د افغانستان بانک وایي، د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره کافي مالي سرچینې په واک کې لري او هېوادوال دې له دې پلوه اندېښنه نه کوي.
دغه بانک نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پولي بازارونو کې نوسانات طبعي دي او دوی د اړتیا په صورت کې اړین اقدامات ترسره کوي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بیو ثبات او د افغانۍ ارزښت ساتنه د افغانستان بانک له اساسي موخو څخه او دوی کافي مالي سرچینې په واک کې لري.
دې ادارې دا هم ویلي چې دوی د ناوړه ګټې اخیستنې مواردو د مخنیوي لپاره اړوند ادارو سره په همغږۍ کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د اسعارو په بازار کې افغانۍ څو روپۍ ټیټه شوې ده.
افغانستان بانک تر دې مخکې هم هېوادوالو ته ډاډ ورکړی و چې د افغانۍ ټیټېدو او لوړېدو ته دې اندېښنه نه کوي.