بېګا په ”حافظ الپوري پښتو ادبي حجره” کې د ګران ځيګر يوسفزي يوه کيسه کره کتنې ته وړاندې شوې، چې ټولو ملګرو پرې خپلې تبصرې او کره کتنې وکړې، ما پرې هم خپله تبصره وکړه، زړه مې غوښتل، چې دلته يې له تاسو سره شريکه کړم.
د ځيګر يوسفزي کيسه (بيا هغه باران دى) مې ولوسته او له پيغام او علامتونو مې يې خوند واخيست. رښتيا هم پيغام يې عالي وو او ځای ځای ټولنيز او سياسي پاراډوکسونه(تضادونه) د “اس پرچم سائے تلے هم ايک ….” غوندې فقرو او نورو کلمو کې په ښه ډول وړاندې شوي وو؛ خو پوښتنه دا ده، چې کيسه ګنې يوازې پيغام دی؟ د فورماليستانو په اند، پيغام د کيسې د نورو توکيو غوندې يو توکى دی. په دې کيسه کې د کيسې پىغام دومره جوت شوى، چې نور کيسه ييز توکي ورتت کړي دي. راځئ، هغه توکي به يې راواخلو:
په کيسه کې توجه پيغام يا څه ويلو ته ډېره او څنګه ويلو ته کمه ده. پښتانه وايي، چې خواړه د لوښي له مخې خوړل کېږي، د دې کيسې په کاسه کې ښه خواړه پراته دي؛ خو لوښی يې ستونزې لري.
دا کيسه د پښتونخوا د شلمې پېړۍ کيسې رايادوي، لکه د راحت زاخېلي يا مهدي شاه باچا صاحب کومه کيسه چې لولې يا لکه د قلندر صاحب ګجرې چې دې پرانيستې وي او دا څو دليله لري، يو، د کيسې د ارايې طرز، دوه، د غريبۍ موتيف او درې، مظلوميت پرستي.
شپون صاحب دې خدای وبښي، ويل به يې د پښتو کيسو مشکل دا دى، چې مرکزي کرکټر پکې هم يتيم وي، هم يې تربرونه دوښمنان وي، هم غريب وي او چې چېرته د خدای قهر وي، په ده غريب رانازل وي؛ خو په اصل کې داسې واقعيتونه کم پيدا کېږي، چې ښځه دې هم کونډه وي، هم دې څوک و نه لري، هم دې غريبه وي، هم دې يې زوی وړوکی وي او هم دې د استوګنې ځای و نه لري. دا نادر واقعيتونه دي، چې معاصر رياليزم او کيسي شاته پرېښي. زه فکر کوم، چې دا ډول مظلوميت پرستي کيسه وژني. په لږ احتياط به ووايم، د راحت زاخېلي د (کونډې جينۍ) يو عيب دا دی، چې کونډه جينۍ يې نهايته مظلومه ده.
په افغانستان کې که په دې موضوع چا کيسه ليکلای؛ نو له دې حالته به ډېره مختلفه وه. په شلمه پېړۍ کې په پښتونخوا کې افسانې ډېره وده وکړه. هغه وخت په افغانستان کې کيسه په نشت حساب وه؛ خو د شلمې پېړۍ په وروستيو او د يويشتمې پېړۍ په لومړيو لسيزو کې په افغانستان کې کيسې او د کيسې تېورۍ ښايسته مخکې لاړه؛ خو د پښتونخوا کيسه همغه د شلمې پيړۍ او د اردو په روايت کې بنده پاتې شوه او لا هم ده، خدای دې وکړي، چې زما دا فکر ناسم وي.
په دې کيسه هم د شلمې پېړۍ د مشرانو د روايت دروند سيوری پروت دی او هغه داسې چې د تصويرونو په ځای پکې پېښه بيان شوې. د ښځې او د هغې د يتيم بچي بد حالت وينو نه، اورو يې. هغه د ټي ايس ايليټ خبره، ابجيکټيو کوريليټو نه لري. د شپون صاحب به ويل، چې کيسه ليکوال بايد داسې و نه وايي، چې سپی غاپي، بلکې سپی وغپوي. همدا کيسه که په أفغانستان کې مرحوم نصير احمد احمدي ليکلاى، نو پيل به يې په غالب ګومان داسې و: “د ښځې د شهادت ګوته د ماشين د ستنې په نوکه ولګېده، اخ ېې کړل، ګوته يې په خوله کې ونيوله او ….” مطلب، د هغې بده ورځ به يې راباندې ليدلې واى.
د کرکټرونو نومونو هم ستونزه لري، د کرکټر کردار او نوم دواړه د کيسې د پيغام ملګري وي؛ خو دلته پکې داسې څه نه ښکاري.
په کيسه کې کړکېچ(کشمکش) نشته. ښځه او يتيم ماشوم حالات زغمي، د ” اس پرچم سائے تلے’ سندرې زغمي؛ خو د مقابلې ځواک يې نه لري. دا ډول کيسې د لوستونکي له هيلې سره سمې روانې وي او هغه کيسې چې لوستونکی پکې مخکې له مخکې د راروانو پېښو کامياب حدس ووهي، کاميابې کيسې نه وي. د احمد په کيسو زما نيوکه دا وه، چې ښځه پکې منفعله انځور شوې، د مقابلې پر ځای قرباني او مظلومه ده، وروستی ناول يې “د غڼې ځاله” کې يې د ټولنې او ښځې دا دوديزه اړيکه برعکس کړه، چې له ټولنې سره يې د ښځې له کشمکش نه ښه کيسه راوايسته. کاش په دې کيسه کې هم د ښځې او بچي کرکټرونه فعال وای، چې لوستونکي ته يې ويلي وای، چې د ژوند په سختيو کې هم خپل همت وساتي.
د پېښې د جذابولو او د صحنې د لا حساسولو لپاره د باران او ورېځو راوستل هم ما ته د پخوانو کيسو دود کليشه شوى دود ښکاري، چې اوس ښايي ډېر ګټور نه وي.
کيسه د ښځې د ژوند دوه جلا مهالونه او پېښې ښيي، چې يوه يې د مېړه د مرګ او بل اوسنى حالت دى، چې ليکوال يې د کوشيرولو هڅه کړې؛ خو لا نور کار غواړي. البته د صحنو زمان و مکان ډېر جوت نه دى او دا د انځورنې يا منظرکښۍ مهم توکي دي، چې د کرکټرونو د شرايطو له جوتولو سره هم مرسته کوي.
د ګران ځيګر يوسفزي دا کيسه د پىغام له پلوه د ستاينې وړ ده؛ خو چې د کيسې څنګه ويلو يا فورم ته هم پاملرنه وکړي؛ نو د کيسې په ښو ليکوالو کې به شمېر شي.

























































