لیکوال: عبیدالله حسام
یوه پاچا خپل وزیر ته وویل، داسې یوه خبره راته وکړه چې زما خوشحالي په خپګان او خپګان په خوشحالۍ بدل کړي.
هغه ورته وویل: هر حالت ختمېدونکی دی.
یعنې هېڅ شی دوام نه کوي، که خپګان وي، که خوشحالي وي، که مالي وي، که قوت وي او که بل هر هغه څه وي چې موږ تاسې پرې تکیه کړې ده.
رښتینې اتلولي دا ده چې په ازموینه کې بریالي شو.
الله تعالی فرمایي: و ان کُنا لُمبتَلِین
ژباړه: او هرو مرو موږ تاسو ازمایوو.
ابتلا یا امتحان زموږ د پیدا کولو لامل دی. که ازمایښت نه وای؛ ملایکې بس وې چې د الله تعالی عبادت وکړي.
اتلولي دا نه ده چې له امتحان څخه بچ شې، بلکې دا ده چې پکې بریالی شې.
الله تعالی موږ د مال په راکولو یا د مال په اخیستلو امتحانوي. مېړه له ښځې او مېرمن له مېړه سره په اړیکه او چلند کې د ناخوالو له امله ازمویل کېږي چې صبر کوي او که نه.
په ښه اولادونو یا په بدو، سخت یا خوشاله ژوند، ښه مقام یا ټیټ منصب، په قوت او ضعف، په فقر او شتمني او بل هر حال کې انسان ازمویل کېږي.
باید په دې آزموینو کې بریالي شوو چې په دنیا او اخرت کې هم بریا ترلاسه کړو. باید د الله تعالی په امتحان کې ځانونه بریالي کړو.