ژباړه: حامد بهیر
د دې له پاره چې وکولای شو یوه یوه ښه او تاثیر لرونکې لیکنه وکړو نو باید لاندې ټکو ته پاملرنه وکړو:
لومړی د هغه څه په اړه چې لیکو یې باید ښه فکر وکړو، چې له کومه یې پیل کړو. بې شکه چې د لیکوالۍ یوه ګرانه برخه پیل دی.
دې پیل ته د ورتګ له پاره، باید اندېښنه ونه کړو. هغه څه چې په ذهن کې مو دي، ولیکو او له همدې ځای نه یې پیل کړو.
وروسته مو هغه څه چې لیکلي دي، جزیاتو ته یې پراخوالی ورکړو او د کلي شیانو له ویلو نه ډډه وکړو؛ ځکه چې کلي خبرې د لیکوالۍ په برخه کې یو د ټمبلۍ عامل دی. د لوستونکی انګېزه د لیکنې د څارنې او لوستلو کې کموي.
د لیکلو په وخت کې باید پراخه حوصله ولرو او پای ته له بېړې نه په کلکه توګه ډډه وکړو.
لیکنه مو په څو برخو او ټوټو باندې وویشو؛ یانې هره برخه باید داسې وي چې موضوعي تسلسل یې یو له بل سره په ټکر کې نه شي.
هر متن (په ځانکړي ډول مقاله) په څلورو مهمو برخو باندې باید ویشل شوې وي؛ لومړی د خبرې منځ ته راتګ، دویم د متن پیل، درېیم د متن بدن او په پای کې پایله یا د خبرې خلاصه.
په داستان لیکنه او شعر کې، د لیکلو چاوکاټ د شعر لیکنې او لیکوالۍ د اصولو په بنیاد جوړیږي. چې د دې له پاره کولای شو د شعر او داستان لیکنې په اړه مهمې منابع او کتابونه وګورو.
د لیکوالۍ غوره او ساده لاره، د ذهني لاسته راوړنو لیکل دي؛ یانې موږ هغه څه چې لیکو یې لومړی یې له کومې کمونې نه پرته ولیکو او وروسته هغې ته د سمون ورکولو په وخت کې هغه څه چې اضافه وي ترې نه لري کوو او هغه څه چې کم دي ور زیات یې کړو.
هڅه مو باید دا وي چې په لیکوالۍ کې په فرد پورې اړونده کړنلاره وکاروو. او د نورو د تقلید نه ډډه وکړو. دا کار کولائ شي چې په راتلونکې کې موږ د یوه ځانګړي او نوي سبک، طریقې خاوندان کړي او د لوستونکو له پاره مو لیکنه په زړه پورې کړي.
لیکونکي اوسئ!























































