د فراه ولایت مسوولین وایي چې د یاد ولایت په «شیخ ابونصر فراهي» بندر کې د معیاري ترمینل د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د یاد ولایت د ځمکني ترانسپورت د تنظیم مشر، سیداحمد ساجد ویلي چې دا ترمینل پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.
د ښاغلي ساجد په وینا چې د دې معیاري ترمنیل په جوړېدو به ۴۰ میلیونه افغانۍ مصرف او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د فراه ولایت د ځمکني ترانسپورت د تنظیم مشر دا هم ویلي چې د دغه ترمینل لګښت د حکومت له بودیجې ورکول کېږي.
د ویلو ده چې په «شیخ ابونصر فراهي» بندر کې دا معیاري ترمینل د لویو بار وړونکو موټرو لپاره جوړېږي.
بلخوا مسوولینو د دې ترمینل جوړول ګټور بللي دي.