ژباړه: حامد بهیر
یو شي په یوه وخت کې هم کولای شي چې ښه، بد او یا هم هېڅ توپېر ونه کړي.
مثلاً: موسیقي د پرېشانۍ له پاره ښه ده، د غمجنو له پاره ښه نه ده او د کاڼه له پاره نه ښه ده او نه بده.
که مې وکولای شول چې خپل عواطف او احساسات مې درک کړم، کولای شم چې کنترل یې هم کړم.
هر څوک د خپلې طبعي ازادۍ په لرلو سره دا اجازه لري چې د خپل عقل نه ګټه واخلي. تر څو په یو ډول باندې د خپل ژوند ډول تعریف کړي چې په دې ډول باندې ژوند هغه ته د راښکاره کېدلو اجازه ورکوي.
هېڅ څه په دې هڅه باندې لومړي توب نه لري چې یو شخص خپل وجود وساتي د تصور وړ نه ده.
یو ازاد سړی، هېڅ کار ته له مرګ نه کم فکر نه کوي او د هغه حکمت د مرګ په اړه فکر نه دی؛ بلکې د ژوند په اړه فکر کول دي.
انسان د شهرت د تحصیل له پاره باید د خلکو په خوښه کړنې وکړي. هغه څه چې هغوی ترې کرکه کوي کرکه وکړي او چې مینه ورسره لري مینه ورسره وکړي.
ما دا هڅه وکړه چې د خلکو په کړنو باندې ونه خاندم، هغو ته وګورم، ځان پرې پوه کړم او درک یې کړم.
که انسانان ازاد نړۍ ته راتللی، د ازادې په مهال به یې د خیر او شر په اړه هېڅ فکر نه کاواه.
نوو مفکورو ته حیرانېږی مه؛ ځکه ته د هرشي په حقیقت باندې پوهېږې. هېڅ څه د دې له امله چې څوک یې نه خوښوي له منځه نه ځي.
ډېر بریالي خلک چې زه یې پېژنم، هغه خلک دي چې تر ویلو اوري ډېر.
هر عالي څېر په همغه اندازه چې ګران دی، په همغه اندازه نادر او کم پیدا کېدنکی هم دی.
کله چې د انسان زړه په لنډ مهاله او بې پایلې څیزونو باندې تړلی وي، چې له لاسه یې ورکړي نو د غم او خپګان دلیل یې کېږي.
لوړ الوت یو اطرافي میل دی، د قدرت له پاره.
ژاړه مه، په قهر او غوصه باندې خبرې مه کوه، یوازې فکر وکړه او پوه شه.
هر هغه څه چې د طبیعت خلاف دي، د عقل خلاف هم دي او هر هغه څه چې د عقل خلاف وي باید شاته وغورځول شي.























































