بل چا د ځانوژنې د کیسې انعکاس وویني او وګوري چې دا پېښه دومره لویه، مشهوره، یا دردوونکې شوې، نو دا هغه ته دا پیغام ورکولای شي چې (شاید دا یوازېنۍ لاره وي چې زما نوم هم د خلکو په خولو وګرځي). یعنې په ټوله کې که د ځانوژنې دوامدار، تکراري، یا پراخ راپورونه، په تېره چې بيا په نامسلکي بڼه خپاره شي، پر هغو نورو خلکومنفي، تقلیدي او تشویقي اغېز کولای شي، چې له ورته رواني یا ټولنیزو فشارونو سره مخ دي.

تقلیدي ځانوژنه (  Werther Effect)

په ټولنیزو علومو کې یوه پېژندل شوې پدیده تقلیدي ځانوژنه یاWerther Effect  نومېږي، دا اصطلاح هغه وخت کارول کېږي چې د ځانوژنې یوه پېښه تر خپرېدو وروسته، د نورو ورته کسانو لپاره د تقلید لامل شي.

دغه پدیده لومړی د یوه الماني ناول له امله مشهوره شوه، چې د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې خپور شو. دا ناول «د ځوان وېرتېر دردونه/ The Sorrows of Young Werther» نومېږي، دا د یوه ځوان احساساتي کرکټر کیسه ده، چې د مینې ناکامۍ، یوازېتوب او دروني درد له امله ځانوژنه کوي. د دې ناول ادبي سبک، احساساتي شدت او د قرباني شخصیت تمجید، دومره قوي اغېز وکړ چې تر خپرېدو وروسته، د اروپا په بیلابېلو سیمو کې ځوانانو ځانونه د هماغه کرکټر په بڼه انځورول، ان د هغه لباس به یې اغوست، ورته لیکونه به یې لیکل او ځانوژنې به یې کولې.

تر دې ناول وروسته، د ورته ځانوژنو لړۍ پیل شوه، نو ارواپوهانو ته معلومه شوه چې که ځانوژنه په احساساتي، ډراماتیکه یا د اتلولۍ په بڼه وړاندې شي، نو ځینې رواني ناروغان یا ناخبره وګړي یې تقلید کوي.

د دې ناول د پېښې بیان هغه پایله وه چې ځانوژنه یې د یوه مظلوم او بې‌وسه روح د قربانۍ په بڼه انځور کړې وه، نه د یوه ناروغ او ګوښي انسان د ماتې علامه.

دغسې موارد په معاصرو ټولنو کې هم لیدل شوي. د بیلګې په توګه: په جنوبي کوریا کې د ځینو مشهورو هنرمندانو، لکه “جونګ هیون” او “سولي” د ځانوژنو تر پېښو وروسته ټولنیزې رسنۍ له احساساتي پیغامونو، ژورو یادونو او دراماتیکو بیانونو ډکې شوې. د رسنیو له لوري هم د دوی د مرګ انعکاس له همداسې ادبي، ډراماتیک او له خواخوږۍ ډکو تعبیرونو سره وړاندې شو. تر دې وروسته ډېرو ځوانانو، چې له رواني ستونزو سره مخ وو، ځانونه له قربانیانو سره ورته وګڼل او ځینو يې حتی ورته هڅې وکړې.

دا ټولې بېلګې دا ښيي چې کله ځانوژنه یوازې د یوه “غمجن انجام” یا “احساساتي خلاصون” په بڼه وړاندې شي، نو نور اشخاص هڅوي چې له خپل شخصي درده د خلاصون لپاره همدا لاره غوره وګڼي. دا خبره ځکه خطرناکه ده چې تقلید عموماً له احساس سره تړلی وي، نه له عقل سره. که د انسان عقل کمزوری شي او احساساتي فشار يې لوړ شي، نو بيا د نورو دردمنو کیسې ورته یو مشروع انتخاب ښکاري.

دا پدیده تر ډېره د رسنیو، داستانونو یا ټولنیزو شبکو له خوا د ځانوژنې د احساساتي، دراماتیک، یا “اتل‌جوړونکي” بیان له امله منځته راځي. کله چې یو ځوان وګوري چې بل ځوان، چې ده ته ورته ستونزې یې لرلې، ځانوژنه وکړه او ټولنه یا رسنۍ یې له خواخوږۍ ډک انځور وړاندې کوي، نو ځانوژنه ورته یو ډول مشروعیت پیدا کوي.

په ټوله کې د داسې یوه حالت په اړه لاندې بېلګې بیانولی شو:

  • که ځانوژنه د درد یا ناکامۍ له بیان پرته یوازې د یوې “حیرانوونکې پېښې” یا “احساساتي قربانۍ” په ډول وړاندې شي، نو نورو ته دا پیغام ورکوي چې دا یوه “پرانيستې لاره” ده.
  • ځینې ځوانان، په تېره هغوی چې له رواني ستونزو، یوازېتوب، یا محرومیت سره مخ وي، ممکن ځان ورته له هماغه قرباني سره ورته ښکاره شي او همدا “ورته‌والی” يې تقلید ته وکاږي.
  • که پرله‌پسې واوري چې “فلاني ځوان هم ځان وواژه، ځکه بې له دې يې بله هېڅ لاره نه درلوده”، نو دا منطق قبلوي.
  • ځانوژنه د “اتلولۍ” یا “قربانۍ” په بڼه وړاندې کول. یعنې یو ځوان ځانوژنه کوي او رسنۍ یا ټولنیزې شبکې یې داسې وړاندې کوي: “هغه یو زړور هلک و، نور یې له دې ظالمې ټولنې د خلاصون بله لاره نه وه… “دا ډول جملې یو ډول “اتل‌جوړونه” ده او دا نورو ورته حالت لرونکو وګړيو ته دا پیغام ورکوي، چې زه هم ځان قرباني کولی شم، ترڅو خلک یې د زړورتیا نښه وګڼي! “.
  • احساسي تصویرونه او ژور ډراماتیک سرلیکونه. یعنې دا چې د یوه قرباني شوي کس انځور، ژړا، جنازه، یا وروستۍ لیکنه د رسنیو په سرخط کې راځي، لکه: «فلانی له دې دنیا نه تللی، ځکه هیچا یې درد نه‌احساساوه!» دا ډول بیان نور وګړي د احساساتي پیوستون له لارې اغېزمنوي او دا فکر ورکوي، چې زما درد هم همداسې دی، شاید همدا لاره وي چې نور هم زما غم درک کړي.
  • د ستونزې له ريښو تېرېدل او یوازې پایله ښودل. یعنې دا چې یوه ځوان ځان وواژه، ځکه چې په ژوند کې ناکام شوی و، یا يې مینې پرېښی و! دا ډول بیان له موضوع سره سرسري چلند کوي، نه درد تحلیلوي، نه حل وړاندې کوي؛ نو لوستونکی یا لیدونکی چې ورته حالت لري، دا پیغام اخلي، چې که ده ځانوژنه وکړه، نو زه يې ولې ونه‌کړم؟!
  • له حللارې پرته تکراري انعکاس: ډیری مهال پرله‌پسې ځانوژنې د یو ډول ټولنیز فېشن په بڼه خپرېږي. يعنې د هرې پېښې سره سرلیکونه داسې وي: “یو بل ځوان قرباني شو؛ بیا هم زموږ ټولنه ناکامه پاتې شوه “. که‌څه هم د بیان موخه ښایي اعتراض وي، خو که هېڅ حللاره یا مخنیوی ونه‌ښودل شي، لوستونکی یې د بدیل پر ځای د تقلید لپاره کاروي، چې ګواکي دا یوه عامه لار ده .
  • د مرګ رومانټيک کول. یعنې دا چې د یو کس له ځانوژنې وروسته ووایي: «هغه له ژوند سره خدای پاماني وکړه، خو تل به زموږ په زړونو کې ژوندی وي! “دا ډول تعبیر مرګ ته جذابه بڼه ورکوي او دا مفکوره رامنځته کوي چې که زه مړ شم، د خلکو به تل په یاد يم، ښایي تر ژونده ډېر”.
  • پورته مواردو ته په کتو سره له بده مرغه په ډېرو مواردو کې، د ځانوژنې پېښې د تلوېزیون، راډیو، فېسبوک، یا نورو رسنیو له لارې په همدې ډول بیانېږي چې پکې په جادویي الفاظو د ځانوژنې انګېزه، د ځانوژنې طریقه، علت، حتی لیکلي پیغامونه یا دروني احساسات هم خپرېږي. دا طریقه نه یوازې د پېښې جديت له‌منځه وړي، بلکې د نورو لپاره یو ذهني تصویر جوړوي چې “ځانوژنه یو مشروع او نهايي حل دی”.

رسنۍ که دا موضوع په بې‌پروايۍ، ډراماتیکه، یا احساساتي بڼه بیان کړي، نو په ايرو کې پټ اور ته پوکی ورکوي. خو که رسنۍ ځان مسؤول وګڼي، نو کولای شي د ژوند د ژغورنې وسیله شي.

پایله:

ځانوژنه نه د ستونزو حل ده، نه هم د ژوند له دردونو څخه نجات، بلکې دا د موقتي ستونزو پر وړاندې یوه دایمي، خو ناسمه پرېکړه ده. ژوند، سره له ټولو ناخوالو، یوه بې‌بدیله موقع ده چې باید ورته درناوی وشي. فلسفي، انساني، ټولنیز او رواني لیدونه ټول دا تاکید کوي، چې د ژوند ارزښت تر هر غم، فشار یا نهیلي لوړ دی، او دا چې له ستونزو سره مبارزه د انسان د شخصیت د پوښوالي ښکارندویي کوي.

له بده‌مرغه، رسنۍ په ډېرو مواردو کې د ځانوژنې پېښې په داسې ډول وړاندې کوي، چې تقلید، مشروعیت او احساساتي هڅونې ته زمینه برابروي. تقلیدي ځانوژنه یا Werther Effect ښيي چې څنګه یو ناسم انعکاس کولی شي نورو ځوانانو ته د خطر زنګ وي.

په همدې اساس، د ټولنې هر غړی، له رسنیو نیولې تر کورنیو، ښوونځیو او دیني بنسټونو پورې، باید دا درک کړي چې د هر انسان ژوند ارزښت لري، او له ناخوالو سره د مقابلې سمه لار مرسته، همدردي، اورېدنه او درملنه ده، نه چې چوپتیا یا احساساتي تکرار. که ټولنه له دردمنو سره غږ شي، له هغوی سره ودریږي، او د ژوند د مانا پیغام ورکړي، نو ډېر انسانان له مړینې د ژوند سره د مینې لور ته ستنیدای شي.

ټګونه: ټولنیز ژوندځانوژنهد ځان وژلله ژوند سره تړلې خبرېله ستونزو تېښتهله ستونزو سره مبارره
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    نوومبر 13, 2025
    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    نوومبر 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved