شاه محمود کډوال
لغمان پوهنتون ، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی، پښتو څانګه
لنډيز
چارواله ژبپوهنه د ژبې مانا په دنده او چار کې ګوري او د دې له پاره درې برچارونه ټاکي، چې فکري (تجربي ، منطقي) وګړمنځی او متني دي.
په وګړمنځي برچار کې فقره په دوو برخو ویشي، چې وجه او پاتی شونی دی. په پاتې شونې کې بیا د (بشپړاند) برخه ده، چې د فقري مهمې برخې بشپړوي. بشپړاند په متعدي فعل کې د فعل مانا بشپړوي، ځکه که دا نه وي، فعل نابشپړ او بې مانا دی. په ټوله کې بشپړاند د فقرې د پاتې شوني هغه برخه ده، چې د ايښي او ايښوني د مانا په بشپړونه کې دنده او چار ترسروي.
کلیدي ویونه
برچار، فقره، وجه، پاتې شونی، بشپړاند
سریزه
هالیډی بشپړاند د فقرې د پاتې شوني هغه برخه بولي، چې د ايښي کېدو وړتیا لري، خو ایښی نه وي. دی په یو معلوم متعدي فعل کې بشپړاند هغه برخې بولي، چې د فعل مانا بشپړوي. په دودیزو رغښتي ګرامرونو کې ورته (مفعول) وایي. په متعدي فعل کې د مفعول راتګ اړین دی، ځکه له مفعول پرته فعل نابشپړ او بې مانا وي.
هالیډی همدا د متعدي فعل بشپړانده برخه (مفعول) د فعل بشپړاند بولي. بیا په نورو جملو کې، چې مجهولې متعدي دي، راښيي چې د معلوم متعدي فعل بشپړاند پکې ایښی ګرځي. بشپړاند ټول هغه توکي رانغاړي، چې په فقره کې څېرمه دريځ لري او د ارو برخو مانا بشپړوي.
دلته دا یادونه مهمه ده، چې د هالیډي او نورو چاروالو ژبپوهانو په دې نظر نیوکې شوې دي، چې په متعدي فعل کې بشپړاند (مفعول) د پاتي شوني برخه او یو څېرمه توکی بولي. کره کتونکي وايي، چې په متعدي فعل کې بشپړاند اصلي توکی دی، نه څېرمه او پاتې شونی، ځکه که نه وي، د فعل مانا نابشپړه او نیمګړې ده. بشپړاند د جملې هغه برخې دي، چې د اصلي توکو یا برخو په بشپړونه کې مرسته کوي.
د څېړنې ارزښت
د ژبې په اړه چارواله نظریه په نړۍ واله کچه یوه نوې ده، چې ژبې ته له یوه جلا ګوټه ګوري. دا نظریه د تېرو نظریو په لمن کې راغوړېدلې، خو خپله اډانه لري. د دې لیدلوري او اډانې په سیوري کې د ژبې د بېلابېلو برخو څېړنه نوې او ارزښتناکه ده، چې دلته یې (بشپړاند) څېړل شوی دی.
د څېړنې موخه
د دې څېړنې موخه دا ده، چې د چاروالې ژبپوهنې په رڼا کې د دې ژبپوهنې او نظریې (بشپړاند) په پښتو جملو کې وڅېړل شي.
تېرو څېړنو ته کتنه
د محمد اقا شېرزاد (پښتو نحوه ، ۱۳۹۵) په (۱۲۸) مخ کې د جملې په پېروو برخو کې بشپړونکی یاد شوی، چې مفعول بلل شوی دی. یاد ګرامر په (۷۶) مخ کې د (جملې بشپړاند یا متمم توکونه) تر سرلیک لاندې (اهنګ، خج او څپه) څېړلي دي.
د محمد قسیم چمتو د (پښتو تطبیقي غونډله پوهه، ۱۳۹۸) په ( ۱۶۳) مخ کې د (غونډلې بشپړاند توکونه) تر سرلیک لاندې (اهنګ، خج او بیلتون و پیوستون) څېړلي دی. په پښتو پښویه (زیار، ۱۳۸۴) او پښتو معاصر ګرامر (خیشکی، ۱۳۹۸) کې د بشپړاند په اړه څه نه شته.
مواد و کړنلاره
د دې څېړنې ډول کتابتونی دی، چې له ځينو پښتو، دري او انګریزي سرچینو نه پکې ګټڼه شوې ده او میتود یې توصیفي ـ تحلیلي دی.
دا چې زموږ څېړنه د چاروالې ژبپوهنې اړوند ده، نو په لاندې ډول له بره نه کوز یا له کلیاتو نه جزیاتو ته ځو.
چارواله ژبپوهنه وايي چې ژبه د مانا د څرګندونې په موخه کارېږي یا د مانا څرګندونې چار و دنده ترسروي.
مانا څه ده ؟
چارواله ژبپوهنه مانا ته له لاندې درېیو لیدلوریو یا ګوټونو ګوري.
- تجربي برچار: ژبه څنګه تجربې تشریح کوي ؟
- وګړمنځی برچار: ژبه څنګه د وګړو ترمنځ د یوه تعامل طبیعت ښيي ؟
- متني برچار: موږ ژبه څنګه ترتیبوو ؟ (Sutherland, 2021)
په پورتنیو درېيو برچارونو کې زموږ موضوع په وګرمنځي برچار پورې تړلې، همدې کې لږ تمېږو.
په وګړمنځي برچار کې هره فقره دوه برخې لري.
۱ . وجه (Mood)
۲ . پاتې شونی (Residue)
وجه په درې ډوله ده : خبري، پوښتني، امري.
د وجهې ټوکونه : فاعل، مهالمن توک، قطبیت (سلامزوی، ۱۴۰۱، ۹۱ – ۹۶)
پاتې شونی : هغه برخه چې د فقرې په وجه کې چندان ونډه نه لري (ښکلی، ۱۴۰۱، ۱۴۱)
پاتې شونی له درېیو چاروالو توکیو جوړ دی.
- لېږندوی
- بشپړاند
- پايڅوړ (سلامزوی، ۱۴۰۱، ۹۷)
څرنګه چې زموږ د څېړنې موضوع پر (بشپړاند) چورلي، پر همدې برخه ډېر تمېږو او ګړېږو.
بشپړاند د پاتې شوني دننه یو عنصر دی، چې د ایښي کیدو وړتیا لري، خو ایښي نه وي. په بله وینا، دا عنصر د دې وړتیا لري، چې د لوړ وګړمنځي دریځ له مخې ټاکلی مسولیت ورکړل شي، هغه چې کیدای شي د بحث اصلي ټکی وي. دا تر ډېره د نومیزې ډلې په وسیله ترسره کېږي.
په (توریالي زما ورور ته هغه کتاب ورکړ) کې، چې (زما ورور او هغه کتاب) پکې دوه بشپړانده دي. په تېر مهال کې یې فعل متعدي او فاعل معلوم دی.
| توریالي | زما ورور ته | هغه کتاب | ورکړ |
| ايښی/فاعل | بشپړاند | بشپړاند | لېږندوی |
پورتنۍ معلومه متعدي جمله په لاندې ډول مجهولېږي، چې بشپړاندونه پکې پر ايښي اوړي.
۱ ) بشپړاند (زما ورور) د ایښي په توګه :
| زما ورور ته | یې | هغه کتاب | ورکړ |
| ایښی | بشپړاند | بشپړاند | لېږندوی |
۲ ) بشپړاند (هغه کتاب) د ایښي په توګه :
| هغه کتاب | یې | زما ورور ته | ورکړ |
| ایښي | بشپړاند | بشپړاند | لېږندوی |
… د یادونې وړ ده، بشپړاند (Complement) هغه څه په ښه توګه تر پوښښ لاندې نیسي، چې (مفعولونه) او د ښوونځيو په دودیزو ګرامرونو کې بشپړاندونه (Complements) دي، خو دا توپیر په وګړمنځي جوړښت کې ځای نه لري. دا د تجربي شننې له لېږنتیا څخه راننوتی دی. دا چې د (مفعول) نومونه د لېږنتیا له صوري شننې سره پیاوړی تړون لري. موږ د پاتې شوني دننه دې ځانګړي عنصر ته د بشپړاند نومونه کاروو (Halliday, 2004, 122-123).
په سیستمیک چاروال ګرامر کې د “بشپړاند” مفهوم د ژبې د رغنیزو او چاروالو ځانګړنو په پوهیدو کې د بنسټیز اړخ په توګه دنده ترسروي. بشپړاندونه، په ژبني چوکاټ کې مهمې برخې دي، چې د یوې جملې مانا بشپړوي، ډیری وختونه د فعلونو یا سربلونو سره مله وي. د هالیډي په وینا، دا عناصر د یوې فقرې د لېږندوی (خبر، مسند) د بشپړولو له پاره اړین معلومات چمتو کوي، په اصل کې د هغو بنسټیزو جزیاتو مرسته کوي، چې د فعل په وسیله د مشخص شوي عمل یا حالت په اړه وضاحت ورکوي. بشپړاندونه د خپلې وړتیا پر بنسټ د جملې په اصلي عناصرو کې د ژورتیا او ټاکلتیا ډېرولو له مخې پېژندل کېږي، چې په وینا (ډسکورس) کې د لېږدول شوي ټولیز پیغام په رغونه کې مهم رول لوبوي.
په سیستمیک چاروال ګرامر کې، د بشپړاند مفهوم مختلف ډولونه او دندې لري، چې هر یو یې جلا جلا نظري مفهومونه لري. هالیډی بشپړاندونه په مختلفو ټولګیو کې ډلبندي کوي، چې د فاعل، مفعول او سربلي بشپړاندونه پکې ورګډېږي. دوی هر یو د جملې په جوړښت او مانا کې ټاکلې ونډې ترسروي. د بیلګې په توګه د ایښي/فاعل بشپړاندونه، چې د یوې فقرې د ايښي بشپړاند، پخپله ايښي ته اضافي توضیحات یا تشریحات چمتو کوي. له بلې خوا، د مفعول بشپړاندونه د فعل سیده یا ناسیده مفعولونو په اړه ډېر معلومات ورکوي، د لېږندوی (خبر، مسند) مانا نوره هم پراخوي. برسیره پر دې، سربلي بشپړاندونه، چې (Thompson,2014) په ګوته کړي، د فعل د مانیزې بشپړتیا له پاره له سربلونو سره دنده ترسروي، تر ډیره ځای، وخت یا نور اړوند شرایط په ګوته کوي (Opoku,2024) .
بشپړاند یو نومیز غونډ دی، د ایښي کېدلو وړتیا لري، خو د ایښي پرځای نه راځي. (دا هماغه د دودیزو ګرامرونو مفعول دی، چې په مجهول جوړښت کې د ایښي پرځای راځي) (حمیدزۍ، ۱۳۹۸، ۱۵۴).
په مجهول فعل کې په ایښي کې راځي او په پښتو کې ورسره په تېرمهال کې فعل د شخص، شمېر او جنس له مخې سمون ښيي. په دودیزه پښویه کې ورته مفعول وايي (ښکلی، ۱۴۰۱، ۱۴۲).
د پورتنیو څرګندونو پر بنسټ لاندې معلومات له (Bree AI) نه په ګټنې چمتو شوي دي.
بشپړاند د عناصرو هغه ټولګه ده، چې د فاعل، مفعول او فعل په اړه پراخ معلومات وړاندې کوي او د بشپړاند دنده او چار ترسره کوي. بشپړاند کېدای شي اغېزمن (مفعولونه)، غونډونه (عبارتونه او فقرې) وي.
د فاعل بشپړاند
هغه بشپړاند دی، چې د فاعل مانا بشپړوي یا یې په اړه معلومات ډېروي، لکه په (هغه ښوونکی دی) کې (ښوونکی) د فاعل (هغه) له پاره بشپړاند دی یا په (تورن توریالي توره وکړه) کې (تورن) د فاعل (توریالي) په اړه پراخ معلومات ورکوي او بشپړاند دی.
د مفعول بشپړاند
هغه بشپړاند دی، چې متعدي فعل يې څاري، د فعل اغېزمنونکي (مفعولونه) په ګوته کوي او د فعل مانا بشپړوي یا هغه، چې د مفعول په اړه ډېر معلومات ورکوي او مانا یې بشپړوي. لکه په (هغې خوږ ناک وخوړ) کې (خوږ) د (ناک) بشپړاند دی او خوږ ناک (مفعول) د متعدي فعل (وخوړ) بشپړاند دی، ځکه متعدي فعل له مفعول پرته نابشپړ دی.
د فعل بشپړاند
۱ ) الف. عبارتي بشپړاند
عبارتونه په جمله کې د بشپړاند په توګه د فعل د وخت ، حالت او ځای په اړه ډېر معلومات ورکوي، د فعل څرنګوالی څرګندوي او مانا يې بشپړوي. لکه : توریالی نن دوه بجې په چټکۍ سره پوهنتون ته راغی .
په پورتنۍ جمله کې د ( نن دوه بجې، په چټکی سره او پوهنتون ته ) عبارتونه د ( راغی ) فعل مانا بشپړوي، چې لومړی عبارت د فعل وخت، دویم یې حالت او درېیم یې ځای ښيي.
ب. فقريي بشپړاند
تړلي فقرې، د فعل د بشپړاند په توګه دنده یا چار ترسره کوي. لکه : زه پوهیږم، چې هغه راځي.
په پورته جمله کې ( هغه راځي ) د ( پوهېږم ) فعل له پاره د بشپړاندې فقرې په توګه راغلې ده، چې د فعل مانا بشپړوي.
په بشپړاند کې د وینا بیلابیل توکي راتلی شي، لکه نومونه (نارینه، ښځینه) په (مفرده او جمع) بڼه. نومځري (شخصي، استفهامي) ستاینومونه او شمېرنومونه، عبارتونه او … چې په بېلابېلو پښتو ګرامرونو کې یې بشپړ سپیناوی راغلی دی.
پایله
د چاروالې ژبپوهنې له نظره بشپړاند یو څېرمه توکی دی، چې د فقرې په پاتې شوني کې ځای لري. دا کله یو توکی او کله توکي وي، چې دنده او چار يې د ايښي او ايښوني د مانا بشپړونه ده.
په دودیزو ګرامرونو کې د بشپړاند یو ډول( مفعول) دی، چې په متعدي فعلونو کې د فعل مانا بشپړوي، که دا نه وي، فعل نیمګړی، نابشپړ او بې مانا دی، خو په چارواله ژبپوهنه کې بشپړاند تر مفعول پراخ مفهوم، دنده او چار لري. بشپړاند د متعدي معلوم فعل (ايښوني) د مانیزې بشپړتیا سربېره د ايښي مانیزه بشړتیا هم ترسروي. د یوستوو توکو (نومونو او …) سربېره غونډونه (عبارتونه او فقرې) هم د بشپړاند دنده او چار ترسروي.
اخځونه
چمتو، محمد قسیم . ( ۱۳۹۸ ) پښو تطبیقي غونډله پوهه (نحوه). کابل : جهان دانش خپرندویه ټولنه .
خیشکی، محمد صابر ( ۱۳۹۸ ) . پښتو معاصر ګرامر (درېیم چاپ). کابل : جهان دانش خپرندویه ټولنه.
حمیدزۍ، راحله . (۱۳۹۸ ) . گذار از مقوله و میزان به دستور نقش گرای نظام مند هالیدی . کابل : نشر کابلستان .
زیار، مجاور احمد . ( ۱۳۸۴ ) پښتو پښویه . کابل : دانش خپرندویه ټولنه .
سلامزوی، عبدالحق . ( ۱۴۰۱ ) . چاروال ګرامر ته کتنه ( ناچاب).
شېرزاد، محمد اقا . ( ۱۳۹۵ ) . پښتو نحوه. جلال اباد : میهن خپرندویه اداره.
ښکلی،اجمل . ( ۱۴۰۱ ) . د ژبپوهنې نظریې . کابل : پکتوس خپرندویه ټولنه.
Halliday, M.A.K (2004). An Introduction to Functional Grammar, THIRD EDITION (PDF) .London: Hodder Headline Group, 338 Euston Road.
Opoku, Kwasi (2024). The Term “Complement” in Systemic Functional Grammar: A Review of Its Theoretical Problems and Implications. https://www.scirp.org/journal/paperinformation.aspx?paperid=131015
Sutherland, Sean (2021). Interpersonal Metafunction (Video File). https://www.youtube.com/watch?v=KcMO_l1tUzI&t=714s
Abstract
Functional linguistics looks at the meaning of language in terms of function and purpose and determines three Metafunctions for this, which are Ideational (experiential, logical), Interpersonal and textual.
In Interpersonal Metafunction The Phrase is divided into two parts, which is the Mood and the Residue. In the Residue is the (complement) part, which completes the main parts of the Phrase. The Complement completes the meaning of the verb in transitive verbs, because without it, the verb is incomplete and meaningless. In general, the complement is the part of the Residue of the Phrase, which completes the meaning of the verb.
Keywords: Metafunction, Phrase, Mood, Residue, complement























































