پیوند پټان
شاید د سوریالېزم د بنسټ اېښودونکو کارونه لېونیانو ته ورته وي یا موږ او تاسې وخندوي. دا مکتب د هغه خلکو په وسیله رامنځته شو چې د تخیل په دنیا یې تمرکز کاوه، دوی غوښتل یو نوی حقیقت پیدا کړي. سوریالېزم فلسفه وه، هنر و، سیاست و؛ سوریالېزم یو انقلاب و!
فرانسه؛ دلته خلکو ډېر ښه او سوکاله ژوند درلود، خوشاله وو، بازارونو او پارکونو ته تلل؛ خو دا سوکاله ژوند لومړۍ نړېوالې جګړې ترې واخیست. ۶۰ سلنه هغه سړي چې په دې جګړه کې یې ګډون کړی و، مړه شول، ۳۸ میلیونه انسانان مړه، ورک، بندیان او معیوب شول.
۱۹ کلن اندري برېټن (۱۸۹۶ـ۱۹۶۶ز) دې جګړې ته د طبیب په توګه ولېږل شو. چا چې په هغه حالت انسانان لیدلي وي؛ نو روحي وضع به یې څنګه وي؟ برېټن کلکه روحي ضربه ولیده، یواځې ده نه، ټولو خلکو. انسان له ځانه وپوښتل، زه څوک یم، ولې داسې وشول؟
برېټڼ او ملګرو یې پرېکړه وکړه چې که دا ډول ژوند داسې لویې فاجعې رامنځته کوي؛ نو ژوند باید بل ډول تجربه کړو.
دا ډله په ۱۹۱۵ز کې د والټر په مېلمستون کې د زوریخ په ښار کې را غونډه شوه، قاموس یې خلاص کړ، د Dada په کلمه یې سترګې ولګېدې، دوی په خپل مکتب همدا نوم کېښود؛ «دادایزم». دادا د ماشومانو د لوبو لرګین اس ته وایي.
دادایستانو په عصري هنر ملنډې وهلې، د هنر تعریف یې متحول کړ. دوی ویل چې باید هر څه خراب شي او له سره جوړ شي. پاڼې به یې ټوټې ټوټې کړې، په تصادفي ډول به یې له یوه بل سره کېښودې او یو دادایستي متن یې ترې جوړ کړ. سینما ته تلل، فلم یې تر نیمایي کاته، بیا له هغې سینما څخه راوتل او بلې سینما ته د بل فلم د نیمایي کتو لپاره ننوتل. فیالبدیهه مشاعرې یې جوړولې، په یو ځای کې به راټول شول، اوتې بوتې به یې وویلې او هغه ځای به یې پرېښود.
دا د هغه خلکو مکتب و چې تر رواني فشار لاندې وو، له نظم او قاعدو سره نه وو جوړ، له هېڅ شي سره نه وو جوړ، ان له خپل مکتب دادایزم سره! همدا و چې دادایستان په ۱۹۲۲ز کې د خپل مکتب پر ضد را پورته شول او را و یې پرځاوه.
دې مکتب خو نتیجه ورنه کړه. برېټن کېناست، میاشتې میاشتې یې لیکل وکړل. ده یوه شپه خوب ولید چې یو سړی په کړکي را لوېږي او دوې ټوټې کېږي. له خوبه را وېښ شو په دې فکر کې شو چې څنګه موږ هغه شیان چې زموږ په ذهن کې تېرېږې نه شو کنټرولولای؟ بیا یې وویل چې زموږ په ذهن کې یوه پټه برخه شته چې لا شعور یې بولي. دا هماغه د سیګمونډ فرویډ (۱۹۳۹ـ۱۸۵۶ز) ارواپوهنه وه، ده ویلي وو چې د انسان د ذهن ډېره کوچنۍ برخه شعوري ده، پاتې نوره لاشعور دی، په دې برخه کې هغه څه دي چې زموږ په لاس کې نه وي یا هم موږ ترې خبر نه یو. زموږ غیرمنظم افکار همدلته جوړېږي.
دا هغه څه وو چې اندري پسې ګرځېده، ده وویل چې کله انسانان لاشعور ته پام نه کوي؛ نو ذهني تعادل له لاسه ورکوي، دا کار د یوې نا متعادلې ټولنې د رامنځته کېدا سبب کېږي. وحشتناک شیان، لکه جنګ هم له همدې امله رامنځته کېږي. برېټن غوښتل چې د ذهني تعادل لپاره لاشعور ته لاسرسی پیدا کړي او غیر منطقي افکار ازاد کړي. ده ویل چې موږ باید واقعیت تصحیح کړو او د حقیقت د اصلاح لپاره یې ځینې ابزار پېشنهاد کړل: اتوماتېزم، د خوبونو تشرېح، ازاده تداعي، د ځای بدلونه او… .
دی او د ده ملګري سره را ټول شول، د یوه مکتب بنسټ یې کېښود، نوم یې پرې کېښود؛ «سوریالېزم». سوریالېزم د دوه کلمو له ترکیب څخه جوړه شوې کلمه ده، Sur په فرانسوي کې د لوړ په مانا او Real حقیقت یا واقعیت ته وایي. دا اصطلاح په لومړي ځل د فرانسوي شاعر ګیوم اپولینر (۱۹۱۸ـ۱۸۸۰ز) په لیکونو کې ښکاره شوې وه، د ده په نظر سوریالېزم د یو ازاد انسان د تخیل ثمره ده.
اندری بریتن د سوریالېزم مانيفیسټ (Manifeste du surréalisme) کتاب په ۱۹۲۴ز کې خپور کړ، په دې کتاب کې یې سوریالېزم تعریف کړ او د هغې اهداف یې پکې بیان کړل. بریټن ویل چې لاشعور له موږ سره د نښو په وسیله، په خوب او خیال کې اړیکه ټینګوي.
سوریالېزم د لیکوالانو له خوا رامنځته شوی دی، کله چې سوریالېزم رامنځته کېدا په غونډه کې ۲۶ تنه وو، چې ۲۳ یې لیکوالان او ۳ نور یې نقاشان وو. دوی په پیل کې ډاډه نه وو چې دا مکتب دې په هنر بدل شي؛ خو وروسته ډېر هنرمندان ورسره یوځای شول.
دغې مکتب یواځې هنري هدف نه درلود سیاسي هدف یې هم درلود، انډري برټن غوښتل چې نړۍ بدله کړي. سوریالیستانو غوښتل چې داسې شی جوړ کړي چې له ریښتیا څخه پورته وي. سوریالستانو انسان کاملاً ازاد غوښت او له واقعي ژوند څخه په تېښته کې وو. په سوریالېزم کې لیکوال یو شی د سر په سترګو ویني او په باطني سترګو یې له حقیقته پورته تعبیروي. دوی خیال او حقیقت د دې له پاره سره یو ځای کول چې لوړ حقیقت توضیح کړي.
سوریالیستانو ویل یواځې تخیل کولای شي هغه ټولنه چې له زوال سره مخ ده وژغوري. دوی په دې باور وو چې یواځې ماشومان، لېونیان او مجرمین اصیلې نقاشۍ جوړوي؛ ځکه دوی په هنر او فرهنګ پسې نه ګرځي، یواځې خپل احساسات بیانوي، لکه لومړني انسانان چې په مغارو کې یې رسامي کوله. د نقاشۍ زدهکړه موږ له اصلي نقاشۍ څخه لرې کوي. د دوی شعار هم و چې «مرګ پر هغه څه چې زده کړي مو دي». د دې مکتب پیروانو غوښتل د کوچنیوالي استعداد بېرته تر لاسه کړي او پر خپل لاشعور باندې حاکم و اوسي.
سوریالیستانو، بېلابېل او داسې شیان سره یوځای کول چې اصلاً یې له یوه بل سره سر نه خوړ، همدې ته یې ښه هنر وایه.
دوی ویل چې هر څه ته باید ضاهراً و نه ګورو ځکه چې زموږ حواس ځینې وخت موږ ته دروغ وایي. دوی هغه وخت په دې خبره لا باوري شول چې د رېن مګرېټ (۱۹۶۷ـ۱۸۹۸ز) نقاشي یې ولیده، ده د چلم نلکۍ رسم کړې وه او لاندې یې ورسره لیکلي وو چې دا یوه نلکۍ نه ده.
سوریالیستانو د هغه شیانو پر ځای چې مانا یې درلوده، هغه شیان ځای پر ځای کړل چې مانا یې نه درلوده، د خیالونو په دنیا یې تمرکز وکړ، هر څه ته د مانا ورکولو اړتیا یې رد کړه. عجیب غریب اوسیدل، ډار، شاکي کېدل او شاکي کول، په دې کې نو څه زیان دی، دا خو هېڅ خبره نه ده؟! هر څه چې ذهن ته درغلل رسموه یې، مهمه نه ده چې څه دي، هنر همدا دی. د دوی په باور دا مهمه نه ده چې اثار دې ښکلي یا منطقي وي، کافي ده چې لاشعوري وي او خلک شاکي کړي، کافي ده چې له واقعیت سره اړخ و نه لګوي.
د دې مکتب سبکي او ادبي ځانګړنې دا دي:
1. اتوماتېزم: دا داسې متن لیکنه وه چې د لیکوال ذهن ته به چې څه ورتلل، بې له کومې لاسوهنې یې پکې لیکل.
2. څنګ پر څنګ اېښودنه: دا د دوه داسې شیانو یا کلمو څنګ پر څنګ اېښودل وو چې هېڅ به یې له یو بل سره اړخ نه لګاوه. لکه په یوه انځور کې چې انسان او تیږه سره ګډ کړې.
3. ګرامر ماتونه: سوریالیستانو به ګرامر ته هېڅ پام نه کاوه، دوی د هنر او خیال په مخ کې د هر ډول خنډ مخالف و.
4. له منطقه ازادي: د دې مکتب پیروانو د هر شي تر شا د منطق لټولو مخالف و او په بې منطقه خبرو کې یې خوند لیده.
5. د عقلانیت خلاف: په دې برخه کې دوه ډوله نظریات شته، یوه دا چې «دوی د عقلانیت خلاف نه دي؛ مګر په هنري پنځونه باندې د عقل د دیکتاتورۍ خلاف دي» او بله دا چې «دوی د عقلانیت خلاف وو؛ ځکه د دوی په پنځونو کې سړی یو دم په تیږه بدلېږي».
6. ازاده تداعي: دا تر ډېره د اتوماتېزم یا اتوماتې لیکنې غوندې وه، په ازاده تداعۍ کې یوه کلمه ټاکل کېده او د هغې په اړه چې هر څه د دوی ذهن ته ورتلل لیکل به یې.
7. خوبونه: سوریالیستانو به خوبونه لیکل او دا یې لاشعوري پنځونې بللې.
8. د موقعیت بدلون: د دې مکتب پیروانو به د شیانو موقیعت بدلاوه، مثلا سر به یې د پښې پر ځای رسم کړ او پښه د سر پر ځای. دا کار د دوی په لیکنو کې هم کېده؛ خو تر ډېر به یې په نقاشۍ کې کاوه.
9. خپل سري مانا: سوریالیستي اثار ټاکلي مانا نه لري، هر لوستونکی خپله مانا ترې اخلي. د دوی په لیکنو کې تر ډېره لوستونکی فعال وي. داسې سوریالیستي لیکنې هم شته چې نیمګړې دي، پاتې برخه یې لوستونکي ته پرېښې چې پوره یې کړي.
10. د ژباړې پېچلتیا: د دوی د اثارو ژباړه سخته ده، ځکه چې مبهم دي، څوک نه پرې پوهېږي، که وژباړل شي نو څه به ترې جوړ شي؟
سوریالېزم غوښتل چې د جنګ او وحشتناکو پېښو مخه ونیسي؛ خو داسې و نه شول دویمه نړېواله جګړه پیل شوه، د دغې مکتب پیروان او مشران بېلا بېلو سیمو ته خواره شول، له دې سره دغه مکتب را وپرځېد. که څه هم سوریالېزم د جنګ مخه و نه نیولی شوه؛ خو په نورو هنرمندانو یې اثر وکړ او د نورو مکتبونو د رامنځته کېدا لامل شو.
یوه بله پوښتنه هم دلته را منځته کېږي، چې سوریالیستان بیا هغه حقیقت ته ورسېدل؟
د دې خبرې په ځواب کې زه باید ووایم چې که د دوی مقصد له حقیقت څخه د لاشعور کشف وي؛ نو دوی په هنر او ادبیاتو کې دا کار وکړ، کامیاب شول؛ خو که د دوی مقصد له حقیقت څخه د یو داسې حقیقت کشف وي چې ټولو ته د منلو وړ وي؛ نو دا د یو ادبي او هنري مکتب کار نه دی، دوی په دې کې پاتې راغلل.
دغې مکتب ډېر لیکوالان او هنرمندان درلودل، لکه: لویس اروګن (۱۸۹۷-۱۹۸۲)، فیلپ سوپولټ (۱۸۹۷-۱۹۹۰ ز)، پاول ایلوارد ( ۱۸۹۵-۱۹۵۲ز)، رابرټ ډېسنوس (۱۹۴۵ـ۱۹۰۰ز)… خو تر ټولو مشهور یې سالواډور ډالي (۱۹۸۹ـ۱۹۰۴ز) و، د ده هنر او برېتونه په سوریالیستي هنرمندانو کې نوم لري، څومره چې د ده عمر ډېرېده، برېتونه یې هم ورسره پورته کېدل. څو کاله مخکې یو کس ادعا کوله چې د ډالي ناجایزه زوی دی. کله یې چې د ډالي د DNA اخیستو لپاره د ده قبر خلاص کړ، برېتونه یې هماغسې وو، په مرګ یې هم د طنز او ټوکو لار نه پرېښوده. جالب سړی و، هغه چې وایي «همهکاره» ډالي په هنر کې همدا و! په لومړۍ نړېواله جګړه کې وړوکی هلک و، په اسپانیا کې اوسېده. هغه روحي ضربې چې نورو سوریالیستانو لیدلې وې ده نه وې لیدلې. ډالي له لرې د سوریالیستانو کارونه تعقیبول، پاریس ته راغی، له دوی سره یوځای شو؛ خو دا مهال برېټن غوښتل چې دغه مکتب سیاسي کړي، څوک چې ورسره مخالف وو، له ډلې یې وباسل. دغه وخت په ۱۹۲۹ز کې ډالي او د ده ملګري لویس بونویل (۱۹۸۳ـ۱۹۰۰ز) د اندلسي سپي په نامه یو فلم جوړ کړ، دغې فلم خلک شاکي کړل، سوریالېزم خو غوښتل همدا. ډالي، ډلې ته بېرته شور او شوق راوړ، په هر ژانر کې یې یو څه وپنځول، د نوښتونو ماشین و.
د دویمې نړېوالې جګړې اوازې وې، برېټن او نورو سوریالیستان په دې نظر شول چې هنر باید د سیاست له پاره وکارول شي؛ خو ډالي له دوی سره مخالف و، لس کاله له دغې ډلې سره له کار وروسته یې امریکا ته مهاجرت وکړ. امریکایانو ته یې سوریالېزم وښوده، هلته خلکو ته د ده کارونه او سوریالېزم ډېر جالب وو، ډالي په امریکا کې په یوه سلبریټي بدل شوی و.
په پښتو ادب کې د سوریالېزم څرکونه:
په پښتو ادب کې سوریالېزم ته په شعوري ډول کار نه دی شوی؛ خو په اثارو کې یې څرکونه لیدل کېږي. استاد نجیب منلی بیا وايي چې د سوریالېزم الهام له شرقي ادبیاتو څخه اخیستل شوی. زموږ لنډۍ په سلو کې نوي سلنه سوریالیستي مفکورې لري. زه د استاد له دې خبرې سره ځکه نه یم موافق چې که موږ د دې مکتب تاریخ ته وګورو؛ له دادایزم څخه راټوکېدلی یا هم د دې مکتب اهلي شوې بڼه ده. برېټن ډېر ځوان و، ده به شرقي ادبیات مطالعه کړي وي؟ بل غیر له استاد منلي بل چا دا خبره کړې هم نه ده.
د اسوېلو اعلاج مې وکړه
زیاتی به وکړي ستاسې کور به وسېځینه
سمه ده چې په اسوېلي ګرم وي مګر دومره چې کوم ځای یا شی وسېځي، نه. دا خبره هېڅ له منطق سره نه ده جوړه.
زموږ د پښتو شاعرانو په شعرونو کې هم د سوریالېزم څرکونه لیدل کېږي؛ خو لکه مخکې مې چې وویل په پښتو شاعرۍ کې تر ډېره دا کار غیر شعوري شوی. تاسې د ډاکټر حنیف حیران دغه دوه لاندې بیتونه وګورئ:
ځان ته راشي که بهر ته سړی لاړ شي
د ارام لپاره چرته سړی لاړ شي
یا هم
بهر شور دی په خپل زړه کې غلی ناست یم
لکه زوړ سړی کاله کې غلی ناست
په لومړي بیت کې شاعر حیران دی چې بهر لاړ شي او که خپل ځان ته راشي، په داسې حال کې چې د سړي ځان خو په خپله له ده سره وي څنګه به ځان ته ورځي؟ او په دوهم بیت کې په خپل زړه کې ناست دی، زړه خو په خپله د انسان په سینه کې ځای لري؛ نو بیا څنګه انسان په خپل، زړه کې کېني؟
دپیر محمد کاروان په دغه لاندې شعر کې هم د سوریالېزم نښې لیدلای شئ:
د څاڅکو په لېمو مې سمندر لیدلی دی
په ټولو اینو کې مې دلبر لیدلی دی
شهید مازدیګری کوي شغلې لکه حسین
شفق مې سور په غشو د شمر لیدلی دی
بتګر د تخیل مې جوړوي بت د جانان
په روح کې یې زما کان د مرمر لیدلی دی
ته پوی یې چې دا څنګه شو کاروان غزل غزل؟
دا نن یې ایله یو نظر خیبر لیدلی دی
د کاروان صاحب دغه بیتونه، یو خو له واقعیته پورته دي او بل داسې کلمې له یو بل سره اېښودل شوي دي چې هېڅ اړخ نه سره لګوي، لکه: د څاڅکو لېمې، شهید مازدیګر، بتګر د تخیل.
موږ او تاسې وویل چې سوریالیستانو خوبونه لیکل او دا یې لا شعوري لیکنه بلله، زموږ په ادبیاتو کې هم دغسې ډېرو شاعرانو او لیکوالانو خوبونه لیکلي، تاسې د محمد انور اڅړ لاندې شعر ته پام وکړئ:
خوب وینم ملګرو چې روان د کور په لور وم
ځمه خپل وطن ته تښتېدلی له دې ګور وم
خپل وطن مې شمعه زه پتنګ پرې سوی سکور وم
اوسم په جنت کې خلاص د نورو له پېغور وم…
د سوریالیستانو ډېری اثار مبهم وو، په دغه برخه کې موږ په پښتو ژبه کې د کړاو منګل شاعري یادولای شو، کړاو داسې شعرونه لري چې سړی له لرې پرې پوهېږي چې مکمله د احساساتو زېږنده ده او شاعری یې مبهمه ده:
نور به څه څه یمه دلته
هر خوا زه زه یمه دلته
ته به زه زه نه وې دلته
زه خو ته ته یمه دلته
په دا کوم ځای کې چې ناست یم
زه دا اوس نه یمه دلته
یا هم
زړه خو د تصویر تصویر
ښه خو د تصویر تصویر
نشت نو؛ نو بیا هر څه دي
شته خو د تصویر تصویر
تا کې لا څه ساه پاتې
زه خو د تصویر تصویر
نه یمه که مړ پوره
څه خو د تصویر تصویر
نه پوره ژوندی یم او
نه خو د تصویر تصویر
ناز په کړاو مه کوه
مړه خو د تصویر تصویر
تاسې په دې بیتونو کې داسې بیت ولید چې ټاکلې مانا ولري؟ ما خو و نه لید.
لاندې شعرونه د پښتو ژبې د بېلابېلو شاعرانو شعرونه دي، تاسې د دې مکتب نښې او ځانګړنې پکې لیدای شئ:
له رنګونو طبیعت دی خالي شوی
خوشبو نه ده د خوشبو غوندې اوس پاتې
زما تنده په جل اوړي؛ خو څه وکړم
اوبه نه دي د اوبو غوندې اوس پاتې
ما ویل چې د سهار شبنم به وڅښم
د ګلاب په پیمانه کې
خو خبر نه وم په پرخه
د چا تنده نه ماتېږي
شبنمونه سرابونه
سرابونه شبنومه…
اجمل ښکلی
×××
ټک وهلي په ګرېوان دي
دغه ستوري، ځوانیمرګې!
ستا د حسن ګواهان دي
ریاض تسنیم
×××
ګوره دسپین مخ په لټون نتیجه څه راخېژي
مزل په پښو کوم تڼاکې مې په زړه راخېژي
ویاله بهېږي د شيدو، زه یې پر غاړه ناست یم
چې ترې منګول را ډکومه؛ نو اوبه راخېژي
دروېش درانی
اخیستنې:
۱ـ حیران، حنیف. (۲۰۲۱ز). د ارام لپاره چرته سړی لاړ شي؟. صابر خپرندویه ټولنه. پکتیا.
۲ـ وحدتیار، تاج ولي. (۱۴۰۱هـ.ل). د شاهنواز باقر سوریالیستي شاعري. تاند وېبپاڼه.
۳ـ شېراڼی، ضیاالاسلام. (۱۴۰۱ هـ.ل). سوریالېزم. د لیسانس دورې لکچر.
۴ـ کاروان، پیر محمد. (۱۳۸۷هـ.ل). چنار خبرې کوي. دانش خپرندویه ټولنه. پېښور.
۵ـ اڅړ، محمد انور. (۲۰۱۶ز). ویاړنه. افغان جرمن وېبپاڼه.
۶ـ منګل، کړاو. (۱۳۹۸ل). دوهۍ. تحلیل مطبوعاتي او فرهنګي مرکز. پکتیا.
۷ـ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۵ل). تږې اوبه. دانش خپرندویه ټولنه.
۸ـ تسنیم، ریاض. (۱۳۹۷ل). د ریاض تسنیم کلیات. خوشبو خپرندویه ټولنه.
۹ـ درانی، دروېش. (۲۰۰۹ز). صحاف نشراتي موسسه. کندهار.
۱۰- دلارته ـ Dell’Arte. (۱۴۰۳ل). سورئالیسم چی هست و چی نیست؟ | بررسی چند اثر زیبای سورئالیستی [Video]. Youtube. https://www.youtube.com/watch?v=kW-DCY2I1K4&t=9s
۱۱- MIM Channel. (۱۴۰۱ل). جنبش سوررئالیستی در هنر. [Video]. Youtube. https://www.youtube.com/watch?v=hbooAeehTMk&t=8s