ژباړه: حامد بهیر
هر انسان د ځان او هغه څه د ویلو لپاره چې په ذهن کې یې دي، لیکلو ته اړتیا لري، خو ددې اړتیا ترڅنگ دا اندېښنه لري چې له کوم ځایه او څه ډول یې پیل پیل کړي. دا اندېښنه کله کله ددې لامل شې چې له لیکلو نه لاس واخلي.
دلته هغه ټکو ته اشاره کوم چې د تازه کاره لیکولانو لپاره د ارامه لیکنې او انگېزې په اړه دي، تر څو وکولای شي ددې لارښونو په واسطه ښه، ارامه او له اندېښنې پرته لیکنه وکړي.
ــ کله چې قلم په لاس کې اخلی، لومړی مو خپل تمرکز د هغې موضوع په اړه زیات کړئ چې لیکئ یې؛ یانې دې ته فکر وکړئ چې د کومې موضوع په اړه لیکنه کوئ.
ــ وروسته مو موضوع په خپل ذهن کې طبقه بندي کړئ او پل په پل مخکې لاړشئ.
ــ بیا د لیکلو پړاو څنگه چې مو په ذهن کې طبقه بندي کړئ پیل کړئ او خط په خط مخکې لاړشئ تر څو د موضوع پای ته ورسی.
ــ کله چې د موضوع پای ته ورسی، احساس کوی چې ذهن مو د موضوع دبیان او پنځونې په وسیله منعکس شوی او نور یې د لیکلو اړتیا نه محسوسوی.
ــ د لیکولو په وخت د هغه څه د محتوا پرته چې لیکی یې، د هیڅ څه په اړه فکر مه کوئ.
ــ جملې روانې او د موضوع د اصل سره د مفهومي پیوند په بنیاد ولیکئ او د هر ډول حاشیه ولیکلو څخه ډډه وکړې ( بې له دې چې اړتیا ورته ولری ).
ــ له بې ځایه اوږدو لیکنو څخه د لیکلو په وخت کې ډډه وکړئ؛ ځکه دا کار مو لیکنه ستړې کوونکې کوي او تاسې هم ذهنً د محتوا له اصل څخه چې باید ویې لیکی، لرې کوي.
ــ له لیکلو وروسته مو لیکنه څو ځله ولولئ او د غوره والي لپاره سمون پکې راولئ.
یو څو نورې ضروري نکتې:
ــ تر څو مو چې په ځان کې د لیکلو لپاره انگیزه احساس نه کړه، څه مه لیکئ؛ ځکه د تاسو او لوستونکو لپاره مو د ذهني ستړیا سبب کېږي.
ــ له لیکلو نه مخکې ارامه ساه واخلئ او ځان مو لیکلو ته چمتو کړئ؛ ځکه د لیکلو په وخت کې گډوډي ستاسو لیکنې ته زیان رسوي.
ــ لیکوالي یوه عاطفي اړتیا ده، له ژوند څخه دلاسته راوړنو او اخیستنو د وړاندې کولو لپاره. نو د لیکلو په وخت کې باید په دې عاطفي تشه کې جبر ځای پر ځای نه کړو.
ــ د لیکوالۍ په اړه پرله پسې تمرین له یاده ونه باسو؛ ځکه دا کړنه د تجربې په برخه کې لاغوره والي راولي او د ارامه لیکنې لپاره لیکوال په ډالیو نازوي؛ یانې په ساده ډول کلمې د هغه په ذهن کې منسجم کېږي او د مومو په ډول د هغه د فکر په منگولو کې جوړښت مومي.