لیکنه: محمد ظريف عنايت زی
مرکه د مالوماتو د ترلاسه کولو یوه اساسي لاره ده چې په هغې کې په مخامخ او یا هم په غیر حضوري توګه له یو کس او یا ډېرو خلکو د یوې مسلې په اړه پوښتنې کېږي.
په مرکه کې تر ټولو مهمې د هغې پوښتنې دي چې باید له وړاندې ورته پام وشي. بریالۍ مرکه هغه ده چې آزادې پوښتنې پکې مطرح او د هغې لپاره آرام چاپېریال غوره شي ځکه د مرکې آرام چاپېریال د نظرونو په تبادله کې مهم رول لري. په ډېری موردونو کې ښايي ځینې داسې پوښتنې چې د خلکو په اند ډېرې عادي او بېارزښته وي خو په زړه پورې او مهم ځواب کېدای شي ترلاسه شي.
له مرکې مخکې باید مرکچي د یوې منصفانه مرکې لپاره ځان چمتو کړي، همداراز په پام کې مو وي چې د مقابل لوري ځوابونه په خورا ځیرتیا درسره لیکئ او یا یې ثبتوئ او د هغه هر ځواب ته که ستاسو د خوښې وړ هم نه و په خورا زغم او ځیرتیا سره ورته غوږ ونیسئ ځکه دا حق نه لرئ چې د چا له نظر سره مخالفت وکړئ، یوازې کولای شئ چې خپلې پوښتنې مطرح کړئ.
دا هم باید ووایو که یو څوک نه غواړي هغه څه چې تاسو یې غواړئ درته ووايي تاسو له ژورنالیستیکي پلوه دا حق نه لرئ چې خپله خبره پرې وتپئ یا په بله وینا د هغه په خوله خپله خبره وکړئ ځکه یو څوک ستاسو د نظر وړ خبرو کولو ته اړ ایستل لویه ژورنالیستیکي او اخلاقي تېروتنه ده. تاسو به هم لیدلي وي چې کله مېلمه د یوې پوښتنې ځواب ورکوي کوربه یې بیا بیا خبره ورپرې کوي او یا هم غواړي چې خپل نظر پرې وروتپي چې دا د ژورنالیستکي اخلاقو او نورمونو خلاف عمل دی.
ځینې مرکې بیا داسې هم وي چې اساسي او مهمې پوښتنې پاتې او د مرکې لپاره ټاکل شوی وخت پای ته رسېدلی وي او کوربه دا وخت په کم ارزښته پوښتنو ضایع کړی وي. نو بایده دي چې پوښتنې داسې مدیریت کړو ترڅو د مرکې په لومړیو کې هغه اساسي او مهمې پوښتنې مطرح شي چې مرکه مو یې له امله برابره کړې او وروسته بیا نورې لږ ارزښت لروونکې پوښتنې ورسره مطرح شي.
لاندې څو نور ټکي هم د مرکې لپاره اړین بریښي چې مرکه کوونکي باید ورته جدي پام وکړي:
ـ له چا سره چې مرکه کوئ باید په ژبه یې پوه شئ او یا هم ښه پوه ژباړن درسره وي.
ـ د ارزښت له مخې د پوښتنو ټاکل او مطرح کول.
ـ د مقابل لوري د باور او اعتماد ترلاسه کول.
ـ د مرکې پرمهال مقابل لوري ته په ځیرتیا سره غوږ نیول اړین دي ځکه دا مېلمه ته درناوي او د هغه خبرو او نظر ته د ارزښت ورکولو په مانا دي.
ـ له ټیپ ریکارډر څخه د استفادې په صورت کې له مقابل لوري اجازه اخیستل.
ـ د هغه مقام او ټولنیز موقعیت ته پام کول.
ـ له مرکې مخکې مقابل لوري ته د موضوع په اړه بشپړ مالومات ورکول.
ـ د مقابل لوري د کمزورو او د پیاوړو ټکو پېژندل.
ـ لومړی د مرکې له موضوع پرته آزادې خبرې کول ترڅو هغه داسې فکر وکړي چې له یوه نږدې ملګري سره مخامخ دی.
ـ له داسې پوښتنو تر ډېره ډډه کول چې ځواب یې یوازې هو او نه وي.
ـ د مرکې د ژر پای ته رسولو هڅه نه کول.
ـ د مرکې په لومړي سر کې داسې فضا برابرول چې د مقابل لوري باور ترلاسه شي ترڅو په خپله خوښه په آزاده توګه او ډاډه زړه خبرې وکړي.
ـ کله چې له چا سره مرکه کوئ د هغه له نظر سره مخالفت نه کول.
د مرکې ډولونه
یو کسیزه مرکه، ډلهییزه مرکه، په کار د ګمارولو مرکه، شخصي مرکه، آزاده مرکه، شفاهي مرکه، خبري مرکه، مطبوعاتي مرکه، راډیویي مرکه، ټلویزیوني مرکه او…
فردي مرکه
-په فردي مرکه کې له یو چا سره د ځانګړې مسلې په اړه پوښتنې د خبرواترو په توګه مطرح کېږي.
شخصي مرکه
– په شخصي مرکه کې د یو کس د سیاسي، ټولنیزو، مذهبي، علمي، کاري او د ژوندانه په نورو برخو کې پوښتنې کېږي خو یو کس چې په ټولنه کې له شهرته برخمن دی د هغه د کارونو او وړتیاوو په هکله پوښتنې اړینې دي یا یو کس چې څوک یې نه پیژني لومړی د هغه بشپړ معرفي کول او بیا یې د دندو او وړتیاوو په اړه مالومات ورکول.
په شخصي مرکه کې د مرکې د چاپېریال او له چا سره چې مرکه کېږي د هغه د حرکتونو یادول اړینه چاره ده.
ډله ییزه مرکه
– په ډلهییزه مرکه کې د زیات شمېر وګړو نظرونه او افکار پوښتل کېږي او اکثره دغه راز مرکې د ورځنیو مهمو حالاتو او یا د یوې ځانګړې پيښې په اړه وي چې د هغې په اړه د بېلابېلو کسانو د نظرغوښتل اړین وي. په دغه ډول مرکو کې باید پوښتنې لنډې، ساده او په آسانه الفاظو وي ځکه د خلکو له بېلابېلو پرګنو سره مخامخ کیږئ.
– په مخامخ یا هغو مرکو کې چې د تلیفون له لارې کېږي مرکچي باید د مرکې پر اصولو په پوهېدو سربېره د بېلابېلو مسلو او په تېره بیا د هغې موضوع په اړه چې پرې خبرې کوي بشپړ مالومات ولري او د هغې ترڅنګ باید ژورنالیستیکي اصولو ته ژمن وي او داسې پوښتنې ونه کړي چې د مقابل لوري حیثیت ته د زیان رسولو او په راتلونکي کې د هغه د له لاسه ورکولو لامل شي او یا هم پرهغه د خپل نظر د تپلو هڅه وکړي چې له بده مرغه د ځینو رسنیو مشران او کارکونکي دې اصل ته هېڅ پام نه کوي او د مرکې له سره په مقابل لوري د خپل نظر د تپلو په لټه کې وي او غواړي چې د هغه له خولې خپله خبره وکړي.
د مقابل لوري په روحي حالاتو پوهېدل د ښه مرکچي ځانګړنه ده. مرکه کوونکی باید تل په ذهن کې څو اضافي پوښتنې ورسره ولري چې ښایي په ځینو موردنو کې د مرکې له موضوع پرته پوښتنې وکړای شي.
ـ په ډلهییزه مرکه کې مقابل لوری غواړي چې پوښتنې په لیکلې بڼه ورکړل شي ځکه په دې کار سره هم پرې زیات واکمنېدای شي او هم د ځواب ورکولو لپاره بشپړ وخت لري چې دغه ډول مرکې اکثره په تحقیقي او علمي برخو کې کېږي او دا مرکې ډېر لږ خبري اړخ لري.
آزاده مرکه
ـ په آزاده مرکه کې د بېلابېلو مسلو په اړه پرلپسې پوښتنې او لازم ځوابونه ترلاسه کېږيچې تر ډېره په پوښتنو کې محدودیت او چوکاټ نه وي.
رسنیزه مرکه
ـ مطبوعاتي، راډیویي او ټلویزیوني مرکې په ټول کې په خبري، عمومي او فردي توګه ترسره کېږي چې په خبري مرکه کې موخه د یوې ځانګړې پېښې په اړه مالومات ترلاسه کول دي خو په دغه راز مرکو کې د ننه په ستوډیو کې مرکه تر ټولو ګرانه او د ډېر ارزښت وړ ده ځکه په دې مرکه کې هرڅه د لیدونکو او یا اورېدونکو په وړاندې وي.
په دنده د ګمارلو مرکه
ـ په دنده د ګمارلو مرکه په یوه ځانګړې دندې کې د کسانو د وړتیا د مالومولو لپاره کېږي چې دا کار نن سبا د یوه کس د ښې وړتیا په مالومولو کې ډېر ګټور ثابت شوی، که څه هم دا کار په لیکلې توګه هم کېدای شي خو د مرکې او په مخامخ بڼه کې د وړاندیز کوونکي پوهه، وړتیا او ځیرتیا ښه جوتېږي.
لنډه دا چې د نالوستو او کم لوستو لپاره د یوې مسلې ښه روښانول د یوې موضوع بشپړه روڼتیا او د ډېرو خلکو پوښتنو ته ځواب ویل او د یوه وګړي ښه ارزونه د مرکې ګټې دي.