جمیل الله حیران
شعر نا اشنا خبرې دي او هغه خبرې، چې د انسان حواس ورسره اشنا نه وي ژور اغېز پریباسي، همدا خبرې انسان د خیال ژورو ته ور ښکته کوي، حواس یې لړزوي او بلاخره د فکر په پراخه دښته اوږده اوږده مزلونه ورکوي.
تاسو به ډېر شاعران لوستي وي، اکثریت شاعران داسې دي، چې شعر یې عادي خبرو ته ورته وي، انسان باندې اغېز نه پرېباسي، په سلو کې یو بیت یې لوستونکي ته خوند ورکوي، پاتې بیتونه یې هسې د الفاظو اسراف وي، نور څه ګټه نه لري، دې ډول کسانو ته موږ شاعران نه شوی ویلی، ځکه دوی ډېرې خبرې کوي، هغه خامخا په ډېرو خبرو کې یوه نیمه نا اشنا خبر هم ترې کیږي، خو ځینې کسان بیا داسې هم شته، چې هره خبر یې نا اشنا وي، هره خبر یې ستا احساسات لړزوي، هره خبر یې ستا عواطفو ته ټکان ورکوي او بلاخره هره خبر یې تا د خیال ژورو ته ور ښکته کوي، چې دا ډله خلک شاعران او له دې ډلې یو یې خالد افغان دی.
موږ په لغمان کې له ملګرو سره یو ځای یو واده ته دعوت شوي وو، لغمان کې دود داسې دی، چې اکثریت ودونه د شپې لخوا وي، ټول مراسم هماغه شپه باندې خلاصیږي، په همدې شپه د واده مراسمو سره خوندورې مشاعرې هم مل وي. د ډوډۍ تر خوړولو وروسته موږ د مشاعرې ځای ته ور نږدې شوو، یو ملنګ سړی په یوه جوړه جامو او یو څادر کې ناست وه، ډله ځوانان ورباندې راټول وه، وروسته همدا ملنګ انسان دریځ ته ور پورته شو، دوه غزله یې وویل، خو په ریښتیا داسې غزلونه وه، چې هر لفظ یې زړه کې لارې کولې، د غزلو په منځ منځ کې دا بیتونه هم خالد افغان تر خپلې حنجرې را وویستل او هماغلته په لومړي ځل زه پوه شوم، چې د یادو بیتو شاعر خالد افغان دی:
د خاموشۍ له بده شوره به یې ووهمه
خو یوه چغه ده په زوره به یې ووهمه
که خپل تندی وهمه څومره به یې ووهمه
ښه نو له کومه کومه توره به یې ووهمه
د خالد افغان همدې بیتو ته که تم شو له یو خوا تضاد پکې پروت دی، ځکه خاموشي د شور ضد کلیمه ده او په دې بیت کې د دواړو کلیمو راتګ تضاد رامنځ ته کړی، بلخوا پاراډکس/ پاراډوکس پکې شتون لري، ځکه خاموشي د سکون په مانا ده، خو شاعر دلته له خاموشۍ د (بد شور) مانا اخلي او دا ښایي، چې خاموشي هر کله د سکون په مانا نه وي، کله کله د فشار او شور په مانا هم وي، همدارنګه ایجاز هم پکې شتون لري، ځکه په کمو الفاظو کې خورا لوړ احساسات بیان شوي، د (ووهمه_ ووهمه) ردیف ته که توجه وکړو تکرار احسن ادبي صنعت پکې شتون لري، ځکه دا کلیمه تکرار راغلې، خو داسې تکرار دی، چې په بیت کې یې ښکلا زیږولې. د بیت عاطفي اړخ ته که ګورو؛ نو عاطفي اړخ یې هم خورا بارز دی، ځکه شاعر د یو داخلي فشار ښکار دی او غواړي دا فشار د یوې چغې په وسیله ختم او زړه ته سکون ورکړي، دا بیتونه د خالد افغان د عالي شاعرۍ یوه بیلګه وه، که بیتونه د ادبي فنونو له مخې لا پسې تحلیلوو؛ نو زیاتې خبرې ورباندې کیدئ شي، تنها دا دوه بیتونه نه، بلکې د خالد افغان هر بیت همدومره دروند بار پورته کوي.
خالد افغان ډېر ذوقي انسان دی، که د ذوق د معیار په وسیله خلک په کټګوریو وویشل شي؛ نو زه په ډاډ دا خبره کوم، چې دی به یې په سر کې ولاړ وي. افغان د نورو شاعرانو په څېر یوازې خپل شعرونه خلکو ته نه اوروي، بلکې د نورو اشعار هم په مینه اوري، دی د هر چا په اشعارو کې خپل دردونه او احساسات ګوري، کله کله چې شعر ورته دیکلمه کوې له ده بې اختیاره چغه وخیژي، کله بیا بې اختیاره په کړس کړس وخاندي، کله بې اختیاره خپل لاسونه وپړکوي او کله شعر دومره اغېز پرې وکړي، چې نا اشنا الفاظ یې تر خولې راووزي.
خالد افغان انځورګر شاعر دی، دی د ژوند له بې عدالتۍ ځوریږي او وایي، چې ژوند چاته روښانه او د هیله بښونکي سهار په څېر دی، خو چاته بیا سخت او د ټکنده غرمې په څېر دی:
وخت ماته ښودلې دنیا ټکنده غرمه ده
ژوند په چا سهار دی په چا ټکنده غرمه ده
افغان په خپل شعر کې د ماشومتوب د وخت د خوږو وختونو او سختیو یادونه هم کوي، دی په خورا ښکلې بڼه له خپل بابا سره د ګډو شیبو، غنم لو او سوځنده ګرمۍ یادونه په خپل یو بیت کې په خورا ښکلې بڼه کوي:
یاد مې ماشومتوب شي غنم لو کې مابه وویل
بس دی ځه چې لاړ شو بابا ټکنده غرمه ده
خالد افغان ډېره او ښه شاعري کړې، په شعر مین دی، شعر سره مینه لري، دی عاشق او خپل شعر یې معشوقه ده، د نورو په څېر شعر نه شهرت او پیسې نه غواړي، خپل شعر درباري کوي نه، د هر بې شعوره او بې حیثیته ستاینې پکې نه کوي، ځکه نن د پښتني ټولنې دومره ستر شاعر د لغمان په بصرام کې ګوشه نشین ناست دی، نه چا ارزښت ورکړی، نه شهرت لري او نه ددې سترې هستۍ په قدر پښتانه پوهیدلي، علت یې ممکن هماغه وي، چې ستر خوشحال یې کلونه مخکې یادونه کړې:
پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
اوښ له باره سره کور ته ورغلی
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
خالد کله له دې دنیا دومره ناهیلي شي، چې ځان د ټولې دنیا خراب او بدتر ګڼي، کله بیا په سختو ورځو کې د یو ښه ملګري په لټه کې سرګردان ګرځي، خو هېڅ داسې ملګری پیدا نه کړي، چې دده په درد دوا شي، بیا له ناهیلۍ دا چغې ووهې:
د دنیا په بهر او بر مې نظر وکړ
څوک زما غوندې خراب او بدتر نشته
سختو ورځو کې یو نر ملګری بس دی
بس دی، بس دی، بس خو دی خو مګر نشته
د خالد افغان شعر، چې څومره لوړ دی، خوی او خصلت یې هم هماغومره لوړ دی، دی ملګرو سره له زړه مینه لري، کله په خړو خاورو کې ورسره ناست وي، کله یې له ملګرو سره یو ځای د سیند غاړې ته پناه وړې وي، هلته ورسره کیسې کوي، کله بیا د پولې په سر ورسره مجلسونه کوي، افغان صرف د ملګرو د مجلسو تږی وي او د ژوند تر ټولو خوږې شیبې یې هماغه وي، چې د ملګرو په څنګ کې وي، په خپل شعر کې هم دی خپل سر او مال له ملګرو قربانوي:
یو په زړه مې پښې مه ږدئ چې ګناه ده
نور مې سر او مال بښلی دی لالیو
خالد مین دی، خو دده مینه تر نفسي خواهشاتو نده محدوده، خالد په یو حسن مین دی دا حسن یې په ریښتیا په زړه ورننه وتلی، دده زړه کې یې ځای پیدا کړی، اوس یې زړه پسې څړیکې کوي او په دې مینه کې ځان دومره غرق بولي، چې د منصور په څېر تر ځان هم تېر دی، دی وایي:
ډېره موده شوه چې منصور په دار ختلی ندی
پریږده چې ستا په مینه شمه غرغره ګلابه
ګلابه تاپسې زما په زړګي څه تېریږي
کاش چې یو وخت دې وی لیدلې دا لمبه ګلابه
د ښاغلي خالد افغان د شعر را سپړل او دده په شعر د بحث لپاره زیات کار او وخت پکار دی، ځکه د خالد افغان په شعر خورا زیات اثار لیکل کیدی شي، مونوګرافونه، تېزیسونه، علمي مقالې… پرې لیکل کېدی شي، دده شعر چې کله سړی لولي د ژوند هره برخه یې ډېره ښه راسپړلې، د وطن دوستۍ او وطن سره د نهایت زیاتې مینې په پار یې تاسو صرف دا یو بیت ولولئ:
غم په ده راشي او درد یې په ما راشي
خدای زما سینه کې ایښی د وطن زړه
د خالد افغان حق جوړیږي، چې ډېر څه ورباندې ولیکل شي او د شعر هر اړخ یې د فورم او منځپانګې له مخې تحلیل شي، خو دا چې لوستونکي راسره ستړي نشي همدلته بسنه کوم، افغان صیب تاته، ستا فکر او ستا شعر ته ډېر درناوی!











































