ژباړه: حسیب نورمل
له نورو سره مرسته کول ښه کار بلل کیږي، پېړۍ کیږي چې موږ ته دین، ادبیات، تعلیم، دود او کلتور له نورو سره د مرسته کولو توصیه کوي، له نورو سره مرسته کول ډېرې معنوي ګټې لري، له نېکه مرغه باید وویل شي چې له نورو سره مرسته کول یوازې معنوي ګتې نه بلکې ډېر نورې کټې هم لري چې تر ټولو مهمه یې دا ده چې د نورو سره ښه کول د انسان پر جمسي او رواني روغتیا مثبت اغېز کوي.
ارواپوهنه وايي؛ له نورو سره ښه کول په انسان کې ښه احساس رامنځه کوي، بل د انسان په مغز کې هغه برخه چې د خوشالۍ او خوښۍ مسوولیت په غاړه لري فعاله ساتي، دغه راز څېړونو ثابته کړې ده چې له خلکو سره مرسته کول زړه روغ ساتي، د وینې فشار کموي، عمر زیاتوي، ایمني(دفاعي) سیستم قوي کوي، سټریس له منځه وړي، په مغز کې د (اندروفین) په نوم هورمون تولید سبب کیږي.
له نورو سره مرسته کول که څه هم زیاتې ګټې لري خو تر اندازې زیات بیا د ګټې پر ځای د زیان سبب کیږي، څېړنې ښيي، هغه کسان چې د نورو لپاره قرباني ورکوي، له هغو نه په سلو کې ۶۳ سلنه کسان یې په خطرناکو ناروغیو اخته کیږي، کله چې له نورو سره مرسته کوو او د هغوی لاسنیوی کوو نو باید ځان له یاده ونه باسو، ځان ته هم پوره پام وکړو.