حمیدالله حمیدي
د نګارا جومات د مالیزیا په کوالالامپورکې ښار کې تر ټولو مشهور جومات دی. دغه جومات پر یو وخت د (۵۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري او په ۱۳هکتاره باغ کې جوړ شوی دی. د نګارا جومات په ۱۹۶۵ مېلادي کال کې جوړ شوی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا له سره رغول شوی دی. دغه راز د نګارا جومات مناره او یو شمېر نويو د اوبوحوضونو د جومات ښکلا یو پر دوه کړې ده.
دغه جومات ۴۵ ځله له سره رغول شوی، چې په وروستۍ بیا روغونه کې یې لویه ګنبده په آبي رنګ جوړه شوه. د جومات ګنبده د نړۍ د ټولو مساجدو له ګنبدو سره توپیر لري، ځکه دغه ګنبده یوه اتلس برخیز ستوري ته ورته ده، چې د مالیزیا د ۱۳ ایالتونو او د اسلام د پنځو بناو ښکارندويي کوي.
د لویې ګنبدې په شاوخوا کې ۴۸ نورې کوچنۍ ګنبدې هم شتون لري. د جومات پر دېوالونو د قران کریم آیاتونه په ښکلې خطاطۍ د مالیزیا د مشهورو خطاطانو پر لاس لیکل شوي دي.
دغه جومات د سهار له ۹ تر ۱۲ بیا د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر شپږ نیمو بجو پورې د خلک پر مخ پرانیستی وي. جومات په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور اړین ملحقات هم لري.