لئوناردو بیکن وایي: «هر هنرمن په پیل کې مبتدي دی.» دا په دې مانا چې هېڅ انسان بشپړ نه دی، نو یوازې مو پر دې فکر را ټول وي، چې څنګه او څه ډول د خپل ابتدایې هنر لمن ور ستره کړو.
مومند صاحب واقعاً د دې کتاب په لیکلو کې زیار ایستلی دی، مطالعه یې ورته کړې ده، څېړنه یې کړې ده کنه د موضوع دومره ښه روښانه روایت کول اسانه نه وي. کتابونو کې باید داسې یو څه وي چې ذهن مو وتخنوي او دې ته مو وهڅوي چې د یو څه په لوستلو سره بل څه مو په یاد راوړي یا هم فکر درکړي چې یو څه وپنځوئ. دا هنر مې په ډېر لږو کتابونو کې لوستلی دی.
جالبه دا ده چې په دې ورځو کې د ښاغلي عبدالوهاب مومند صاحب «هنرستان» اثر لولم، یو همکار مې زنګ ووهی، پر ځای چې نوم یې واخلم: میوند سلام! ومې ویل: هنرمند سلام!
په یاد به مو وي، ملګري، ټولنه او کتابونه ډېر ژر پر تاسو اغېز کوي، نو څومره ښه دی چې داسې دوستان ولرو چې لوستلو ته مو وهڅوي او داسې دوستان چې لوستلو ته مو لار برابره کړي.
هنر خوښوونکي:
هغه چې هنر خوښوي تل د داسې کتاب، دوست، چاپېریال، میوزیک یا هر هغه کړنې پسې ګرځي چې د لوست ترڅنګ یو څه ورڅخه واخلي؛ خو که د ښکلا د پېژندنې ظرافت څوک نه لري، د دې هڅه مه کوئ، په زور یې د هنر خواته راکش کړئ، ځکه خپله نه هنر، هنر دی.
د «هنرستان» کتاب چاپ شوی، دا اثر د تل لپاره د تاریخ یوه پاڼه وګرځېدله، هنرمن له دې کتاب څخه خپل هنري توکي اخلي او هغه چې په درد نه خوړل کېږي، هغه مچوي او پر ځای یې ږدي. جالبه دا ده چې د خپرونې لپاره مې مېلمنه رابلل او ورته مې وویل: چې زه موضوع درلېږم. مېلمنې وویل: په تمه یم. څو موضوع ګانې مې ولیکلې او څو مې هم په ذهن کې راسره وي، هنرستان ته مې ورلاس کړل، پاڼې مې واړولې، سترګې مې پر «تجربه» ولګېدلې، نو مېلمنې ته مې وویل: د خپرونې موضوع (ولې موږ له ترخو تجربو ځورېږو؟) چې همدا بحث مو ښه او جالب راغی؛ نو هم موضوع ښه توضیح شوه او هم د لومړي ځل لپاره مو پر داسې جالبه موضوع بحث وشو چې ښه پایله مو هم ترې درلوده. نه د ځان تعریف کوم او نه هم د هنرستان پاڼې تشریح کولای شم، خو غواړم دا ووایم چې له زده کړې، پوهې او نوي تجربو پرته ډېری څه خپل اصلي شکل نه غوره کوي. که فلم ګورئ، سفر کوئ، نوی ملګري موندئ، کار کوئ، عکاسي کوئ، فلم کې لوبېږئ، کان کېندئ، لیکل کوئ یا هر هغه څه چې ترسره کوئ د خپل ځان لپاره د نوي شي په لټه کې واوسئ او پرته له موخې هېڅ کتاب مه لولئ.
په ۹۸ پاڼه کې د لیکوالۍ د سبک په اړه لنډه یادوونه شوې ده او له ځان سره مې فکر کوای چې همدا کتاب په څومره ښه طرز لیکل شوی دی، روان، ساده الفاظ او له یو حالته بل حالت ته پرتګ باندې لوستونکی له ځان سره لوبوي.
که مبالغه ونه کړم د «هنرستان» کتاب کېدای شي په پوهنتون کې هم د یوه مضمون په توګه تدریس شي، که څه هم د لیکوال په وړاندیزونو کې هم همدا اشاره شوې وه چې د هنر په برخه کې د یوه مضمون اړتیا لید کېږي، خو ځکه ما د کتاب لوستلو پر وخت یادداشت اخیستی نو له وړاندې مې دا نوټ کړې وه چې څومره ښه دی همدا «هنرستان» اثر وټاکل شي او تدریس شي. ځکه موږ واقعاً د هنر په برخه کې ډېره اړتیا لرو چې زده کړه وکړو. دا خبره مې ځکه وکړه چې په ۱۰۳ پاڼه کې «د یوه اثر هنر» تر عنوان لاندې د هنر په اړه معلومات ورکړل شوې دي او زما د پوهنتون دوره رایاده شوه، چې په هغه وخت کې به زما ډېر عنوانونه په یاد نه پاتې کېدل خو محتوا به مې ښه ذهن کې پاتې کېدله. نو داسې فکر راته ودرېدی چې ښایي دا کتاب د پوهنتونونو لپاره هم د یوه فرعي کتاب په توکه ځکه د تدریس سپارښتنه وشي چې هر ډول نوې ویینه، مطلب په ښه توګه واضیح شوي دي، ځکه لیکوال هره موضوع ته خپله څېړنه کړې او هغه اول خپل ځان بیا لوستونکو ته کار آسانه کولو هڅه کړې ده. بل هنر یې دا کړی چې یو شمېر عنوانونو ته یې هنري شعرونه پیدا کړې دي.
دا کتاب یو ډول انسان ته ازادي ورکوي، هڅوي دې چې نوی کار وکړې، اجازه درکوي د ځینو اصولو پر ماتولو فکر وکړې. د یو ښه کتاب یو ښه لیکوال ځانګړنه دا ده چې لوستونکی تر خپل فکره محدود نه کړي، چې د هنر په برکت «هنرستان» کې همدا هنر شته.
زه مومند صاحب له نږدې پېژنم او ماته یې اجازه راکړه چې خپل نظر پر دې کتاب ورسره شریک کړم، دا زما لومړی ځل دی چې د لوستلو پر وخت نوټ اخلم بل د دې ویاړ لرم چې پوهنمل استاد ګل الرحمن رحماني سره له نږدې پېژنم او ورڅخه زده کړه کوم چې په «هنرستان» کتاب باندې استاد رحماني صاحب سریزه هم لیکلې ده، نو دې دوو فکټورونو وهڅولم ترڅو خپل نیمګړی نظر پر دې هنري ټوټې ورکړم.
وړاندیزونه:
وایي خپله نیمګړتیا د ولو(اوږو) منځ وي، یعنې خپل ځان ته نه معلومېږي هر چا چې دا خبره کړې ډېره یې هم ښه کړې ده، موږ د خپل ځان په نسبت د نورو نیمګړتیاوو ته ډېر ژر متوجه کېږو. نو ځان ته مو پام نه وي او خپلې نیمګړتیاوې نه وینو، که کوم څوک ښه دوست ولري، نېکمرغه به وي چې د اصلاح لپاره یې همکاري ورسره وکړي.
۱- په ۳۲ پاڼه او پنځم پاراګراف کې د (د) حرف ډېر کارول شوی دی او دا چې که لیکوال ځان لږ په زحمت کړی وای نو کولی یې شول چې یا دال ونه کاروي یا یې بله ساده لار ومومي. ډېر داسې ځایونه ول چې د (د) راوړل ضرور نه ول. خو بېرته مې پام شو چې حد اقل ښه دا دی چې دا هنر پنځول شوی دی.
۲- په ۴۷ پاڼه څلورم پاراګراف او دویمه لیکه کې د «ناساز ګاري» کلمه لیکل شوې ده، چې ښایي «جوړ نه راتلل» ورته ښه راغلې وای، که څه هم زما وړاندیز کره نه دی، خو بیا هم لیکوال ته په کار وه چې لږ یې ځان په عذاب کړی وای.
۳- لنډ لیکل یو هنر دی او له اضافي جملو څخه ډډه کول د یوه لیکوال د هنر یوه برخه ده، په ۴۸ پاڼه او دویم پاراګراف کې داسې لیکل شوې دي: « زه ډېر ځای داسې پېښ شوی یم، اورېدلي مې دي.» دا دواړې جملې نږدې مانا ورکوي، یوه یې لیکل شوې وای بلې ته اړتیا نه وه.
خدای مه کړه ما لستوڼې نه دي راپورته کړي چې دا کتاب داسې معرفي کړم چې ستونزه لري، یوازې د یوه لوستونکي په توګه خپل نظر شریکوم او ښایي زما دا نظرونه خپله تر نیوکې لاندې وي او نیمګړې وي. زما نظر څه د کاڼو کرښې نه دي موږ باید یوه بل ته ووایو چې کوم څه زموږ او ستاسو په کارونو کې ښکلا رامنځته کولای شي.
پایله
لنډه دا چې د «هنرستان» په لوستلو به مو هنري ذوق یو ځل بیا راوېښ شي، وبه مو هڅوي چې په ورځنیو کارونو کې هم یو ځل خپل کارونو ته به هنري سترګو وګورئ او که همدا هنري کتل مو دوام وکړي تاسو به خپله د بېلابېلو هنرونو پنځونکي واوسئ. د «هنرستان» په لوستلو به مو فکر کول هم هنري وي.
درنښت