ژباړه: حامد بهیر
لیکوالي او کرهکتنه که څه هم دوه مرتب مفهومونه دي؛ خو بیل دي. په ځینو ځایونو کې یې اړیکه له بیل والي نه ډېره نږدې وي او دغه بیل والی یې د کره کتنې د پدېدې په قبلولو کې د لیکوالۍ یوه فرعي مجموعه ده او همداسې تاثير لرونکې د لیکوالۍ په پروسه باندې؛ ځکه د خلاقې لیکوالۍ د بنیادي پایو څخه یوه کرکتنه ده او که دا کرکتنه نه وي نو د لیکوالۍ په پروسه کې هېڅ ډول پرمختګ نه شو کولائ.
خو د دې له پاره چې وکولای شو یو ګټور ادبي نقد وکړو، باید د کرکتنې په مهال لاندې کړنلارې په نظر کې ونیسو.
کرکتنه باید عادلانه وي؛ یانې د یوه ادبي اثر د کتلو په مهال باندې، د هغه مثبت او منفي لوري په نظر کې ونیول شي او له یو طرفۍ نه په کې ډډه وشي.
نقاد باید پوه وي؛ یانې هر ډول ادبي ژانر چې غواړي نقد یې کړي، د هغو له ظرفیتونو او ظرافتونو څخه خبر وي. تر څو د هغه په ارزیابۍ کې پاتې را نه شي.
احساساتي لیکل ونه کړي؛ بلکې د احساساتي لیکلو په ځای حسي لیکل تجربه کړي؛ د ادبي اثر ژور تحلیل باید د حسي زاویې نه وکړي.
کرکتنه یې جوړونکې او تاثیر لرونکې وي، د متن د تخریب څخه ډډه وکړي.
کره کتنه باید په زور نه وي، وړاندېز وي. ځکه په د کره کتنې په مډرنو لارو کې، وړاندیز ډېر ګټور او تاثیر لرونکی دی.
کره کتونکې باید د هرمنوتیکي لیدلورو په اساس باندې کره کتنه وکړي؛ یانې د یوه جدي مخاطب په ډول باندې د متن په وړاندې راشي او له متن نه څو یا هر منوتیکي اخیستنې ولري؛ ځکه په متن کې هرمنوتیکي اصولو ته په کتو باندې، یو متن کولای شي په یوه وخت کې د لوستونکي اخیستنو ته په پاملرنې سره کولای شي، څو محتوایي لاسته راوړنې ولري او نقاد باید د لوستونکې له دغه اخیستنو سره اشنا وي.
د نقد یوه مهمه ځانګړنه د متن دویم ځلی جوړول دی، نه خرابول. نو کره کتونکی د بیا جوړلو مسولیت لري، خو د خرابولو نه.
نن ورځ ډېرې لیکنې خپریږي، د ادبي نقد په نامه باندې، چې له حسادت او عقدې نه خالي نه وي. د دې ډول لیکنو موخه یوازې د متن خرابول وي او یا هم د شخصیت تخریب؛ په داسې حال کې چې په مډرنو لارو کې د متن له مفهوم نه پرته لیکوال تر نظر لاندې نیول کېږي؛ ځکه چې د لیکوال اړیکې د متن له لیکولو نه وروسته له متن سره پرې کېږي او دا لوستونکی دي چې وروسته له متن نه څه اخلي.
لکه مخکې مو چې وویل، ادبي کره کتنه د محتوا د لاښه والي له پاره په ادبي برخه کې کاریږي او د لیکوالۍ په پروسه کې یو مهم روش ادبي کره کتنه ده.
ادبي کره کتنه ماتن ته دا وړتیا ورکوي، تر څو له دې نه هم ډېر یې د اثر له ښو او کمزور ټکو سره اشنا شي او هر وخت له همغې انتقادي نظریې نه ګټه واخلي.























































