لیکنه: محمداللَّه بریال
ګور ګورې یوه طبیعي غرنۍ مېوه ده، چې هرکال له پسرلني بارانونو وروسته د دوبي (اوړي) په موسم کې پخېږي او د هېواد د ځینو سیمو په بازارونو کې هم تر سترګو کېږي. دا یوه ځنګلي خود رویه وحشي مېوه ده، چې په غرنیو سیمو، په ځانګړي ډول د افغانستان، پاکستان او هند د ځینو شمالي سیمو، یمن، عربستان او ایتوپیا په غرونو کې پیدا کېږي.
ګور ګورو ته په ځینو نورو سیمو کې بېلابېل نومونه اخیستل کېږي لکه: تور کوکنار، په فارسي کې وحشي یا غرنی آبي توت، په اوردو/هندي کې ورته نیل بېري، په عربي کې ورته توت أزرق او په انګلیسي کې بیا ورته (Blueberry) نوم کارېږي.
دا ميوه/ ګور ګورې، وړوکې بیضوي بڼه لري، په لومړیو کې شین، بیا سور او کله چې پخې شي رنګ یې بانجاني زیاتره تور ته اوړي، خوند یې تریو ته ورته، خو چې پخې شي بیا خوږېږي. خامې خوړل کېږي، ځیني خلک یې له مستو سره خوري، کله ناکله ترې شربت یا جوس هم جوړېږي؛ اما ځیني وختونه یې خلک وچوي بیا د ژمي په موسم کې ترې ګټه اخلي.
د ګور ګورو راټولونه ستونزمنه ده، ځکه ونې یې د دې خوندورې مېوې د لرولو ترڅنګ اغزي هم لري، له همدې امله یې راټولول سخت وي؛ اما خلک یې د راټولولو په پار ځانګړي وسایل کاروي او تر ډېره دغه چاره ښځینه وو پورې اړوند ښوول شوې ده.
د دې خبرې پخلی د وخت په ولسي ټپو او سروکو کې هم شوی او ستونزمنتیا یې یاده شوې، چې استاد منګل او ښاپېرۍ نغمې په خپلو زړه راښکوونکو غږونو د سندرو په ډول مینوالو ته ډالۍ کړي دي. لکه، چې وايي:
تاچې ګور ګورې ټولولې
زرې زرې دې شوې اغزو کې سرې منګولې
دغه غرنۍ مېوه د فصل پر مهال په کم ساري ډول د هېواد په ځینو بازارونو کې پلورل کېږي؛ خو دا چاره ډېره کمه لیدل شوې او لیدل کېږي.
ګور ګورې نه یواځې دا چې خوندوره مېوه ده، بلکې د طبیعي خواصو له پلوه ګڼې روغتیایي ګټې هم لري، د شته معلوماتو له مخې ګور ګورې، هاضمه ښه کوي، اشتها ډېروي، معده او وینه صفا کوي، د وینې فشار تنظیموي، د زړه ټکانونه کموي، بې خوبي له منځه وړي، د شکرې ناروغۍ لرونکو له پاره ګټوره ده، د اسهال پرضد مؤثره ده او ترڅنګ یې انټي اکسیدانټ لري، چې د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.
ګور ګورې په کلتوري لحاظ هم په افغانستان او افغاني ټولنه کې خورا ارزښت لري، چې د پښتو ژبې په فولکلوري ( ولسي ) ادب کې ډېرې ستایل شوې دي او د ولسي خلکو له خوا یې په اړه ډېرې ټپې او سروکي تر موږ را نقل شوي، حتی اوس هم دغه ټپې او سروکي د هېواد د کلیوالي سیمو په خوښیو کې د نجونو لخوا زمزمه کېږي.
دغه مېوه تر ډېره د پښتو ژبې په فولکلوري ادب کې د تور رنګ په تشبیه کارول شوې او د اوسني پېر شاعرانو هم په خپلو اشعارو کې په همدې تشبیه کارولې ده. لکه دا نمونه:
لکه ګور ګوره تورې سترګې لري
باڼه یې سم لکه د غشي په شان
د پښتو ژبې وتلي معاصر شاعر پیرمحمد کاروان هم په خپلو لیکلو اشعارو او ټپو کې د خپل پلرني ټاټوبي (خوست) ګور ګورې نه دي هېرې کړي او داسې یې یادونه کړې.
تورو سترګو ته دې غلي غلي ګورم
غرنی یمه ګورګورې مې خوراک دي
د مشرقي زون شاعر او خبریال اجمل اند بیا د سپین غره په ځنګلونو کې هم د ګور ګورو شتون په یو بیت شعر کې داسې بیانوي.
چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې راښکته شول
سپین غر خو داسې بې مماڼو؛ بې ګورګورو نه وو
د پښتو ژبې په ولسي ادب کې د ګور ګورو بېلابېل اړخونه او ارزښتونه بیان شوي، چې یو یې هم د میینانو لپاره د ګودر په څېر د لیدو ښه پلمه او فرصت یاد شوی؛ تر څو له لرې د یوبل په غلچکي لیدو د دیدن تنده ماته کړي.
زه ګور ګورې تورې تورې د غونډیو سرته مه خېژه جانانه
ما په کمر ولاړه ګوره د غونډیو سرته مه خېژه جانان
یوه ټپه هم ده چې:
که دیدن کړې جانانه راشه
زه مې له مور سره ګور ګورې ټولومه
دغه راز په یوبل مشهور سروکي کې هم، چې د ښاپېرۍ نغمې او استاد منګل لخوا ویل شوی، دوه مین یو بل ته د ګور ګورو ټولونې په پلمه د دیدن بلنه ورکوي:
ځو به د لوړو غرو سروته څنګ په څنګ
څه تورې ګور ګورې دي نیمې د ستا نیمې زما
د دې مېوې د ارزښت په اړه په فولکلوري ادب کې ډېر څه راغلي، چې دا بیتونه یې د روغتیایي ارزښت ترڅنګ د ځانګړي کلتوري ارزښت ښکارندویي هم کوي:
تاسو د اختر په ورځ ملکرو شېريني وخورئ
ما بې وس ساتلې د اشنا د لاس ګور ګورې دي
*****
زلمي په غرونو کې غمي ټولـــــه وي
پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي
*****
ته به غواړې د لونګو امېلونه
ما راوړي دي ګورګورې خوندورې
ګورګورې د پښتو ژبې په ګڼو لنډیو کې یادې شوي، چې یو څو یې دلته د بېلګې په توګه لیکو.
خدايه ګورګورې تورې مکړې
جنکۍ سرې شونډې ورځي تورې راځینه
*****
راځه راځه دېدن مې وکړه
لکه ګورګوره په ګړنګ ولاړه یمه
*****
ګورګورې تورې شوې رانغلې
ما دې د تورو شونډو وکړل ارمانونه
*****
ګورګورې ته خوره، ګور ګور خوره
مماڼي مـــــا ته رالېږه رنځــــوره يمه
د هېواد د بېلابېلو سیمو له عمر خوړلو کسانو د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې دغه غرنۍ ځنګلي مېوه د افغانستان په غرنیو، سړو او لندو سیمو لکه: خوست، پکتیا، بامیان، لغمان، کنړ او نورستان کې پیدا کېږي.
وړاندیزونه:
۱: د اړوند ولایتونو د کرنې له ریاستونو غوښتنه کوو، چې د دې ارزښتمنې مېوې د راټولولو چاره میکانیزه کړي او د ترویج په برخه کې یې له معاصر تخنیکي سیستم سره سم خپلې هلې ځلې پراخې کړي.
۲: له لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو او څېړونکو مو غوښتنه دا ده، چې د هېوادنیو مېوو او په ځانګړي ډول د ګور ګورو په هکله لیکنې او څېړنې وکړي او ارزښت یې تر نورو ورسوي.
۳: له عامو خلکو مو هیله دا ده، چې د ګاز لرونکو څښاکونو پر ځای خپلې هېوادنۍ مېوې وکاروي؛ تر څو له یوه پلوه د دوی خپل بدن ته ریښتینې ګټه ورسوي او له بل پلوه یې مادي ګټه د هېواد باغدارانو او بزګرانو ته ورسېږي.
۴: همداراز د خواله (ټولیزو او ټولنیزو) رسنیو له کاروونکو څخه هیله مند یو، چې د بې ځایه پوسټونو پر ځای، پر خپلو والونو د هېوادنیو مېوو او د هغوی د غذايي او طبي ارزښتونو په هکله لنډ او ګټور معلومات خپاره او د خلکو ذهنونه پرې روښانه کړي.























































