خبرې به د پښتو له يوې لنډۍ پيل کړو:
ولې دې بن راباندې وکړه
کور مې کواى شو، زوى به خداى نه راکاونه
د دې لنډۍ په دويمه مسره کې دوه فقرې راغلې. په لومړۍ مسره کې د فقرې سر ته د “مې” په ځاى “ما” هم راتلاى شو؛ خو دلته د جملې نور توکي مهم دي؛ نو ضمير تت پاتې دى؛ خو زموږ خبره په اصل کې په دويمه فقره کې ده: “زوى به خداى نه راکاونه”.
د پښتو جملې په عادي يا بې نښې(unmarked) بڼه کې لومړى فاعل بيا مفعول راځي؛ خو د لنډۍ د دويمې مسرې په دويمه فقره کې لومړى مفعول بيا فاعل راغلى. په ژبپوهنه کې دا ډول ناعادي بڼې ته، چې د فاعل يا مفعول يا فعل ځاى سره واوړي، نښور(marked) بڼه وايي؛ خو دا اوښتون د ويناوال د موخې له مخې وي. پښتو جملې دا انعطاف لري، چې د ويناوال/ ليکوال د ځانګړو موخو له مخې يې د توکيو ځايونه سره واوړي.
په چارواله ژبپوهنه کې هغه توک(عنصر) ته، چې د فقرې سر ته راځي، پيلګر(theme) او پاتې برخې ته يې پايګر(rheme) وايي. د دى دواړو له پيوستون نه په فقره کې د پيلګر-پايګر رغښت او انسجام راپيدا کېږي، چې فقرې د همدې رغښت زېږنده ده.
که د فقرې پيلګر فاعل وي، فقره بې نښانه او که بل کوم توک لکه مفعول(بشپړاند)، فعل يا يا قيد(نن، دلته، اوس) وي، بيا فقره نښوره(Marked) ده، ځکه چې په دويم(نښور) حالت کې د ويناوال موخه يا تمرکز د فقرې د توکيو ترتيب له اصلي يا بې نښې حالته راباسي.
پيلګر په فقره کې په نورو سربېره دوه مهم نقشونه لري:
۱. له تېرې خبرې سره فقره پيوستوي او په متن کې انسجام پيدا کوي: لکه يو څوک لومړى دا فقره ووايي، “چې نن ګرمي ده” دلته پيلټکى “چې” دى. اورېدونکى ورپسې دا فقره ورزياته کړي: ” خو ان شاءالله چې باران وشي.” په دې دويمه فقره کې “خو” پيلټکى دى، چې له تېرې فقرې سره ورپسې فقره نښلوي.
۳. جوتتيا ښيي: هر توک چې تر نورو مهم وي، ويناوال يې ښايي مخې ته راوړي او تر نورو يې جوت کړي: لکه په ” په کور کې زرين دى” جمله کې “کور” تر نورو مهم او جوت دى.
په پاسنۍ لنډۍ کې د دويمې مسرې “کور” او “زوى” د لومړۍ مسرې له فقرې سره مانيز انسجام پيدا کوي. دا انسجام په دې جمله کې هم وينو: په وظيفه دې څه کول؟ يو کپ ډوډۍ به خداى رارسوله”. کله د تمرکز د زياتوالي له امله “يو کپ ډوډۍ” په يوه بېله فقره اوړي: “يوه کپ ډوډۍ وه، ….”. استاد الفت د نېچه او هوګو دوه جملې د همدې تخنيک له امله داسې ژباړلې، چې د سر عبارتونه يې په جلا فقرو اړولې دي: “د افتخار د سکې اواز دى، چې دنيا يې په پښو درولې ده.” او “بدبختي ده چې عقل او پوهه تربيه کوي.”
په لنډيو کې تر نورې شاعرۍ د پيلګر- پايګر سيستم لا فعال وينو:
اوبه د هر ګودر خوږې دي
جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه
ما سره سم ګودر ته لاړ شه
منګي مې دوه دي، نرۍ ملا مې ما تو ينه
په لومړۍ لنډۍ کې “اوبه” تر “هر ګودر” مخکې شوې دي. په دويمه لنډۍ کې د دويمې مسرۍ په لومړۍ فقره کې “منګي” تر “دوه” د تمرکز په موخه مخکې شوى.
د پيلګر- پايګر نظام په لنډيو کې د عبارتونو په کچ هم معمول دى:
سترګې دا ستا، سترګې زما دي
ما درته کله د يارۍ ويلي دينه
هسې خو په لنډيو کې قيدونه، ربطي وييکي، ضميرونه او نور د فقرې سر ته راځي؛ خو نادرې يې هغه دي، چې مفعول تر فاعل مخکې شي لکه د ليکنې د پيل په لنډۍ کې چې راغلى او دا ندرت په يوه ډول د پښتو فقرې د اجزاوو دود ترتيب ماتوي يا د فورماليستانو په وينا، نااشنا کوي: “زوى به خداى نه راکاونه”
دا ندرت که مو له يوه پلوه پيلګر ته متوجه کوي، له بله پلوه په متن کې خوند پيدا کوي. لوستونکى فکر کوي، چي ګرامري رغښت مات شوى؛ خو چې ښه ورته ځير شي، په ذهن کې يې د خوند يوه څپه غزونې وکړي.
زموږ د پخوانو استادانو په ليکنو کې هم د ګړنۍ ژبې له پيلګر- پايګر سيستم نه بريالۍ استفاده شوې:
د استاد الفت نثر د پيلګر – پايګر د سيستم له پلوه عادي ژبې ته نېژدې دى. په لاندې فقره کې يې د “دا” پر ځاى “سخاوت” پيلګر کړى:
سخاوت دا نه دى، چې سړى چا ته ډير څه ورکوي.
دا دى د انسان حقيقت.
په دويمه فقره کې يې “دا دى” عبارت د ټينګار په موخه پيلګر کړى دى او فقره يې نښوره کړې ده. موږ په عادي ژبه کې دا ډول بېلګې ډېرې وينو؛ خو د اوسنيو زياترو ليکوالو په ليکنو کې بې نښې فقرې ډېرې وينو او د ولسي ژبې د پيلګر – پايګر له بډايه زېرمې پکې کمه استفاده کېږي.
د استاد الفت نثرونه راته وايي، چې هغه په ژبه ښه برلاسي درلوده او په پښتو جمله کې دننه د عبارتونو او کلمو ځايونه يې په مهارت بدل کړي رابدل کړي دي:
يو وخت دغه تسلي زما په برخه رسېدلې وه.
په دې فقره کې د “يو وخت”، “دغه تسلي” او “زما په برخه” عبارتونو ځايونه بدلولى شو. که يې “زما په برخه يو وخت دغه تسلي وه.” کړو؛ نو د اصل بڼې مراد پکې ټپي شو، ځکه ” يو وخت دغه تسلي زما په برخه رسېدلې وه.” راته لومړى زمانه سترګو ته دروي، بيا تسلي او په اخر کې ويناوال.
يو بل ځاى چې خبره د غوښتنې او ارادې وي؛ نو د فقرې سر ته يې راوړي:
غوښتنه او اراده د هر پيشرفت اصل او اساس دى.
په اوسنيو زياترو نثرونو کې ښايي دا جمله داسې ولولو: “د هر پېشرفت اصل او اساس غوښتنه او اراده ده.” دواړه جملې د تعبير له پلوه و بله توپير لري. د استاد الفت په جمله کې د “پېشرفت” پر ځاى د “اصل او اساس” خبره جوته ده او استاد مو د معلول پر ځاى علت ته متوجه کوي، لکه د فلم په يوه صحنه کې چې د يوه لوبغاړي خبرو او حرکتونو د جوتولو لپاره د بل لوبغاړي څېره تته کړى شي، همدا کار ژبه په فقرو او جملو کې د کلمو د انتخاب او ترتيب په ډول کوي. موږ په خپلو ليکنو کې د ګړنۍ ژبې دا اړخ هېر کړى غوندې دى.

























































