د پروان ولایت د «جبل السراج» ولسوالۍ په مرکز کې د سمنټو د کارخونې د جوړېدو قرارداد لاسلیک شوی دی.
ویل کېږي چې په دې کارخونه ۲۲۰ میلیونه امریکايي ډالر مصرف راځي او د کانونو پټرولیم وزارت لخوا له یو قطري شرکت سره یې قراداد لاسلیک شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې د دې کارخونې د جوړېدو چارې به ژر پیل شي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دې کارخونې جوړېدو ته خوښ دي او د ورته نورو بنیادي کارونو د پیلېدو غوښتنه کوي.
تر دې مخکې هم د ګڼو نړیوالو موسسو او شرکتونو لخوا په افغانستان کې د پانګونې راپورونه ورکړل شوي وو.