د کندز مسوولین وایي، د یاد ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸ کیلومتر فرعي سړکونو د پخولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي چې دا سړکونه د «اغاخان» دفتر په مالي ملاتړ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي.
وایي دا سړکونه د دشت ارچې ولسوالۍ ۱۴۱ کلي ترپوښښ لاندې نیسي او لسګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
بلخوا د دشت ارچې ولسوالۍ مسوولینو له خلکو غوښتي چې د ورته پروژو په پلې کولو کې همکاري وکړي، او د دې ولسوالۍ خلکو هم د یادې پروژې پر پیل خوښي ښودلې ده.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د فرعي سړکونو د رغولو چارې پیل شوې وې چې د ځینو کارونه یې بشپړ شوي دي.























































