ژباړه: حامد بهیر
عاشق وجود له ځانه وځي تر څو جانان ته ورسېږي.
دا بې قراره وجودونه د هغې او دې دنیا پروا نه لري، له باران او توفان څخه نه وېرېږي او پرته د جانان له وصل څخه، د بل څه په اړه فکر نه کوي.
عاشق ځانونه د جنت او دوزخ له هیلو څخه فارغ وي، له خدایﷻ سره داسې مینه کوي چې جنت ته د تللو او د دوزخ له وېرې څخه نه وي؛ ځکه د حق په ذات کې محوه وي او د خدایﷻ عبادت یوازې د خدایﷻ کوي.
سر تر پایه جنون وي، د حق او حقیقت چې له درونې پېژندنې چې د حضرت حق څخه سرچېنه اخلي د لیدو وږي وي.
د مال، منال، ښځې، اولاد او عیال پروا نه لري او د نورو برخې ته هېڅ ورګوري هم نه.
” آن کس که ترا شناخت جان را چه کند
فرزند وعیال و خانمان را چه کند
دیوانه کنی هر دو جهانش بدهی
دیوانه ی تو هر دو جهان را چه کند”
(خواجه عبدالله انصاري)























































