ژباړه: ګلثوم محمدي
غوسه (غوړمبېدل) د ناخوښۍ يا نارضايتۍ يو حالت دی، چې احتمالا اکثريت خلک دا حالت تجربه کړي. خو مهمه خبره دا ده، چې ولې دا حالت رامنځته کېږي؟
غوسه (غوړمبېدل) هغه وخت پيلېږي؛ چې شخص فکر کوي چې له پامه غورځول شوي يا هم کوم اړتياوې چې لري هغه نه پوره کېږي. دا کړنه يا چلند سربېره پر دې چې د دوی شاوخوا خلکو ته د ناراحتۍ لامل کېږي، د شخص لپاره هم جدي ستونزې هم رامنځته کوي.
ډېری وختونه غوسه د ځينو دردونو لکه د معدې درد، د سټريا احساس، اندېښنې او اضطراب لامل کېږي، خو د دې بد عادت لامل څه شی دی؟ په دې ليکنه کې تاسو به د همدې موضوع په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ.
غوسه یعنې څه؟
غوسه داسې يو حالت دی چې يو څوک په دوامداره توگه له خپل وضعيت څخه شکايت کوي. ځينې خلک په ځينو خاصو حالتونو کې غوسه کېږي، خو ډېری داسې کسان هم شته چې دې کار سره عادت شوي دي. کله چې يو څوک دې چلند سره عادت شي، حتا په غورو شرايطو کې د پلمو پسې گرځي.
په ارواپوهنه کې غوسه یعنې د نورو کسانو پر منفي او غلطو چلند او کړنو تمرکز چې د شخص او شاوخوا خلکو د ناراحتۍ لامل کېږي.
د غوسې لاملونه
ښه ده چې پوه شئ د منفي احساساتو د څرگندولو لپاره دا چلند يوه غلطه لاره ده، ځکه دواړو خواوو لپاره ځورونکي تمامېږي. هغه خلک چې ژر غوسه کېږي، دوی اکثرا منفي گرا دي. غوسه ډېر لاملونه لري، چې دلته ځينې يې در په گوته کوو.
منفي احساسات لرې کول
له بي نظمۍ څخه وېره
د کمزوری احساس
فکري او اجباري وسواس
پر روغتيا باندې د غوسې اغېز
غوسه پر روغتيا باندې اغېز کوي. تاسو بايد پوه شئ چې دا عادت ستاسو روغتيا ته زيان رسوي. دغه حالت د کورتیزول هورمون د زيات ترشح لامل کېږي او همدارنگه د بدن د ايمني سیستم د ضعيف کېدو لامل کېږي. غوسه د سټرس او اضطراب لامل کېږي او ممکن د ځينو ناروغيو لکه شکر، لوړ کلسټرول، د وينې لوړ فشار او د زړه ناروغيو لامل شي.
څنگه دغه بد عادت پرېږدو؟
د دې چلند د درملنې لپاره لومړی تاسو بايد شکر کول زده کړئ. هڅه وکړئ د ناوړه چلند پر ځای د هغه شيانو لپاره چې تاسو په خپل ژوند کې لري له خدای (ج) څخه شکر گذاره واوسئ. که يو څه تاسو ځوړوي، تاسو کولای شئ له خپلې کورنۍ، ملگرو يا هر هغه چا سره خبرې وکړي، چې تاسو خپه يې کړي. ډاډه اوسئ چې ډېری ستونزې په خبرو کولو کې حل کېږي. سر بېره پر دې، ځينې حالتونه ومنئ او د هغو شيانو لپاره ځان مه ځوړوئ چې نشې بدلولای.
په ياد ولرئ چې نور نشې کولای ستاسو ټولې هيلې او اړتياوې پوره کړي، مگر دا په دې معنا نه ده چې دوی تاسو نه خوښوي يا هم تاسو ته بي توجه دي. تاسو بايد پوه شئ چې هر څوک ځانگړي ځانگړتياوې لري.
د غوسې د درملنې اغېزمنې لارې چې ځينې يې لاندې ذکر شوي:
کارونه د ځان او نورو لپاره دومره جدي مه نيسئ.
د کاغذ پر مخ وليکئ غوسه منع ده او داسې ځای پر ځای يې کړي چې ستاسو د سترگو په وړاندې وي.
خپلې کورنۍ غړو ته وواياست چې خوشحالۍ تاسو ته ډېر ارزښت لري.
د خپل کار د کمولو لپاره د کورنۍ د هرې غړي لپاره دندې تنظيم کړئ.
مخکې له دې چې تاسو غوسه شئ، ساه واخلئ او ځان ته شرايط جدي مه نيسئ.
له ماشومانو سره د بد چلند او غوسې پر ځای هڅه وکړئ، چې دوی سره د مختلفو موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ. دوی ته زده کړئ چې بايد څنگه او څه ډول څلند وکړئ.
هڅه وکړئ چې له نيوکې ځان ځلاص کړئ او له خپل ژوند څخه ډېر خوند واخلئ.
د غوسه يې خلکو نښې څه دي؟
هغه خلک چې ژر غوسه کېږي دوی معمولا هرې غوښتنې دوه ځله تکراروي. هغه کارونه چې د دوی پر خلاف وي په چتکۍ سره ځواب ورکوي او په دوامداره توگه د بې وسۍ احساس کوي. دغه خلک زيات نيوکه کوي او معمولا د مور يا پلار په څېر څلند څرگندوي. ښه ده چې پوه شئ، دوی تل د نورو په اړه فکر کوي او لږ وخت ځان ته ورکوي، له همدې امله دوی زياتره وخت ناخوښه دي.