لیکنه: حامد بهیر
د مڼې د ونې نه ډله مرغان والوتل، په ځمکه په پرتو زېړو پاڼو باندې د چا د پښو اېښودلو غږ شو، د باد نرمې څپې څو زېړې پاڼې له ځان سره هوا ته پورته کړې. ډنگر ښکاري د خپل بادي ټوپک په ماشه باندې گوته کېښوده، د ټوپک خوله یې په ونه کې ناستو مرغانو ته برابره کړه، له ډز سره د ونې نه د مرغانو ډله په هوا شوه، خو یوه ټپي مرغۍ لاندې پر ځمکه ولوېده. ښکاري ټوپک ښکته کړ او په بېړه د ټپي مرغۍ په لور ور روان شو او له ځمکې یې راپورته کړه، په نورو ښکار کړو مرغانو پسې یې سترګې وغړولې، خوله یې وازه پاتې شوه، څنگ ته یې وکتل، په ونه کې راځوړند جسد ته یې پام شو، مرغۍ یې له لاسه ولوېده، په شا روان شو، پښو یې سستي وکړه، جسد ته یې په ځیر ځیر کتل، رنگ یې زېړ الوتی وو، په مخ یې لږ لږ ږیره راغلې وه، نرې بریتونه یې درلودل، ژبه یې تر خوله راوتلې وه، خیرنې جامې یې په تن وې او په شنه رسۍ راځوړند وو.
تر پښو لاندې یې یو سپین کاغذ پروت وو، کوم څه پرې لیکل شوي وو، ورته ځیر شو، لیک یې ولوست ” مور ته مې ووایه چې جسد مې هم وسیزي، چې زړه یې ښه شي”
*
مازدیگر مهال په جومات کې گڼه گوڼه وه، خلک راتلل، مړي ته به یې دعا کوله او بیرته به لاړل.
بوډا چې د مړي پلار معلومیده، حالت یې بیخي خراب وو او سترگې یې له اوښکو ډکې وې.
ښکاري څو شیبې هلته ناست وو او مړي ته یې دعا وکړه.
د ماښام اذانونه وشول، خلک له لمانځه وروسته خپلو کورنو ته تلل، تر دې چې په مسجد کې ښکاري او د مړي پلار یوازې پاتې شول.
ښکاري د بې سېکه بوډا څنگ ته ورغی، له څو خبرو وروسته یې د لیک په اړه ورته وویل، بوډا سلگۍ شروع کړې، او ویې ویل؛ څو ورځې مخکې یې په کوم کباړي باندې د کور څه سامان خرڅ کړی و، مور یې ورته غوسه شوې وه، بیا یې پړی واخیست، د خسو او لرګیو راوړلو په بهانه مرور ووت، دوې ورځې ورک و، ټول ځایونه مو پسې وکتل، له همصنفیانو مو یې پوښتنې وکړې، خو تری تم شو، نن سهار یې د ځوانیمرګ…
نور سلګیو د خبرو اجازه ور نه کړه، د کاغذ ټوټه یې لړزانده ګوتو کې ونغاړله او پټو یې مخته ونیوه.























































